لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسینیټ ټاکنو کې واکمن ګوند ته سخته ضربه،داسلام اباد مهمه څوکۍ ترې اپوزیشن وګټله


پاکستان کې دسینیټ په ۳۷څوکیو ترسره شوؤ‌ ټاکنو کې واکمن ګوند تحریک انصاف ته سخته ضربه رسېدلې اؤ دحکومت دپاره تر ټولو مهمه داسلام اباد څوکۍ دمخالفو ګوندونو دائتلاف پي‌ ډي ایم کاندید یوسف رضا ګیلاني ګټلې ده .

قامي اسمبلۍ کې د ښکاره اکثریت په لاس کې دلرلو باوجو دحکومتي کاندید عبدالحفیط شیخ لخوا الیکشن کې د ماتې خوړلو سره سم وزیراعظم عمران خان ته دپارلیمان ترلاسه باور دپوښتنو لاندې راغلی دی.

داپوزیشن ګوندونو مشرانو مریم نواز شریف اؤ‌ بلاول بوټو داسلام اباد عمومي څوکۍ ګټلو باندې خپل غبرګون کې ویلي وزیراعظم عمران خان سره نور اقتدار کې دپاتې کیدو جواز په لاس کې نه دی پاتې شوی خو حکومت اعلان کړی چې په دې څوکۍ دشوې ټاکنې پائیلې به چیلنیج کوي.

څېړونکي وایي دقامي اسمبلۍ زیاتو غړو داپوزیشن کاندید ته رایې ورکړي دي چې له دې معلومیږي وزیراعظم عمران خان پارلیمان کې اوس خپل اکثریت دلاسه ورکړی اؤ اپوزیشن ګوندونه څه وخت هم په هغه پارلیمان څخه یو ځل بیا د باور د رایې ترلاسه کولو غږ کولی شي.

حکومت اعلان کړی چې د اسلام اباد په څوکۍ دحکومتي ګوند کاندید یوازې په پینځوؤ ووټونو ماتې خوړلې ده اؤ په دې نشست ترسره شوؤ ټاکنو کې اووه رایې باطلې کرځول شوي نو ځکه حکومت به دا نتیجه چیلینج کوي.

د پاکستان د سینټ د ۴۸ څوکیو څخه پہ ۳۷ څوکیو د ټاکنو عمل دچهارشنبې په مادیګر پینځه بجې سرته رسېدلی اؤ دا مهال دترسره شوؤ ټاکنو پائیلې مخه ته راروانې دي .

ټاکنو کې د اسلام آباد څخه دسینټ د دوؤ چوکیو ترڅنګ بلوچستان او خیبر پښتونخوا کي پر ۱۲، ۱۲ او سندهـ ایالت کې د سینټ پر ۱۱ؤ څوکیو د ۷۸ کاندیانو د پاره د قامې اسمبلۍ او صوبایی اسمیلیو غړو خپله رايې دپټ کاغذ له لارې و کارولې ده.

دپنجاب ۱۱ سینیټران دې ټاکنو کې پرته د څه مقابلې د وړاندې څخه غوره شوي دي.

په ترسره شوؤ ټاکنو کی تر ټولو مهمه مقابلہ د اسلام اباد په عمومي څوکۍ دمخالفو ګوندونو دائتلاف( پی ډی ایم )دکاندید پخواني وزیر اعظم یوسف رضا ګیلانی او د واکمن ګوند دکاندید ډاکټر عبد الحفیظ شیخ تر مینځ شوې ده چې دغه دحساب وړ څوکۍ پکې دمخالفو ګوندونو کاندید پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني ګټلې ده

داسلام اباد په څوکۍ دشوؤ ټاکنو د پائیلو اعلانولو په مهال دټاکنو ستر مامور یا ریټرننګ افسر ویلي چې دقامي اسمبلۍ ۳۴۱ رائیو کې ۳۴۰ رایې کارول شوي چې دې کې دمخالفو ګوندونو دائتلاف کاندید یوسف رضا ګیلاني ۱۶۹ اؤ حکومتي کاندید عبدالحفیظ شیخ ۱۶۴ رایې ګټلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په قامي اسمبلۍ کې حکومت اؤ ائتلافیانو ته یې د۱۸۱ غړو اؤ دمخالفو ګوندونو ائتلاف پي ډي ایم د ۱۶۰ غړو ملاتړ ترلاسه ؤ.

هم اسلام اباد څخه د ښځو په ځانګړې څوکۍ دسینیټ ټاکنه کې د واکمن ګوند تحریک انصاف کاندیده فوزیه ارشد بریالۍ شوې ده.

داعلان کړل شوې نتیجې له مخې فوریه ارشد ۱۷۴ اؤ د مخالفو ګوندونو د ائتلاف کاندیدې فرزانه کوثر ۱۶۱ رایې ترلاسه کړي دي.

