لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دایف ای ټي ایف خړنوملړ کې پاتې کیدو ته دخپل بریالیتوب نوم ورکړی


څېړونکي وايي که پاکستان د جون میاشتې پورې په 27 نکاتي کاريز پلان عمل درامد وکړي نو بیا به ایف ای ټي ایف دپاکستان دننه حالات د نزدې څخه وارزوي او ګوري به چې پاکستان څومره په پائیدار ډول په دغه کاريز پلان عمل کوي.

پاکستان دترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد دڅار دنړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف لخوا د نورو څلور مياشتو دپاره په خړ فهرست کې پاتې کېدل خپله کاميابي ګرځولې ده او د صنعت مرکزي وزیر حماد اظهر وېلې دي هڅه به کوي چې د راتلونکي جون میاشتې پورې د ایف ای ټي ایف په 27 نکاتي کاريز پلان عمل درامد بشپړ کړي.

د ترهګرۍ دمالي مرستو او پېسو دغېرقانوني لېږد دڅار نړیوالې ادارې ایف ای ټي اېف پرون د زيارت په ورځ د درې ورځنۍ غونډې په پائ کې دپاکستان دنوم تر جون میاشتې پورې په خړ فهرست کې د ساتلو پرېکړه کړې.

څېړونکي وايي که پاکستان د جون میاشتې پورې په 27 نکاتي کاريز پلان عمل درامد وکړي نو بیا به ایف ای ټي ایف دپاکستان دننه حالات د نزدې څخه وارزوي او ګوري به چې پاکستان څومره په پائیدار ډول په دغه کاريز پلان عمل کوي.

څېړونکي وایي ایف ای ټي ایف به دا هم څېړي چې ايا د ترهګرۍ په مالى مرستو کې د ککړو تنانو او لا قانونه ډلو پرضد د پاکستان دا ګامونه عارضي خو نه دي؟

دایف ټي ایف لخوا دپاکستان دنوم څلورو میاشتو دپاره په خړ فهرست کې دساتلو په پرېکړه دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل غبرګون کې ویلي پاکستان دترهګرۍ دمالي سرچینو اؤ د ناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره سنجیده ګامونه اخلي.

پخپل یو بیان کې هغه ویلي پاکستان د ایف ای ټي ایف په 27 نکتو کې په 24 نکتو بشپړ عمل کړی دی اؤ د راتلونکي جون میاشتې پورې به په پاتې نکتو هم عمل درامد باوري کړي.

د زیارت په ورځ فرانس کې دایف ای ټي ایف غونډه کې پرېکړه شوې چې دپاکستان نوم به راتلونکو څلورو میاشتو پورې د خړ نوم لړ څخه تر هغې نه ویستل کیږي ترڅو چې یې د ددې ادارې لخوا په ورسپارل شوؤ 27ؤ نکتو بشپړ عمل نه وي کړی.

ایف ای ټي ایف ویلي چې پاکستان کې قانون پځائ کوونکې ادارې به په عمل کې ښایي چې د ترهګرو ډلو مالي سرچینې یې وچې کړي اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخه یې هم په بشپړ ډول نیولې ده.

ایف ای ټی ایف وایي چې پاکستان ته به دا هم ښودل وي چې دترهګرو سره دمالي مرستو دجرمونو په تور یې کوم کسان نیولي هغوئ ته په دغو جرمونو سزاګانې هم ورکړل شوي دي.

همدا شان دغه ادارې ویلي پاکستان ته به په هغه ترهګرو ډلو اؤ کسانو مالي بندیزونه لګول وي چې ملګرو ملتونو دترهګرو نوملړ کې شامل کړي دي.

دپاکستان دصعنتونو مرکزي وزیر حماد اظهر د جمعې په ورځ اسلام اباد کې رسنیو ته ویلي چې پاکستان ته دتاریخ تر ټول سخت کاریز پلان ورکړل شوی دی.

هغه دعوه کړې ده چې د ایف ای ټي ایف تور نوملړ ته دپاکستان د ورګډیدو ګواښ پشا شوی دی.

هغه ویلي پاکستان به دجون تر میاشتې د ایف ای ټي ایف په ټولو 27 نکتو بشپړ عمل کولو کې بریالی شي.

وتلی پاکستانی خبریال مهتاب حیدر وایي پاکستان دترهګرۍ دمخنیوي قانون جوړ کړی خو تر څو چې یې ددغه قانون په اساس دترهګرۍ په مالي مرستو کې ککړو کسانو ته سزاګانې ورکول نه وي باوري کړې نو ترهغې ګرانه ده چې پاکستان دایف ای ټي ایف په 27واړو نکتو عمل بشپړ عمل وکړي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي ایف ای ټي ایف په ډاګه کړې ده چې کله پاکستان په ورسپارل شوؤ27 نکتو بشپړ عمل وکړي نو بیا به ایف ای ټي ایف دلته د نزدې نه دا خبره و ارزوي چې دپاکستان لخوا اخستل شوي ګامونه څومره دائمي دي؟

نوموړی وایي ایف ای ټي ایف به ددې خبرې جائزه اخلي چې چرته داسې خو نه ده چې پاکستان ترهګرۍ سره دتړلو خلکو په ضد عارضي ګامونه اخستي اؤ سزاګانې یې ورکړي دي؟

دپاکستان نوم دکال 2018م راهسې دایف ای ټي ایف په خړ نوملړ کې شامل دی اؤ څېړنیز رپورټونه ښایي چې پاکستان ته له دې امله 38 اربه ډالره زیان اوښتی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG