لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دننه بهرنۍ پانګونه کې ۲۷فیصدي کمی راغلی،داسټيټ بینک رپورټ


دپاکستان مرکزی بینک سټیټ بینک وائي په ملکی کچه په بهرنۍ پانګونه کې ۲۷ فیصدي کمی راغلی او پوهان وائي پاکستان له به برآمدات زیاتول او د غیر ملکي سرمایه کارۍ دپاره ماحول پیدا کول وي.

څېړونکي وائي کله چې هم سرمایه کاری کمیږي نو د هغې اغېزې په روزګار، ګرانۍ او کړنټ اکاونټ کیږي.

په پاکستان کې داقتصاد ماهر او استاذ پروفیسر ډاکټر معراج الحق وايي په نړیواله کچه د کرونا وایرس له امله نړیوال اقتصاد اغیزمن شوی او پاکستان کې د سیاسي بې باورۍ له امله هم په ملک کې پانګونې نه کیږي.

هغه وائي بهرنۍ سرمایه کاري د یو هیواد په اقتصادي پر مختيا کی اساسي کردار لوبوي ځکه چې د خلقو روزګار او مجموعی ګراني هم دې سره تړلې وي او د سرمایه کارۍ د کمي سره په ملکي مالیه،برامداتو او تجارتي خساره هم منفی اغیز کیږي.

سټیټ بینک وائي د روان مالي کال۲۰۲۱ په اوؤ میاشتو (جولائي نه جنوري پورې) یو ارب،۱۴کروړه او ۵۰ لکه ډالره سرمایه کاري شوې او تیر کال هم په دغه موده کې یو ارب ،۵۷ کروړه او ۷۰ لکه ډالره سرمایه کاري شوی وه .

د یاد بینک په وینا د روان مالي کال د جنورۍ په میاشت کی۱۹۲.۷ میلينه ډالره پانګونې شوې وې او تیرکال هم په دې میاشت کی ۲۱۹ میلينه ډالره پاکستان ته نېغ په نېغه راغلې وې.

د اقتصاد ماهر او خبر یال مهتاب حیدر وي او ای ډیوه ته وائي پاکستان ته دا وخت د دپورونو څخه پرته د ډالرو د راتلو ضرورت دی ځکه چې تیره میاشت د پاکستان تجارتي خساره کې زیاتوالی راغلی دی.

هغه وائي لکه څنګه چې د تیرو څو میاشتو راهسې د پاکستان ترسیلات زر زیاتیږي او هم دغه دپاکستان اقتصاد ته کمک ورکوي هم دغه راز به پاکستان له برآمدات هم سيوا کول وي .

دنوموړي په وینا پاکستان د غیر ملکی سرمایه کارۍ دپاره ماحول پیدا کړي او که داسې ونه شي نو په تجارتی خساره به فشار زیات شي.

مرکزی بینک وائي روان مالي کال کې د چین څخه په سرمایه کارۍ کې ډیر کمی راغلی او د ناروی له خوا د شوؤ پانګونو پېسې وتلې دي.

ببنک وائي په ملکی کچه د انرژۍ په څانګه کې د تیر کال په پرتله ۲۷.۶ فیصدي پانګونې زیاتې شوې دي.

څېړونکي وائي په فرانس کی روانه د ایف ای ټی ایف په غونډه کې که د پاکستان نوم د خړ نوملړ څخه بهر شي نو هېله ده چې پاکستان کې پانګونې زیاتې شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG