لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا ته د بجلۍ د ګرډ او ټرانسمېشن جوړولو اجازت ترلاسه شو


خېبرپښتونخوا ته د مرکزي حکومت لخوا اجازه ترلاسه شوې چې کولی شي چې د بجلۍ د پېداوار او ترسيل دپاره ټرانسمېشن او ګرډ د خپلې کمپنۍ جوړ کړي.

د پاکستان مرکزي حکومت د بجلۍ محکمې څو ورځې وړاندې د ځانګړي ټرانسمېشن او ګرډ سټېشن جوړولو باندې اعتراضونه راپورته کړي خو د خېبرپښتونخوا د ټرانسمېشن او ګرډ سسټم کمپنۍ مشر مقصود انور خان وايي پرون د جمعې په ورځ 26 فرورۍ مرکز صوبې ته اجازه ورکړې ده.

مقصود انور خان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، د خېبرپښتونخوا په چترال، سوات او مانسهره کوهستان کې صوبه کولی شي چې هلته د اوبو څخه بجلي جوړه کړي او موجوده د بجلۍ کوم مرکزي لاينونه چې دي هغه نه شي کولی چې په صوبه کې نوره بجلي جوړه شي موجوده لاينونه يې بيا نه شي برداشت کولی.

هغه وويل په چترال، سوات، مانسهره او کوهستان کې به د کال 2030، 2035 پورې په صوبه کې نزدې د 5000 مېګاواټه پورې بجلي جوړه شي.

هغه زياته کړه د بجلۍ د جوړېدو د مودې پورې به دوی خپل ټرانسمېشن او ګرډ جوړ کړي او جوړه کړې بجلي به سمبال کړي.

په صوبه کې جوړېدونکې بجلي به چرته خرڅ کيږي؟

دغه پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي وويل په لومړي پړاو کې دوی بجلي جوړوي او د هغې دپاره ټرانسمېشن او ګرډ جوړوي او چې کله دغه بجلي جوړه شي، اول به يې مرکز ته ورکوي او بيا په دوېم پړاو کې به دغه خبره کيږي چې دا بجلي به اول چرته خرڅ کيږي.

هغه وويل په صوبه کې به دومره بجلي جوړيږي چې هغه به د صوبې د خرڅ نه سېوا کيږي، لکه نوموړی وايي دا وخت خېبرپښتونخوا ته خواوشا 3000 مېګاواټه بجلي پکار ده نو بيا نوره ډېر بجلي جوړيږي.

د نوموړي په وېنا د هغه په نظر که په صوبه کې خپله بجلي خرڅ کيږي په ارزانه بيه به ترلاسه کيږي.

هغه وويل خېبرپښتونخوا اوس هم قومي ګرډ ته بجلي ورکوي او که نوره ډېره بجلي پېدا کړي دوی کولی شي چې افغانستان هم بجلي ورکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG