لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشمالي وزیرستان خلکو ته خبرداری:حالات خراب دي،بلټ پروف ګاډو کې سفر اؤ خپل حفاظت کوئ


په شمالي وزیرستان کې تیره ورځ دڅلورو میرمنو له وژل کیدو وروسته ددغه قبائیلي ضلعې پولیسو خبرداری ورکړی چې خلک دې محتاط پاتې شي ځکه چې دترهګرو لخوا نور بریدونه هم دامکان څخه بهر نه دي.

څېړونکي وایي په شمالي وزیرستان کې ورځ تر بلې خرابېدونکی وضعیت ښایي چې یو ځل بیا سیمې نه دخلکو دبې کوره کولو هڅې روانې دي خو داځل به اعلانیه عملیات نه کیږي اؤ نه به خلکو ته دکورونو پرېښودل کیدو ویل کیږي بلکې هغوئ دې ته اړ کولی شي چې پخپله خوښه دخپلو سیمو څخه اوځي ترڅو سبا دکډوالۍ په شکل کې مرستې ونه غواړي.

دشمالي وزیرستان د ضلعي پولیسو دمشر لخوا د ګواښ په اړوند د بېداري په یو لیک کې ویل شوي دهیواد حالات ښه نه دي خفیه استخباراتي شبکې داسې اطلاعات په لاس کې لري چې ترهګر د ماضي په څېر بیا ترهګریزې پېښې کول غواړي.

خبرداری
خبرداری

دبېداري په دې پاڼه کې ویل شوي چې دترهګرو په ضد دپوځ اؤ پولیسو عملیات روان دي اؤ ددې په غبرګون کې ترهګر په ممکنه ډول د ورانکارۍ پېښې کولی شي.

په دې پاڼه کې ټولو خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې دخپل حفاظت دپاره ټول ضروري ګامونه واخلي اؤ خپل امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

خبر پاڼه کې په خلکو غږ شوی چې خپل فعالیتونه محدود کړي اؤ غیرضروري غونډو اؤ دستورو ته د تګ نه ډډه وکړي.

دې خبر پاڼه کې خلکو ته دا هم ویل شوي چې که بلټ پروف یا مرمۍ ضد ګاډي لري نو باید هغې سفرونه وکړي اؤ دتګ راتګ په مهال دې خپلې لارې هم بدلوي رابدلوي.

دخبرداري په دې پاڼه کې خلکو ته ویل شوي چې شمالي وزیرستان ته دننوتلو یا ددې سیمې څخه د وتلو په مهال باید ضلعي پولیس ضرور خبر وساتي تر څو هغوئ یې دامنیت غم وخوري.

ضلعي پولیسو دا خبرداری وروسته له هغې ورکړی چې له دې یوه ورځ وړاندې په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو په دوؤ پېښو کې د څلورو ښځو په ګډون پينځه تنه وژل شوي او د اتوؤ څخه د لسو پورې کسان تښتول شوي هم وؤ.

دشمالي وزیرستان سره تړاؤ لرونکی پېښور کې میشت نامتو خبریال ناصر داوړ وایی د ضلعي پولیس افسر لخوا جاري شوی دا خبرداری په ګوته کوي چې وزیرستان کې یو ځل بیا حالات ډیر خراب لوري ته روان دي .

هغه وایي داستخباراتي شبکو دخبرداري نه په صفا ډدول ظاهریږي چې دغلته میشت یو ډویژن پوځ اؤ پولیس خلکو ته په امنیت ورکولو کې ناکام دي اؤ هغوئ اوس ډوډۍ پسې دحریانو پسمانده قبائیلو نه غواړي چې ځانله بلټ پروف ګاډي واخلي اؤ په هغې کې ګرځي .

ناصر داوړ وایي دا حالت ښایي چې داځل شمالي وزیرستان څخه په غیر اعلانیه ډول دخلکو دبې کوره کولو پلان جوړ شوی ځکه چې که په اعلانیه ډول سیمې نه خلکو ته د وتلو وینا کیږي نو بیا حکومت اؤ پوځ په دې پوهیږي چې خلک به د کډوالۍ دپاره مرستې اؤ معاوضه غواړي اؤ حکومت لا دضرب عضب عملیاتو څخه اغېزمنو کډوالو ته هم دهغوئ د شوؤ زیانونو معاوضې نه دي ورکړي.

خبریال ناصر داوړ وایي یو کال وړاندې پوځ اعلان کړی ؤ چې دشمالي وزیرستان نوي فیصدي ځمکه یې دترهګرو څخه پاکه کړې ده خو ډیره دحیرانتیا خبره ده چې لا تر اوسه په بنو کې دبکاخیلو کیمپ له کډوالو ډک دی ، تراوسه لا ټول کډوال خپلو سیمو ته هم نه دي ستانه شوي اؤ استخباراتي ادارې بیا خلکو ته وایي چې حالات خراب دي.

هغه وویل دامنیتي ادارو لخوا خلکو ته دخپل حفاظت پخپله د کولو وینا هم ډيره عجیبه ده ځکه چې که خلک خپل حفاظت پخپله کوي نو بیا دغلته د لکونو پوځیانو اؤ پولیسو د موجودیت څه جواز جوړیږي؟

نوموړی زیاتوي دشمالي وزیرستان دخلکو کاروبارونه ، زمکې اؤ کورونه په ضرب عضب عملیاتو کې تباه شوي دي اؤ دوئ ته اوس ویل کیږي چې بلټ پروف ګاډو کې وګرځي چې دا ډیره دخندا وړ خبره ده اؤ د امنیتي ادارو په ذمه واریو سنجیده پوښتنې راولاړو

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG