لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دایف ای ټی ایف غونډه،ایا دپاکستان نوم به دخړ فهرست څخه اوځي؟


مطبوعات وايي د پاکستان چارواکي هيله من دي چې سبا دوشنبه یا د ګل په ورځ د فرانس سرښار پېرس کې پېل کېدونکې د اېف ای ټي اېف په غونډه کې به د پاکستان نوم ددغه ادارې د خړ فهرست څخه وويستل شي.

ورځپاڼه ډان په دې اړه د پرمختګ څخه دباخبره سرکاري سرچېنو له قوله لیکي دا ځکه چې پاکستان په دې ورستو کې که يو خوا د اېف ټى اېف په غوښتنه دترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد دمخنیوي لپاره قوانین جوړ کړي نو ورسره یې د ځېنو تندروه مذهبي ډلو او د هغې دمشرانو پرضد عملیات کړي او نيولي یې دي.

خو څېړونکي وايي د پاکستان حکومت چې د سپکاوي د خاکو په معامله د فرانس دريځ ته کوم ډول غبرګون ښودلی دا کولی شي چې د پاکستان موقف کمزوری کړي.

څېړونکي په دې نظر هم دي چې د امريکايي خبريال ډېنيل پرل په وژنه د تورونو کسانو د محکمې لخوا دخوشې کولو امر هم په دې معامله اغېزې کولی شي.

ټاکل شوې چې د ترهګرۍ دمالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد دڅار دنړیوالې نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف غونډه به سبا د ګل په ورځ د فرانس سرښار پېرس کې شروع کېږي.

دا غونډه چې د فرورۍ د مياشتې تر 25 نېټې پورې به دوامداره وي پکې به د پاکستان د ګامونو جاج اخستل کیږي او دا پرېکړه به هم کوي چې ایا د پاکستان نوم د خړ فهرست نه وويستل شي او که نه؟

تېر کال د اکتوبر په میاشت کې شوې غونډه کې اېف ای ټي اېف اعلان کړی ؤ چې پاکستان به د کال 2021 د فرورۍ د مياشتې پورې تر هغې په خړ نوملړ کې شامل وي ترڅو چې یې د 27 نکاتي کاريز پلان په پاتې شپږو نکتو بشپړ عمل نه وي کړې.

ورځپاڼه ډان په دې اړه د پرمختګ نه دباخبره پاکستاني سرکاري سرچینو د قوله لیکي چې اسلام اباد دغه پاتې شپږ نکات هم عملي کړي او ددې تفصيلات یې د اېف ای ټي اېف سکرټريټ ته هم لېږلې دي.

دغه سرچينې وايي چې د ایف ای ټی ایف غړي هېوادونه به سبا د اېف ای ټي اېف په غونډه کې د پاکستان د ګامونو جاج اخلي او پاکستاني چارواکي هېله من دي چې د پاکستان نوم به د خړ فهرست نه وويستل شي.

ورځپاڼه ډان په فرانس کې موجود د يو پاکستاني خبريال يونس خان د خولې ليکي چې ځینې يورپي هېوادونو او په ځانګړي ډول فرانس په پرله پسې ډول دپاکستان دنوم په خړ فهرست کې د ساتلو سپارښتنه کړې او دريځ یې خپل کړی چې پاکستان په کاريز پلان سم عمل نه دې کړې.

څېړونکي وايي چې د فرانس ترڅنګ امریکا هم په پاکستان کې د وژل شوي د وال سټريټ ژورنال صحافي ډېنيل پرل د قاتلانو په بري کېدو اندېښنې ښودلې دي او دا امکان شته چې امریکا د پاکستان په خړ فهرست کې د ساتنې لپاره تبليغات وکړي.

اسلام اباد کې د غېر دولتي تهنک ټینک اېس ډي پي اي مشر ډاکټر عبدالقيوم سلهري ډيوه ته وايي دا معامله دوه اړخونه لري. يو ددې قانوني اړخ دی او پاکستان په دې لړ کې کار کړی دې او بل ددې سفارتي اړخ دي.

هغه وايي په سفارتي اړخ چې پاکستان په فرانس کې تېر کال د پېغمبر اسلام د خاکو په بيا چاپ کېدو څنګه غبرګون ښودلی او په دې اړوند چې د تحريک لبېک سخت دريځ ته په کوم ډول ټيټ شوی دا به د اېف ټى اېف په جاج اغېزه ولري.

هغه وايي چې کله د اېف ای ټي اېف غونډه کېږي نو يقينا چې فرانس به دا معامله راپورته کوي او هم دغه راز امریکا هم د ډېنيل پرل په قتل د تورن عمر شېخ په بري کېدو اندېښنې ښایي او دا دواړه هیوادونه به د پاکستان ګامونه پوره نه بلي.

د پاکستان نوم د کال 2018م راهسې دترهګرو ډلو په مالي سرچینو اؤ دناقانونه پیسو په لیږد دڅار دنړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف په خړ فهرست کې شامل دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG