لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دسینیټ ټاکنو کې د ورکړل شوؤ رائیو شمیرنه روانه ده


د پاکستان د سینټ د ۴۸ څوکیو څخه پہ ۳۷ څوکیو د ټاکنو عمل سرته رسېدلی اؤ دا مهال دغو ټاکنو کې د ورکړل شوؤ رائیو شمیرنه روانه ده.

حکومت اؤ مخالف ګوندونه دواړه دې ټاکنو کې خپل بریالیتوب ته هېله مندي ښایي.

د شورو په ورځ د اسلام آباد څخه دسینټ د دوؤ چوکیو ترڅنګ بلوچستان او خیبر پښتونخوا کي پر ۱۲، ۱۲ او سندهـ ایالت کې د سینټ پر ۱۱ؤ څوکیو د ۷۸ کاندیانو د پاره د قامې اسمبلۍ او صوبایی اسمیلیو غړو خپله رايې دپټ کاغذ له لارې و کارولې.

دې ټاکنو کې دپنجاب ۱۱ سینیټران پرته د څه مقابلې د وړاندې څخه غوره شوي.

په ترسره شوؤ ټاکنو کی تر ټولو مهمه مقابلہ د اسلام اباد څخه دمخالفو ګوندونو دائتلاف( پی ډی ایم )دکاندید پخواني وزیر اعظم یوسف رضا ګیلانی او د واکمن ګوند دکاندید ډاکټر عبد الحفیظ شیخ تر مینځ شوې ده.

حکومتي سنیټر فیصل جاوید د مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي نن چې مخالفو ګوندو ځومره هم هڅې وکړې خو ګټه به د تحریک انصاف وي.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري ویلې پي ډي ایم کامیاب شوي او حکومت روان دی.

خپلو څرګندونو کې هغه ویلي د تحریک انصاف غړي دخپل حکومت څخه خفه دي اؤ دټاکنو د ځنډولو او دمخالفو کاندیدانو د نااهله کولو هځې شوي دي.

هغه ویلي دا هر څه ښکاره کوي چې حکومت اندیښمن دی او ټاکنې بائیلي.

خو د هیواد د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد بیا خبریالانو ته ویلي هغه ۱۲۰فیصدي باور دی چې ټاکنو کې به د تحریک انصاف ګوند کاندیدان بریالي کیږي.

دپښتونخوا ملي عوامي ګوند وتلي مشر اؤ پخواني سنیټر عثمان کاکړ په دغه ټاکنو کې د اسټیبلشمنټ د فشار ویری هم ځرګندې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG