لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې 50 نور کسان په کرونا وایرس مړه شوي،1196پرې تازه اخته شوي


سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې 50نور کسان هم دتېر یوشواروز په مهال په کرونا وایرس مړه شوي‌ چې دې سره په دغه هیواد کې تر اوسه په کرونا د مړو شوؤ کسانو شمیره 12 زره اؤ 708 ته لوړه شوې ده.

په کرونا وایرس دڅار دولتي ادارې پخپلو تازه شمیرو کې د شورو په ورځ ویلي چې په تېرو 24ؤ ساعتو کې نورو 1196 ته هم وا وایرس ورپورې شوی دی.

دشمیرو له مخې پاکستان کې تر اوسه ټول پینځه لکه 74زره اؤ 580کسان په دې وایرس اخته شوي چې له دې جملې څخه پینځه لکه 38زره اؤ207 بېرته هم روغ شوي دي.

د22 کروړه ابادۍ لرونکي هیواد پاکستان کې تر اوسه یوازې د صحت څانګه کې کار کوونکو اؤ ډاکټرانو ته د کرونا د مخنیوي هغه ویکسین ورکړل شوي چې تیره میاشت د چین لخوا پینځه لکه خوراکه پاکستان ته په تحفه کې ورکړل شوي وؤ اؤ عام ولس لا ددې ویکسین څخه محروم دی.

د روغتیایي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي چې پاکستان په هاغو 65 هیوادونو کې شامل دی چې پکې خلکو ته د کرونا نه د ژغورنې دپاره د ویکسین لګولو عمل روان دی.

تېره اوونۍ هغه ویلي ویلي وؤ تراوسه هیواد کې د 52 نه زیاتو روغتیا پالانو ته د کرونا د مخنیوي ویکسین لګول شوي اؤ ددې دوهم پړاؤ به د مارچ په میاشت کې پیل کیږي.

دنوموړي د وینا له مخې په دویم پړاؤ کې به د 65 کالو نه زیات عمر لرونکو تنانو ته دا ویکسین لګولی شي.

د روغتيا د چارو پوهان وايي چي پاکستان کې د کرونا وايرس نه د خلکو د مړينې او ناروغه کېدو کچه کې ورځ تر بلې لوړوالی راځي او خلک احتياط هم نه کوي نو په داسې حال کې دکويډ-19 ناروغۍ دمخنيوې يوازینۍ لار په وخت خلکو ته وېکسين لګول دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG