لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ آر ډبلیو: د شام دوه میلینه بې کوره شوي ماشومان سکولونو ته نه ځي


واشنګټن ـــ په شام کې د ډېرو بې ځایه شویو کورنیو ماشومان اکثر په کمو پیسو د دې لپاره ډېر له خطره ډک کارونه کوي چې ژوندي پاتې شي ځکه چې د دوی له کورنیو سره حکومت او مرستندویې ادارې هیڅ مرستې نه کوي.

د شام په ادلب سیمه کې بې کوره شوي کډوال د لنډې مودې په خېمه ډوله کورونو کې د ګند او خځلو د یو امبار او ډېران په منځ کې ژوند کوي.

دغه کورنۍ په ګند او خځلو کې هغه شیان ټولوي او خرڅوي چې د بیرته رغېدو او کارولو وړ وي او په همدې د ورځني‌ ژوند ګوزاره کوي. په دغو کارکوونکو کې اکثر یې ماشومان دي. حسن قادر الحمدي دوولس کلن کارګر ماشوم وایي:

"زه د خپل کار لپاره د پلاسټیک کڅوړې ټولوم. زه سهار له کوره وځم او د شپې را ستنېږم. زه خپلو خویندو وروڼو ته خوراک او ډوډۍ راوړم".

د حسن مور مهدیه الحماد- چې اته اولادونه لري- وایي ډېر ارمان لري چې خپل اولادونه یې د کار پر ځای سکول ته لېږلای شوای، خو وایي د خپلې کورنۍ لپاره بله داسې لار نه ویني چې د ډوډۍ لپاره د اړتیا وړ پیسې ولري:

"ښکاره خبره ده، دا کار خو به د دوی ټول راتلونکی اغېزمن کړي چې دوی سکول ته نه ځي او تعلیم نه کوي".

ادلب د شام تر لس کلنې کورنۍ جګړې وروسته وروستی ښار دی چې لا د حکومت د مخالفینو په منګولو کې دی.

د دې ښار شاوخوا لس لکه کسانو خپل کورونه پرېیښي کډه شوي دي او ډېر یې بې کوره او د جګړې د دواړو غاړو تر منځ ښکېل دي.

د دغو کډوالو کورنیو ځینې ماشومان ور څېرمه سکول ته هم ځي خو د سکول خو د سکول چلوونکي وایي ډېر ماشومان یا خو ناوخته ورځي یا هم د کار په خاطر وختي‌ رخصتېږي.

د دې سکول استاده مزن نایس وایي د ماشومان کار د لویانو د بې روزګارۍ سبب هم کېږي چې وایي له دې سره سیمه نوره هم له غربت سره مخ کېږي:

"کارګر ماشومان په ټولنه کې پر هر څه اغېز کوي او کله چې دوی ډېرېږي بې روزګاري هم ورسره زیاتېږي. د لویانو پر ځای چې څوک ماشومان په کار لګوي نو دوی ته لږ پیسې ورکوي".

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وایي اوس مهال د شام دوه میلینه یعنې شل لکه بې کوره شوي ماشومان سکولونو ته نه ځي.

د یوولس کلن علي الحمدي غوندې- چې له خپل ورور حسن سره یو ځای په د خلپلو او خځلو پر ډېران کار کوي- د ډېرو ماشومانو لپاره سکول ته تګ یو ډېر لرې خوب دی. یوولس کلن کارګر ماشوم علي الحمدي:

"کشکې زه سکول ته تلای شوای، دا به ډېر ښه وای، خو موږ کار کوو".

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسیف وایي، کېدای شي د کورونا وایرس له کبله په نړۍ کې په میلینونو نور ماشومان هم کارونو ته اړ شي. وایي څومره زیاته موده چې ماشومان له سکولونو بهر وي، دا به لږ امکان ولري چې بیرته سکولونو ته د ستنېدو موقع په لاس ورشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG