لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيند حکومت: نيم ماشومان به سکولونو ته ځي، مرکزي حکومت وايي ټول به ځي


د پاکستان د سيند صوبې حکومت ویلي، سکولونو ته د ماشومانو د تګ په اړه خپله مخکنۍ پرېکړه په ځای ساتي او سکولونو ته به 50 فيصده ماشومان ځي، خو بل لور ته مرکزي حکومت ويلي نن د مارچ د لومړۍ نېټې څخه به ټول ماشومانو سکولونو ته ځي.

د سيند صوبې د تعليم وزير سعيدغني د اتوار/ پکشنبې په ورځ (28 فرورۍ) ویلي کرونا کمه شوې خو ختمه شوې نه ده.

هغه ويلي د تعليم د مرکزي وزير(شفقت) محمود په دغه دليل نه پوهیږي چې ویلي يې دي ټول 100 فیصده ماشومان به سکولونو ته ځي او د کرونا په اړه احتياطي تدابير به عملي کوي.

د سعيد غني په خبره په سکولونو کې د ټولو ماشومانو په موجودګۍ کې د کرونا څخه ټول احتياطي تدابير عملي کول ګران دي ځکه په سيند صوبه کې به نيم ماشومان 50 فیصده ماشومان سکولونو ته ځي.

د تعليم مرکزي وزیر شفقت محمود په 25 فرورۍ په ټویټر ویلي وو د لمړي مارچ څخه به پينځه ورځې ټول کلاسونه د معمول ترمخه روان شي، د کرونا له امله چې په ځينې غټو ښارونو کې په سکولونو کې په کلاسونو بندېز وو هغه به په 28 فرورۍ ختم شي.

په کراچۍ کې شخصي سکولونو دوه ورځې د ماشومانو کورونو پېغامونه استولي چې د لمړي مارچ څخه به ټول ماشومان سکولونو ته حاضريږي خو پرون د سعيدغني د اعلان وروسته بيا سکولونو ماشومانو ته د نيمې شمېرې د حاضرېدو ويلي دي.

په کراچۍ کې د شخصي سکولونو ځينې اتحاديو ويلي د مرکزي حکومت پرېکړه به مني خو د سيند حکومت چارواکو ويلي که د صوبې حکم چا هم ونه منلو پرضد به يې قانوني چلند کولی شي.

له دې وړاندې د تعليم مرکزي وزیر شفقت محمود په 15م جنورۍ په خبري غونډه کې د تعليمي ادارو د پرانستو نېټې اعلان کړې وې او ويلي يې وو

د لومړي ټولګي نه تر اتم ټولګي پورې کلاسونو پېل کېدو دپاره د فرورۍ لمړۍ نېټه، د نهم ټولګي نه تر 12 ټولګي پورې کلاسونو دپاره 18م جنورۍ او د لوړ زده کړو د کمېشن [اېچ اېس سي] لاندې نورې تعليمي ادارې او پوهنتونونه پرانستو دپاره لومړۍ فرورۍ ټاکل شوې ده.

له دغې وروسته سکولونو ته نيم ماشومان لېږل کېده او نيم به نه لېږل کېده چې ګڼه نه جوړيږي.

په پاکستان کې سکولونو ته د ټولو ماشومانو د لېږلو اعلان په داسې حال کې شوی چې په ملک کې د کرونا وايرس څخه تراوسه پورې 12زره 896 تنه مړه شوي او مرکزي حکومت د 15 مارچ څخه اعلان کړی چې د دې وبا څخه کوم بندېزونه لګول شوي هغه ټول لرې کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG