لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: د صحت دوه کار کوونکي د ويکسين لګولو باوجود په کرونا اخته شوي


د پاکستان د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې د صحت دوه کار کوونکي د چين جوړ د کرونا ضد ويکسين (ساينو فام) لګولو باوجود په کرونا وايرس اخته شوي دي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه د لاهور په ميو روغتون کې د صحت دوه کار کوونکو چې ښځه خاوند دي په څلورمه فرورۍ ورته د چين څخه راغلو ساينو فام ويکسين لومړی ډوز شوی خو درې اوونۍ وروسته چې د دوی بيا د کرونا معاينه/ ټېسټ شوی، په دوی کې کرونا وايرس تاييد شوي دي.

پاکستان ته چين پينځه لکه (ساينوفام) ويکسين ډالۍ کړي کوم چې د فرورۍ په لومړۍ نېټه رارسېدلي وو.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي وو په لومړي پړاو کې به ويکسين طبي عملې ته او بيا به د پاخه عمر خلکو ته لګولی شي.

په پاکستان کې د ډاکټرانو د اتحاديې جنرل سيکرټري ډاکټر قېصر سجاد وايي، که د کرونا ضد هر ويکسين ولګول شي د هغې دا مطلب نه دی چې بيا به چاته کرونا نه کيږي يا دې دغه تن احتياط کول پرېږدي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ډاکټر قېصرسجاد وويل، "د ويکسين لګولو وروسته هم تاته کرونا کېدی شي ځکه دوی بيا بيا وايي که چاته ويکسين لګول شوي وي نو بیا دې هم احتياط کوي ځکه چې دا نوي وايرس دي د دې ډېر څيزونه مالوم شوي او ډېر لا اوس هم نه دي مالومول شوي".

نوموړي زياته کړه چرته چې ويکسين جوړ شوي ويکسين جوړوونکو ځينو پکې د دې ويکسينو په اړه ويلي چې 90 فيصده کار کوي ځينو د 80 فیصده او ځينو نورې دعوې کړي دي، خو اصل مالومات به هغه وخت کيږي چې ويکسين ډېر ولګي او ډېر مالومات يې ترلاسه شي خو دا خبره په پام کې ساتل پکار دي چې ويکسين که د هرې کمپنۍ وي بايد چې ولګول شي.

پاکستان چې نزدې 220 ملينه ابادي لري د تير کال راهسې پکې تراوسه پورې 12زره 938 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې په پاکستان کې په کرونا وايرس د څار دولتي ادارې اين سي او سي ويلي وو په ملک کې د کرونا وايرس پېښې کمې شوي ځکه د کرونا له امله لګېدلي بندېزونه يې نور کم کړي دي.

اين سي او سي نوې لارښوونه جاري کړې چې پکې د کار ځايونو ته د نيمې پورې خلکو د تګ اجازه ورکړی شوې او ويل شوي وو چې د 15 مارچ نه به په هالونو کې ودونو، د سېنېماګانو پرانستو او مزارونو ته د تلو اجازت وي، خو ورسره دا هم ويل شوي وو بيا به هم په لسم مارچ د حالاتو جاج اخستلی شي.

مرکزي حکومت د لومړي مارچ څخه سکولونو ته د ټولو ماشومانو د تګ ویلي خو يواځې سيند صوبې يې مخالفت کړی او د 50 فيصده يا نيمو ماشومانو سکولونو ته د تلو اجازه يې ورکړې ده.

ډاکټر قېصر سجاد وايي د هغه په نظر حکومت لږه تادي کړې ده، هغه زياته کړه د کرونا د لومړۍ څپې په مهال چې په ملک کې د کرونا وايرس نه د اغېزمنو شمېرې لږې راکمې شوې وې بيا په بندېزونو کې نرمي شوې وه خو سمدست بيا د کرونا پېښې ډېرې زياتې شوې وې.

"هر ځه عادي حالت ته راوستل زما په خيال لږ خطرناک کېدی شي او ښايي مونږ (پاکستان) د کرونا د درېمې څپې سره مخ شي".

هغه وويل که پاکستان د کرونا د درېمې څپې سره مخامخ کيږي نو کېدی شي چې په پاکستان کې کرونا وايرس د ډېرې مودې پورې پاتې شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG