لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دژبې پسر مات شوي پاکستان کې اوس هم دپاتې قامونو ژبې د اردو د سیوري لاندې ساتل شوي


نن داتوار په ورځ په ٢١مه فرورۍ دپاکستان پشمول ټوله نړۍ کې دمورنۍ ژبې نړيواله ورځ نمانځل کیږي شي.

په مردان کې د ادبي دوستانو مرکه لخوا ترسره شوي لاریون کې ګڼ شمیر لیکوالو،قانون پوهانو اؤ مدني فعالانو برخه اخستې اؤ شعارونه یې ورکړي چې پښتو دې دپښتونخوا تعلیمي، دفتري اؤ سرکاري ژبه وګرځول شي.

په ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمیر پښتنو فعالانو غوښتنې کړې چې پښتو دکروړونو پښتنو ژبه ده اؤ په پښتونخوا کې دې ژبې ته رسمي ،تعلیمي اؤ دفتري حیثیت نه ورکول دپښتو سره زیاتې دی.

دپښتون قوم پرست سياسي ګوند عوامي نيشنل پارټۍ مشر ميا افتخار حسين ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي دي چې ٢١مه فروري دمورنۍ ژبو په توګه نمانځل يو غوره روايت دى ، خو اوس ددې څخه دوړاندې تللو وخت راغلى اؤ دې ته ديو تحريک شکل ورکول ضروري دى

ميا افتخار وایي ترڅو چې دپښتو ژبې تعلق دى نو دا ټوله نړۍ کې داوسيدونکو لکونو پښتنو اؤ پاکستان کې وئيونکې دوهمه لويه ژبه ده اؤ په بين المللي کچه هم په لسګونو نشراتي ادارو څخه دې ژبه کې پروګرامونه خپريږي.

ښاغلي افتخار حسين وويل دنړيوالو ژبو په اړه يوه مهمه نکته دا ده چې دنړۍ ټول پخواني اؤ عصري دتعليم مشران ، دانشوران اؤ پوهان په دې خبره متفق دي چې ماشومانو ته دې تعليم دهغوئ په مورنۍ ژبه کې ورکړل شي ، ځکه چې ټوله نړۍ کې دپرمخ تللو هيوادونو دپرمختيا اؤ دسائنسي توان راز هم په دې حقيقت کې پټ دى.

داى اين پي مشر وويل هم دژبې په نتيجه کې خپل ثقافت ، تهذيب وتمدن سره دانسان نۀ پرې کيدونکې رشته جوړيږي.

د ادبي دوستانو مرکې مردان مشر ښاغلي اکبر هوتي وي او ای ډیوه ته ویلي دپښتونخوا دخلکو ژبه پښتو ده خو له بده مرغه حکومت دوئ دخپلې ژبې نه په مکتب،دفتر،عدالت اؤ دربار کې محروم ساتلي دي.

هغه وایي پخپله مورنۍ ژبه کې یو ماشوم ته ابتدایي زده کړې ورکول دهغه منل شوی حق دی خو پاکستان کې د وړو ژبو سره د تړاؤ لرونکو قامونو دماشومانو نه دا حق په ډيره سپین سترګۍ تروړل شوی اؤ پردۍ ژبې پرې مسلط کړل شوي دي.

دپېښور د اسلامیه کالج پوهنتون دپښتو څانګې مشر پروفیسر ډاکټر اباسین یوسفزئ وي او ای ډیوه ته ویلي دنړۍ هرقام چې ترقي کړې ده نو پخپله مورنۍ ژبه کې په زده کړو یې کړې ده خو له بده مرغه پاکستان کې پښتنو ته دا موقعه نه ده ورکړل شوې.

هغه وایي پښتو دا توان لري چې لوړې زده کړې پکې وشي اؤ ددې یوه ښه بېلګه دافغانستان په شکل کې زمونږ مخې ته ده چې دغلته هم پخپله ژبه لوستونکي لوړې زده کړې کوي اؤ دنړۍ سیالان جوړیږي.

نوموړی زیاتوي چې پښتنو شاعرانو اؤ لیکولانو تل دخپلې ژبې سره ننګ پاللی ،کتابونه یې لیکلي،خلکو ته یې د ژبې ارزښت په ډاګه کړی خو دا د ریاست ذمه واري جوړیږي چې د سیمه ییزو یا قامي ژبو د تحفظ دپاره هغې ته وده ورکړي اؤ په دفترونو،تعلیمي ادارو اؤ کاروباري ادارو کې یې رواج کړي.

د مورنۍ ژبې تحريک که پخوانى پاکستان په منځ ويشلی خو اوسني پاکستان تر اوسه په هيواد کې د پاتې قامونو ژبې د اردو تر سوري لاندې ساتلي.

يونسيکو دکال ١٩٩٩ء په ١٧مه نيټه په ٢١مه فرورۍ دمورنۍ ژبو دورځې دنمانځلو اعلان کړى ؤ اؤ له هاغه وخت راهسې دغه ورځ په نړيواله کچه دمورنۍ ژبو دورځې په توګه نمانځل کيږي چې مقصد يې دمورنۍ ژبو ارزښت په ډاګه کول دي.

دغه ورځ په 1952ء کې دډهاکه پوهنتون، جګناتهـ پوهنتون، ډهاکه ميډيکل کالج په ګډون دبيلا بيلو تعليمي ادارو دهاغو طالب علمانو چې دخپلې مورنۍ ژبې بنګله دپاکستان ددوؤ ژبو څخه ديوې دتسليمولو لپاره يې احتجاج کړى ؤ په ياد کې نمانځلى شي ،

په دغو طالب علمانو دموجوده بنګله ديش پايتخت ډهاکه کې پوليسو ډزې کړې وې او وژلي يې وؤ.

په کستان کې مورنۍ ژبې پښتو، سندهي، بلوڅي او عن تر دې چې د واکمن پنجابي قام مورنۍ ژبه پنجابي هم په دفتر او سکول کې د اردو مقابله نۀ شي کولى بلکې دغه ټولې ژبې د اردو په مقابله کې د بقا په جګړه کې اخته دي.

د ۱۹۵۲م په څېر يو ځل بيا په پاتې پاکستان کې د وړو صوبو قامونه پښتانه، سندهيان، بلوڅان او سرائيکايان په خپلو پلرنو ټاټوبو کې په مورنۍ ژبه کې تعليم غواړي.

دا غږ او غوښتنه هر کال په يويشتمه فرورۍ د لاريونونو، احتجاجونو او غونډو په شکل کې دپاکستان سترو ښارونو کې پورته کيږي.

ديونيسکو ترمخه دکال ۱۹۵۲ څخه راپديخوا لږترلږه ۲۴۰ ژبو خپل وجود بائيللى دی.

ديونيسکو په قول” مورنۍ ژبه ، په کومه کې چې انسان خپل لمړي لفظونه ادا کوي اؤ دانفرادي سوچ اظهار پکې کيږي، دهر فرد دکلتور اؤ تاريخ بنياد دى “

يونيسکو زياتوي چې ” دا خبره ثابته شوې ده چې کله ماشومانو ته دخپل ژوند په لمړو کلونو کې په مورنۍ ژبه کې ښونه کيږي نو هغوي په ښه توگه زده کړه کولى شي “

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG