لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: کاروباريانو د بدامنۍ له امله احتجاجا د ميرعلي بازار تړلی


د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان کاروباریانو د ضلعې دوېم غټ ښارګوټي ميرعلي مرکزي بازار تړلی او د دغه لارې يې احتجاج کړی چې په علاقه کې د بدامنۍ مخنيوي وشي.

بل لور ته په ټانک کې بېټنو او مسيدو هم احتجاجي مظاهرې کړي او غوښتي يې دي چې په سيمه کې په راه نجات عملياتو کې دوی ته کوم تاوان اوښتی د هغې معاوضه دې ورته ورکړی شي.

په شمالي وزیرستان کې د احتجاج په توګه د ميرعلي د مرکزي بازار تړلو په اړه کاروباريان وايي، د ضرب عضب نه وړاندې د بدامنۍ له امله يې کاروبار اغېزمن وو او بيا په ضرب عضب کې هر څه د مينځه لاړه کاروبارونه ختم شو او وروسته چې دوی بيا په قرضونو دغه بازار او ځان ته دوکانونه اباد کړه خو په وروستيو کې په علاقه کې بیا بدامنۍ د دوی کاروبارونه په ټپه ودرولي دي.

د میرعلي بازار د دوکاندارانو د کمېټۍ يو غړي شفقت داوړ وايي، په قرضونو يې دوکانونو ته سامانونه راوړلي،او په وروستيو کې چې د بدامنۍ څومره پېښې وشوې د هغې وروسته کاروبار بيخې د نشت برابر شوی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل دغلته که د بدامنۍ هر ډول پېښه کيږي امنيتي ځواکونه راځي عمليات کوي خلک نيسي، سخته ويره خوره ده د هغې نېغ اثر په کاروبار دی.

هغه وويل ځکه یې نن د ګل/دوشنبې په ورځ احتجاجا بازار بند کړی دی.

د سيمې نه ملک جلال چې د شمالي وزيرستان دطبي عملې د اتحاديې او سرکاري نوکرانو مشري کوي وايي په علاقه په وروستیو کې د څلور ښځو د وژلو پېښې، او په بيا په رڼا ورځ د سرکاري نوکرانو تښتونې وشوې او بيا امنیتي ځواکونو د میرعلي بازار څخه دوه د طبي عملې غړي نيولي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، که کوم سرکاري نوکر په کومه پېښه کې مطلوب يا مشکوک ککړ وي بايد اداره پرې خبر کړی شي د هغې لارې دې قانونی کارروايي وشي نه چې د بازار څخه کسان اوچتول کيږي.

هغه وويل د دغه ډول عملياتو نه، نه يواځې په دوی او بازار بدې اغېزې کيږي بلکې په سيمه کې د پوليو کارکوونکي او د کرونا سره د نورو طبي خدماتو لړۍ هم اغېزمنېدی شي.

هغه زياته کړه دوی غواړي چې د سرکاري ادارو د خلکو پرضد عمليات دې د ادارې د لارې په قانوني توګه وشي او دوېمه دا چې دوی ته دې تحفظ ورکړی شي کنه دوی بيا په ټول شمالي وزیرستان کې په خپل لاس هر څه احتجاجا وتړي.

امنیتي ځواکونو يا پوځ د کاروباريانو د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي خو يو پوليس افسر د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډیوه ته وويل چې احتجاج روان دی پولیس یې د تحفظ دپاره موجود دي.

هغه وويل پوليسو څوک نه دي نيولي پوځ دوه تنه نيولي وو چې پکې يو خوشی شوی هم دی.

بل لور ته په ټانک کې د جنوبي وزيرستان مسیدو او د جنډولې بېټني قوم بيلي بيلي احتجاجي مظاهرې کړي چې په علاقه کې په کال 2009م کې د راه نجات په نوم کوم پوځي عمليات شوي وو دوی ته پکې غټ تاوانونه اوښتي وو.

مسيد وايي په علاقه کې د شوې سروی ترمخه دې د دوی سره مالي مرستې وشي او بېټني وايي د دوی په علاقه کې دې سروی وشي او بيا دې ورسره مالي مرستې وشي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG