لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا بیرته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې شاملېږي


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن

واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د 47 غړو غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا تایید کړې ده چې واشنګټن به په نړیواله توګه د بشري حقونو د ساتنې او ودې لپاره خپلې ژمنې تر سره کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته پخپله لومړنۍ وینا کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلینکن په څرګنده وویل،‌ واشنګټن پلان لري چې په بشپړه توګه دې شورا ته را وګرځي او په کارونو کې یې برخه واخلي.

ښاغلي بلینکن د شورو- چارشنبې په ورځ وویل د دې لپاره چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې بیرته خپل شته والی محسوس کړي، امریکا غواړي چې د دې شورا د 2022-24 دورې انتخابات وشي.

ټاکل شوې چې د 47 غړو هېوادونو د دې شورا د درې کلن غړیتوب لپاره ټاکنې د سږ کال په اکتوبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وشي.

د امریکې د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ اداره د 2018م کال په جون میاشت کې د ملګرو ملتونو له دې شورا وتلی وو، خو د صدر جوبایډن له راتګ سره د هغه اداره د فرورۍ پر اتمه نېټه د څارونکې په توګه بیرته په دې شورا کې شامله شوه.

اینټني بلینکن پخپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا کردار وستایه چې وایي د خلکو د بنیادي ازادیو د ژغورنې لپاره یې کار کړی او په نړۍ کې را ښکاره شویو بحرانونو - لکه د میانمار یا برما پوځي کودتا- ته یې توجه کړې ده.

خو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر ځینو مسایلو ته د محدودې رسایۍ له کبله د بشري حقونو پر شورا نیوکه وکړه، چې د ده په وینا په هغه کې اسرایلو ته نامناسبه توجه هم شامله ده.

"موږ غواړو د ایجنډا اوومه ماده باید ختمه شي او په اسرایلو او فلسطین کې د بشري حقونو حالت ته هم هغسې کتنه وشي لکه شورا چې یې په نورو هېوادونو کې کوي".

اسرایل- چې د امریکې نیژدې ملګری دی- په نړۍ کې یواځینی هېواد دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په هره غونډه کې یې د ایجنډې د اوومې مادې له مخې د بشري حقونو په ریکارډ باندې بحث کېږي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر وویل، دوی به دې ته توجه کوي چې د بشري حقونو د شورا غړیتوب د بشري حقونو د ساتنې د لوړ معیار عکاسي کوي. اینټني بلینکن وایي هغو هېوادونو ته باید د دې شورا غړیتوب ور نه کړل شي چې د بشري حقونو د ساتنې ریکارډ یې سم نه وي.

اینټني بلینکن ومنله چې امریکا د بشري حقونو د ساتنې روښانه ریکارډ نه لري خو وایي په دې برخه کې پرمختګ کېدای شي. بلینکن وایي د صدر بایډن اداره هوډ او اراده لري چې په امریکا او نوره نړۍ کې د نسل پرستۍ په ضد مبارزه وکړي.

د امریکې خارجه وزیر وویل حکومت به یې د بې دفاع خلکو، ښځو او نجونو، لیزبینو، همجنسبازانو، نرښځیانو، مذهبي خلکو او اقلیتونو د حقونو لپاره جنګېږي. وایي واشنګټن به په وینزوېلا، نکاراګوا، کیوبا او ایران کې په دوامداره توګه د سرغړونو غندنه کوي.

اینټني بلینکن د روس پر حکومت ږغ وکړ چې خپل مخالف سیاستوال الیکسي نیوالني او سلګونه نور روسان چې د خپلو حقونو لپاره د احتجاج په وخت نیول شوي سمدستي او بې له کوم شرطه خوشي کړي. بلینکن وایي:

"د چین په سینکیانګ صوبه کې چې ظلم کېږي او په هانګ کانګ کې د خلکو بنیادي ازادۍ تر پښو لاندې کېږي موږ به یې نړیوالو ارزښتونو ته په پام سره په خلاف ږغېږو".

اینټني بلینکن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندیز وکړ، په روانه غونډه کې دې د هغه قرارداد ملاتړ وکړي چې په نړۍ کې د بشري سرغړونو حل لاره پکې ټاکل شوې. وایي د مشهورو بشري سرغړوونکو لکه شام، شمالي کوریا، سریلنکا او جنوبي سوډان په ضد باید ګامونه واخیستل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG