لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:دخاشقجي په معامله سعودي حکومت دانصاف ټولې تقاضې پوره کړي دي


دسعودي د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي د وژل کیدو په هکله د امریکا پر استخباراتي رپورټ پاکستان خپل غبرګون کې ویلي دسعودي حکومت دغه معامله کې د انصاف ټولې تقاضې سرته رسولي دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر پخپله یوه خبر پاڼه کې ویلي چې دسعودي حکومت دجمال خاشقجي وژنه کې ککړو کردارونو ته دسزا ورکولو دپاره ګامونه اخستي دي اؤ د انصاف دپاره چې کومه لاره اړینه وه هغه یې خپله کړې ده.

په ۲۰۱۸ کې استنبول کې د سعودي دکونسلګرۍ دننه د واشنګټن پوست د خبریال ۵۹ کلن جمال خاشقجي د وژلو او ټوټه کېدلو خبر نړۍ هک حېرانه کړې وه. د هغه جسد هېڅکله پیدا نشو.

اوړمه ورځ (جمعه)د امریکا استخباراتو کانګرس ته هغه پټ رپورټ ورکړی ؤ چې ښيي ولیعهد محمد بن سلمان ددغه قتل اجازه ورکړې وه.

دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر وایي، پاکستان د خبریال خاشقجي وژنه کې دککړو کردارونو په سزا رسولو دپاره دسعودي دهڅو پخلی اؤ سعودي سره د بشپړ یووالي څرګندؤنه کوي.

د امریکا د خزانې وزارت په هغو سعودي چارواکو باندې بندیزونه لګولي چې د خاشقجي په وژنه کې په مستقیمه توګه ککړ وو.

د خاشقجي په نامه د دغه بندیز له مخې، په ۷۶ سعودي چارواکو باندې هم د امریکا د وېزو بندیزونه لګېدلي.

د سعودي حکومت په یو ټویټ کې په کلکه د راپور پایلې رد کړي او ویلي یې دي، چې په یاد جرم کې ښکېلو کسانو ته وختي سزا ورکړل شوې.

د بشري حقونو فعالانو ددې راپور د خپرېدو هرکلی کړی خو ویلې یې دي چې دوی غواړي خپله له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم حساب وشي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG