لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزير د قضيې اورېدنه د پينځم مارچ پورې وځنډول شوه


د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنه د پينځم مارچ پورې وځنډول شوه.

د علي وزير وکیل قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، د سيند هايکورټ چیف جسټس احمدعلي شېخ او جسټس عمر سیال نن د جمعې په ورځ (26 فرورۍ) د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه وکړه.

قادر خان وویل سرکاري وکيل عدالت ته وویل چې هغه د قضيې اورېدنې ته تیاري نه ده کړې ځکه عدالت د قضيې د بلې اورېدنې دپاره د پينځم مارچ نېټه وټاکله.

له دې وړاندې عدالت د ضمانت په خواست 25 فروري ټاکلې وه.

قادر خان وايي د پي ټي اېم د کراچۍ يو مشر محمد شېر مسيد د خپل وکيل عامر رضا نقوي د لارې عدالت ته خواست کړی وو چې د دوی پرضد بې ځايه مقدمه درج شوې هغه دې ختمه کړی شي.

هغه وويل پرون په 25 فرورۍ عدالت د علي وزير د ضمانت په خواست او د محمد شير مسيد په خواست د شريکې اورېدنې ويلي وو او نن د هغې اورېدنه وشوه او بله نېټه پکې وټاکل وشوه.

پي ټي اېم په شپږم دسمبر په کراچۍ کې جلسه کړې او په اووم دسمبر د کراچۍ په سهراب ګوټ تاڼه کې د دوی پرضد مقدمه درج شوې چې پکې ويل شوي جلسې ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، علي وزير، محسن داوړ او نورو وېناګانې کړې او د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ، پوليس او رېنجرز پرضد يې د سپکاوي د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه.

د پوليس په مقدمه کې ویل شوي ؤ د پي ټي اېم مشرانو د 1800 نه 2000 پورې راټولو شوؤ کسانو ته وېناګانې کړې وې.

په ياده مقدمه کې علي وزیر په 16م دسمبر د پېښور پوليسو نيولی او بيا کراچۍ ته رامنتقل کړی شوی وو.

په ياده مقدمه کې د علي وزير د نيولو وروسته نور پينځه کسان نيول شوي څوک چې په ضمانت خوشي کړی شوي او له دغې وروسته په 31 جنورۍ بيا د ارمان لوڼي او نقيب مسيد د تلين په مناسبت د غونډې جوړولو په مهال نور 33 کسان نيول شوي چې پکې د پوليسو په وېنا په دغو کسانو کې پينځه تنه د اووم دسمبر په مقدمه کې مطلوب وو.

په ياده مقدمه کې چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ، ثنا اعجاز او عبدالله ننګيال سره نور کسان شامل دي، د قادر خان په وېنا د ترهګرۍ 12 نمبر عدالت په 19 فرورۍ د مفرور کسانو د ناقابل ضمانت ورانټ يا نیولو او د دوی د شناختي کارډونو د بلاک کولو امر کړی وو.

ياد عدالت په دغه قضيه کې د بلې اورېدنې دپاره د نهم مارچ نېټه ورکړې وه.

د شناختي کارډ بلاک کېدود امر وروسته منظور پشتين ويلي وو، "په دې شناختي کارډونو دې هسې هم مونږ وهلي يو ټکولي دې يو زمونو پښتونخوا وطن دی که ستا شناختي کارډ وي که نه وي زه پکې اوسیږم چې کومه دې خوښه وي کوه يې".

د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي او د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفورپه يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

خو د پي ټي اېم مشرانو بيا د پاکستان د پوځ تورونه رد کړي چې د بهر هېوادونو څخه يې پېسې اخستې او د دغو تورونو ثبوت يې غوښتی ؤ.

پي ټي اېم وايي د پاکستان د ائين لاندې د خپلو حقونو دپاره پرامنه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG