په قبايلي ضلع جنوبي وزيرستان کې امنيتي سرچینو دعوه کړې چې په عملياتو کې د نورستان په نوم مهم ترهګر کمانډر وژل شوی دی.
امنيتي سرچين وي او اې ډيوه ته ویلي د شکۍ تحصيل په سپين جومات علاقه کې د استخباراتي مالوماتو په اساس عمليات شوي او د ماينونو ماهر مهم کمانډر نورستان پکې وژل شوی دی.
ويل شوي د کمانډر نور ملګري تښتېدلي دي.
امنیتي سرچينو د وژل شوي کمانډر په اړه نور جزيات نه دی شريک کړي چې د کومې ډلې سره تعلق لري خو ویلي يې دي د وژل شوي کمانډر څخه دوه ګرنېډونه او يوه نقشه ترلاسه کړی شوې ده.
دعوه شوې چې ترهګر کمانډر په شکۍ او واڼه کې ماين چاودنې کول غوښته او هغه د کال 2009 نه تر 2016م پورې ماين چاودنې کړي دي.
ويل شوي هغه په تيرو ورځو کې په واڼه کې په چاودنه کې هم ککړ وو.
پوځ د دې خبر خپرېدو پورې په دغه اړه رسمي بيان نه دی خپور کړی.
په 14م فرورۍ په واڼه کې د پوځ په يو کاروان چاودنه شوې چې پکې د چارواکو په وېنا دوه پوځي سرتيري او يو عام تن وژل شوي او د نهه پورې نور ژوبل شوي وو.
د دغه پېښې زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.
د يادې پېښې وروسته د واڼه بازار تړل شوی او نن د جمعې په ورځ (19 فرورۍ) د خلکو د احتجاجونو وروسته پرانستل شوی دی.
په 18 فرورۍ ویل شوي د سرا روغه تحصیل په ډيله مزارۍ کې د ملېشې چيک پوسته وال بريد شوی او د ملېشې پينځه سرتيري پکې وژل شوي وو.
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار په 22 فرورۍ په قبايلي علاقو کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه ويلي وو، اوس چې څومره پېښې کیږي ټولې د ترهګرۍ نه وي په ټوله نړۍ کې د بدامنۍ پېښې کيږي، قبایلي علاقې چې په صوبه کې ورګډې شوي حالات ډېر ښه شوي او چې کله دا قبایلي ضلعې په پوره توګه په صوبه کې ورګډې شي پوليس په ځای شي ډېر حالات به ورسره نور هم سم شي.