لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دپوځ لخوا تندروه فکر ته دماتې ورکولو په دعوه څېړونکي څه نظر لري


پاکستان کې څېړونکي د پوځ د ویاند مېجر جنرل بابر افتخار ددې بیان سره اتفاق نه لري چې ګنې د هېواد دننه یې دتشدد ډک تندلاریتوب ته یې د هغې په ضد دجوړې بېانيې د لارې ماتې ورکړې ده او د ردالفساد د عملیاتو لاندې یې ديني مدرسې قامي بهير کې شاملې کړې شوې دى.

دپېښور پوهنتون د انسټي تيوټ اف پيس اېنډ کنفلکټ سټډيز استاد پروفيسر جميل چترالي وايي رياست له تشدده د ډک تندلاریتوب پر ضد درې بېانيې مخې ته راوړي خو په هغې په زمکه عمل نه ښکاري.

دغه راز پاکستان د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال او څېړنکار حق نواز خان وايي که څه هم د ضرب عضب عملیاتو دلارې تر يو حده پخوانیو قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ ځاندرې ختمې کړې شوې دي خو په ټولنه کې تندروه سوچ اوس هم ښه ژور شتون لري.

د پېښور پوهنتون د انسټي تيوټ اف پيس اېنډ کنفلکټ سټډيز پروفيسر جميل چترالي ډيوه ته وايي د رياست لخوا درې بيانيې په کاغذونو کې ښکاري،يوه بېانيه هغه ده کومه چې کال 2014 کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګريز بريد ورسته د پارليمان په ګډ قرار داد کې مخې ته راغله.

هغه وایي دغه بیانیه کې دترهګرۍ ضد بېلا بېل ګامونه پورته کول په ګوته کړل شوې وو.

دنوموړي په وینا "دویمه بېانيه د هېواد دديني عالمانو لخوا د حکومتي سیوري لاندې راغلې وه او په هغې کې د پاکستان دننه خود کش حملې او ترهګري غېر شرعي بللې شوې وې او دريمه بېانيه هغه ده کومه چې دا وخت وزیر اعظم عمران خان خوروي او هغه وايي پاکستان به نور په پردو جنګونو کې د برخې اخستو نه ډډه کوي"

پروفیسر چترالی زیاتوي که په دغو بېانيو عمل درامد ته وکتل شي نو لاقانونه مذهبي تندروه ډلې اوس هم د کشمیر او افغان جهاد په نوم چندې راټولوى. تشدد هم په خپل ځاې موجود دی او د مذهبي تندروۍ سره چې تړلې کومې ډلې وې هغه هم شتون لري.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار پرون دترهګرۍ او تندروۍ پرضد څلور کاله مخکي کال 2017م کې د پېل کړل شوؤ ردالفساد عملیاتو لاندې د تر لاسه شوو کاميابیو جذئیات رسنیو ته وړاندې کړي وؤ.

هغه ویلي وؤ چې په ګرد هېواد کې د درې لکه او 75 زره عملیاتو لاندې نه يوازې 353 ترهګر وژل شوي بلکې تندلاریتوب ته هم دهغې دضد بېانيې د لارې ماتې ورکړل شوې ده او ديني مدرسې هم په قامي بهير کې شاملې کړل شوي دي.

دغه راز پاکستان کې د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې خبريال او د ترهګرۍ په چارو نظر لرونکی څېړنکار حق نواز خان وايي دا سمه ده چې د ضرب عضب عملياتو په اساس تر يو حده په پخوانيو قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ ځاندرې له مينځه وړل شوي دي خو تند روه فکر او سوچ اوس هم په ټولنه کې موجود دی.

هغه وايي دپښتنو په سیمو کې دغه سوچ ختم نه دی او په افغانستان کې چې څه روان دي د هغې اغېزې دلته هم ليدل کېږي

دنوموړي په وینا"دا ځکه چې په افغانستان کې چې څه کېږي که هغه مونږ جايز ګڼو نو هغه څه دلته څنګه غېر جايز کېدی شي"

ډاکتر جميل چترالي وايي نه ويني چې حکومت د ديني مدرسو په قامي بهير کې د ورګډولو لپاره يو ګام هم پورته کړی وي.

دهغه په وینا يوازې د ديني مدرسو دوه نور وفاقونه جوړ کړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه "د مدرسو قامي بهير ته راوستل نشته. نه د مدرسو اندراج شوی دی او نه د هغې نصاب ته د کتنې عمل شروع کړل شوی دی"

خبریال حق نواز خان وايي په دې ورستبو کې دخېبر پښتونخوا حکومت د ديني مدرسو قامي بهير ته راوستو په ترڅ کې دنوښار حقانيه مدرسې ته يو څه پنګې ورکړې وې خو دا عمل په نور ملک کې نه دی ليدل شوی.

دهغه وینا ده رياست چې د پخواني شوروي ائتلاف پر ضد د جهاد لپاره خلکو ته کوم تندروه سوچ او ټوپک په لاس کې ورکړی ؤ هغه اوس هم روان دی او د ټولنې په کچه هم ددغه سوچ د مخنیوي لپاره کوم کوټلی ګام او تګ لاره نشته.

د پاکستان دپوځ ویاند په دې وروستیو کې په قبایلي ضلعو کې د تشدد تازه پېښو ته خپل غبرګون کې ویلي وؤ هره پېښه د ترهګرۍ پېښه نه ده بلل پکار ځکه چې دغه سيمه خپل يو ځانګړی کلتور او دود دستور لري.

خو څېړونکي وايي په دې وروستیو کې مخ په زیاتیدونکې هدفي وژنې ښابي چې ترهګر يو ځل بيا پیاوړې کیږي او راغونډېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG