لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دچترال د غرونو نه رارغړیدلی ژوبل پړانګ علاج دپاره پېښور ته رسول شوی


د خیبر پښتونخوا چترال ضلعې کې ځایي خلکو واورینو غرونو کې اوسیدونکی ژوبل پړانګ پرانګ نیولی اؤ دځنګلي ژوند دساتنې محکمې دغه پړانګ دعلاج دپاره د پیښور ژوبڼ ته رسولی دی.

د خېبر پښتونخوا دځنګلي ژوند دساتنې د ادارې چارواکي وایي په واؤرو کې ژوند کوونکی دا پړانګ په چترال کې دیو غره څخه رارغړیدلی اؤ ژوبل شوی دی.

په ژوبل حالت کې دغه پړانګ دچترال ځایي خلکو نیولی اؤ بیا یې سرکاري محکمې ته سپارلی دی چې هغوئ دعلاج دپاره په سمدستي توګه د پېښور ژوبڼ ته رسولی دی.

دپېښور په ژوبڼ کې د ژوبل پړانګ درملنه روانه ده خو چارواکي وایي هغه ډیر زیات ژوبل شوی اؤ وروستیو پښو یې حرکت پرېښودلی دی نو ځکه یې د ژوندي پاتې کیدو احتمال ډیر کم دی.
د ځناورو ډاکټر سید معصوم علي ددغه پړانګ د معاینې نه وروسته وي او ای ډیوه ته ویلي داسې ښکاري پړانګ د ښکار په وخت لس ورځې وړاندې ژوبل شوی دی

هغه وایي "د خوراک څښاک نه کولو په وجه دا ژوبل پړانګ ډیرکمزوری شوی دی. خو مونږ ورته د طاقت ستنې ولګولې، درملنه یې روانه ده"

پېښور کې میشت خبریال محمد نعمان وایي هر څو که د ژوبل پړانګ د ژوند د ژغورنې هڅې روانې دي خو دلته دې لړ کې اسانتیاوې ډیرې کمې دي.

پړانګان د ځنګلي ژوند نړیوالو ادارو هاغو ځناورو کې شمیر کړي دي کوم چې نړۍ کې په کمیدو دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG