لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه: په شمالي او جنوبي وزيرستان کې پراخه امن راغلی


د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرل قمر جاوېد باجوه د نهې/ سه شنبې په ورځ (دوېم مارچ) د شمالي او جنوبي وزیرستان قبایلي ضلعو سفر کړی او ويلي يې دي په سيمه کې په پراخه کچه امن بيرته راغلی دی.

نوموړي دا سفر په داسې حال کې کړی چې په تیره میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د يوې غیر دولتي ادارې څلور ښځینه کارکونکې وژل شوې او شپږ کسان تښتول شوي او په جنوبي وزیرستان کې په يوه پېښه کې د ملېشې ځواک پینځه عسکر وژل شوي وواو د دغه پېښو وروسته ځايي خلکو د امنيت دپاره سختې احتجاجي مظاهرې کړې وې.

پوځ ویلي د پوځ سر لښکر ته د پولې د وضعيت په پرمختګ ، ثباتي عملياتو او ټولو اقتصادي پروژو ترڅنګ د سرحدي لارو ټرمینلونو پرانستلو په اړه حال احوال تیر کړی شوی دی.

د پوځ ویاندې ادارې ايي اېس پي ار ويلي، د پوځ سر لښکر ټوله ورځ په جنوبي وزیرستان کې د اسمان مانزا ،او شمالی وزیرستان په میرعلي کې د سرتیرو سره تیره کړې ده.

ويل شوي جنرل قمر جاوید باجوه د سیمې په وضعیت ډاډ ښکاره کړی او د پوځي‌افسرانو او ځوانانو جذبې یې ستایلي دي.

د پوځ سر لښکر ټینګار کړی چې پاکستان په سیمه کې امن او ثبات ته ژمن دی او د سرحد امنیت د پاره اېف سي ځواک او ليويز له لارې خپله برخه لوبوي.

په میرعلي کې د قومي مشرانو سره د خبرو مهال د پوځ سر لښکر د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د ځائي خلکو د ملاتړ او قربانیو څخه مننه کړې او ویلي يې دي په پراخهکچه دې سیمو ته امن بیرته راغلی دی.

هغه ويلي په سختۍ سره ترلاسه کړی امنيت د ځايي خلکو ، ملکي ادارو او ليويز په ګډه هڅو سره وساتل شي او وده به وکړي.

دپاکستان پوځي مشر جنرال قمرجاوید باجوه ویلي مونږ باید محتاط او ثابت پاتې شو چې د ګډوډۍ رامینځته کولو هڅې ناکامه کړو.

هغه ويلي د ردالفساد عملیاتو په مهال د ترهګرۍ په ضد عملياتو کې امنیتي ځواکونو او ولس ډېرې قربانۍ ورکړي دي.

د پاکستان پوځ دا څرګندونې په داسې حال کې کړی چې د فاټا ريسرچ سنټر د شمېرو ترمخه د روان کال یواځې د فرورۍ په مياشت کې په قبايلي ضلعو کې 26 بريدونه شوي چې پکې 15 عسکر وژل شوي او 13 ژوبل شوي دي.

او په فرورۍ کې په قبايلي ضلعو کې 17 تنه وژل شوي او 12 نور ژوبل شوي وو.

د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت په پخوانیو قبایلي سيمو کې د عملیاتو د کامیابۍ ادعاوې کوي خو وخت په وخت په قبایلي ضلعو کې په پاکستاني عسکرو دغه رنګ بریدونه ترسره کیږي. سره د دې په دغه سېمو کې هدفي وژنې هم کیږي چې ورسره د پاکستان د پوځ لخوا د عملیاتو په کامیابۍ او دغه سېمې د ترهګرو نه پاکولو په دعوو پوښتنې راولاړيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG