لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایا درېوؤ میاشتو کې به پاکستان دایف ای ټي ایف خړ نوملړ نه د وتلو جوګه شي؟


څېړونکي وایي د ترهګرۍ دمالي سرچینو وچولو اؤ په ناقانونه توګه دپیسو په لېږد دڅار نړیوالې ادار(ایف ای ټي ایف)چې د خړ نه نوملړ نه د وتلو دپاره پاکستان ته دکومو درېوؤ نکتو عملي کولو وینا کړې ده په هغې عمل دپاکستان دپاره دومره زر ممکن نه دی.

دڅېړونکو وینا ده چې د ایف ای ټي ایف په ۲۷ؤ نکتو یا سپارښتنو کې چې تر اوسه پاکستان ته په کومو درېوؤ نکتو عمل کول پاتې دي هغه دترهګرۍ مخنیوي،دترهګرو همکارانو ته سزاګانو ورکولو اؤ قانون سازۍ سره اړوند دي.

ایف ای ټي ایف تېره اوونۍ دپاکستان له لوري پاکستان ته دخپل لوري د ورکړل شوي ۲۷نکته ییز کاري پلان ارزؤنه کړې اؤ له هغې وروسته یې اعلان کړی چې دپاکستان نوم به د نورو څلور میاشتو دپاره هم خړ نوملړ کې شامل وي.

دغه نړیوالې ادارې په پاکستان ټینګار کړی چې د ایف ټي ایف لخوا ورسپارل شوؤ ۲۷ؤ سپارښتنو کې په هغو درېوؤ سپارښتنو هم زر تر زره عمل وکړي چې تر اوسه یې نه دي عملي کړي.

دپاکستان دپوځ پخواني جنرال اؤ د دفاعي چارو څيړنکار ښاغلي طلعت مسعود وي او ای ډيوه ته ویلي دایف ای ټي ایف دا پاتې درې سپارښتنې د ترهګرۍ مخ نيوي دپاره قانون سازۍ ، سزا ګانو او دترهګرو دمالي چینو وچولو سره تړاؤ لري.

دنوموړي په وينا پاکستان تر اوسه دایف ای ټي ایف د ۲۷نکته ییز کاري پلان په ۲۴ؤ نکتو عمل کړی خو اوس به ورته پاتې درې نکتې یا سپارښتنې هم عملي کول وي.

پاکستان دخزانې مرکزي وزارت وایي چې دجون میاشتې د وروستۍ نېټې څخه مخکې دترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د ناقانونه لېږد دڅار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف د 27 نکاتي کاريز پلان د پاتې درېوؤ سپارښتنو عملي کولو لپاره به په دوؤ څيزونو لږ تر لږه دوه نور قوانین جوړول وي.

د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه دپېسو د غېرقانوني لېږد د مخنیوي په اړه دقامي انتظامي کمېټۍ په غونډه کې ددې خبرې مشاهده شوې چې پاکستان د فنانشنل ټاسک فورس د شرطونو پوره کولو لپاره د۳۵ؤ نه بره قوانینو کې بدلون راوستی دی خو په پاتې درېوؤ سپارښتنو د عمل لپاره په نورو دوو قوانینو کې هم د بدلون ضرورت دی.

راپورونه وايي چې حکومت له به د ایف ای ټي ایف د اندېښنو لرې کولو لپاره په پورته کړل شوؤ ګامونو او په دې اړوند د قانون سازۍ په هکله د شوي پرمختګ په بابله خپل رپورټ په يوه مياشت کې دننه جمع کول وي.

طلعت مسعود وويل ” دا چې کومې راروانې درې مياشتې دي،دې کې به پاکستان له ډيره خواري او هڅه کول وي ،او ټولو ايحنسیو او ادارو له به خپلوکې همکارۍ او کومک کولو ته اړتيا وي"

دهغه په وینا "بله چې کومه خبره ډيره مهمه ده او پاکستان خپله پرې هم پوهيږي هغه دا ده چې ایف ای ټي ایف کومې غو ښتنې کوي په دې هر څه عمل کول او سرته کول خپله د پاکستان هم په ګټه ګنل کيږي“

دپاکستان حکومت دعوه کوي چې د ترهګرۍ دمالي سرچینو وچولو په لړ کې يي ډير داسې ګامونه پورته کړي چې موثره ثابت شوي،او پاکستان غواړي چې هر هغه ګام پورته کړي چې دترهګرۍ دمالي مرستو لار نیولی شي.

دپاکستان دپوځ یو بل پخوانی افسر اؤ دفاعي څېړونکی بريګډئیر (ريټايرډ) سيد نذير وايي پاکستان دایف ای ټي په ٨٥ فيصدي غوښتنو عمل کولو کې بريالی شوی خو دغه ١٥ فيصده غوښتنې بيا داسې دي چې قانون سازۍ سره تړلې دي.

د ډان اخبار په یو رپورټ کې ویل شوي چې په دې اضافي قانون سازۍ کې به دترهګرۍ د مالي سرچينو او پېسو د غېرقانوني لېږد د مخنیوي په موجوده ځاندره کې هغه کمزورۍ ختمول وي چې چارواکي دترهګرۍ په مالي مرستو کې د ککړو کسانو پرضد د قانوني ګامونو څخـه ودروي.

دې کې د بندیزونو ترڅنګ د ترهګرو لپاره د کارکونوکو نيول او هغه تنان او ادارې په هدف کول شامل دي چې د ترهګرۍ په مالي مرستو کې ککړې وي.

خو ډیوه سره خبرو کې بریګیډئیر سید نزیر ویلي دا وخت چې هيواد کې دمخالفو ګوندونو او حکومت تر منځه هم کړکييچ روان دی او بله دا چې د حکومت هم زيات پام د سينيټ ټاکنو ته دی نو داسې کې به په دومره لنډ ښودل شوي وخت کې ګرانه وي چې دايف ای ټي ايف په غوښتنو سل په سله عمل وکړل شي.

سید نزیر زیاتوي چې د وخت دکمي له امله دا امکان پيدا کيږي چې پاکستان به تر نورې اوږدې مودې هم دایف ای ټي ایف په خړ نوم لړ کې ساتلې کيګي

دايف ای ټي ايف له لوري دپاکستان نوم دجون ٢٠١٨م راهسې خړ نوملړ ته اچول شوی اؤ ورته ویل شوي چې دترهګرۍ دمالي سرچینو وچولو اؤ ناقانونه پیسو د لیږد مخنیوي دپاره باید د یادې ادارې لخوا ورسپارل شوې ۲۷ واړه نکتې د راتلونکي جون نه مخکې ټکي په ټکي عملي کړي.

دترهګرې د مالي مرستو او پېسو د ناقانونه لېږد دڅار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف په خپله وروستۍ غونډه کې پاکستان تر جون میاشتې په خړ فهرست کې پرځائ ساتلی او په پاتې درېوؤ سپارښتنو یې ورته د بشپړ عمل درامد وینا کړې ده.

XS
SM
MD
LG