داسلام اباد څخه دسینیټ دعمومي څوکۍ د نتیجې مخې ته د راتلو سره سم د مخالف ګوند مسلم لیګ نواز مرستیالې مشرې مریم نواز په وزیراعظم عمران خان غږ کړی چې نور باید داقتدار څخه لاسونه واخلي ځکه چې اوس هغه په واک کې دپاتې کیدو هیڅ جواز په لاس کې نه لري.

په پاکستاني رسنیو د هیواد وتلو خبریالانو اؤ څېړنکارو احتمال ښودلی چې دا دعمران خان حکومت دپاره یوه ستره ماتې ده اؤ اوس څه وخت هم اپوزیشن ډلې په عمران خان غږ کولی شي چې هغه باید بیا دسره پارلیمان څخه د باور رایې ترلاسه کړي.

خیبر پښتونخوا کې په پارلیماني چارو نظر لرونکی خبریال یاسر حسین وایي د اسلام اباد څوکۍ حکومت دپاره ددې ټول الیکشن څخه ځکه زیاته مهمه وه چې اپوزیشن ګوندونو د وړاندې نه دعوه کړې وه چې اوس دعمران خان دخپل ګوند غړو هم دهغه دمرستې نه لاس راخکلي دي .

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي چې دپاکستان دسینیټ دالیکشن په تاریخ کې دا تر ټولو حیرانوونکې نتیجه ده ځکه چې چا سره اکثریت په لاس کې ؤ هغه ټولټاکنو کې پاتې راغلو اؤ چاچې پارلیمان کې کمې رایې لرلې هغه زیاتې رایې ګټلې دي.

ښاغلی حسین وایي اوس له دې وروسته څه وخت هم مخالف ګوندونه په حکومت دخپل فشار سیوا کولو دپاره په وزیراعظم عمران خان غږ کولی شي چې باید پارلیمان څخه سر دوباره د باور رایې ترلاسه کړي.

خو اسلام اباد کې میشت وتلی خبریال حامد میر وایي چې حکومت به داسلام اباد دعمومي څوکۍ پائیلو منلو ته په ډيره سخته غاړه ږدي.

هغه وایي اوس به ارو مرو حکومت چیړ اچوي چې دې ټاکنو کې ټګي شوې ده، رایې په پیسو اخستل شوي اؤ اووه رایې باطلې هم ګرځول شوي دي.

دپاکستان پیپلز ګوند لخوا د یوسف رضا ګیلاني په ګټه ګرد هیواد کې جشنونه نمانځل کیږي اؤ دپيپلز ګوند مشر بلاول بوټو په ټوئتر دخپلې مور اؤ‌ پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو دخولې دا جمله لیکلې چې" جمهوریت غوره انتقام دی"

دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان هم په وزیراعظم عمران خان دخپلې څوکۍ دپرېښودو غږ کړی اؤ ویلي یې دي چې دا په اصل کې د جمهوریت ګټه ده.

په عین حال کې د وزیراعظم دسیاسي چارو ځانګړي معاون اؤ حکومتي ویاند ښاغلي شهباز ګل اعلان کړی چې حکومت به د اسلام اباد د څوکۍ پائیلې یا نتیجه چیلینج کوي.

هغه په خپله ټوئټر پاڼه لیکلي چې داسلام اباد په عمومي څوکۍ شوې ټاکنه کې اووه رایې باطل ګرځول شوي اؤ یوسف رضا ګیلاني یوازې پینځه رایې زیاتې ګټلې دي ځکه به حکومت دا نتیجه چیلینج کوي.

خېبر پښتونخوا

خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې هم د سینیټ د ۱۲ څوکیو باندې رایې اچول شوي چې شمیره یې روانه ده اؤ تر اوسه پکې د پي‌ ټي ایي دپینځوؤ کاندیدانو شبلي فراز په عمومي څوکۍ ، دثانیه نشر په ښځينه څوکۍ، فک ناز په ښځينه څوکۍ، دوست محمد مسید دتیکنو کریټ په څوکۍ اؤ محمد همایون خان دټیکنو کریټ په څوکۍ دکامیابۍ نتیجې مخې ته راغلي دي.

همدا شان د عوامي نیشنل ګوند کاندید هدایت الله خان هم خېبر پښتونخوا څخه دسینیټ څوکۍ ګټلو کې بریالی شوی دی.

دپیپلز ګوند وتلی مشر فرحت الله بابر هم د خیبر پښتونخوا څخه دسینیټ ټاکنو ته کاندید ؤ خو پاکستاني رسنۍ وایي چې هغه په خپله څوکۍ ګټلو کې پاتې راغلی دی

بلوچستان

بلوچستان کې هم په ۱۲ څوکیو ټاکنې شوي چې تراوسه پکې عبدالقادر (ازاد کاندید) عبدالغفور حیدري دجمعیت علماء اسلام،ارباب عمر فاروق دعوامي نیشنل ګوند،سرفراز بګټي دبلوچستان عوامي ګوند، پرنس احمد عمر احمد زئ دبلوچستان عوامي ګوند،نسیمه احسان (بې پلوه کاندیده)اؤ ثمینه ممتاز د بلوچستان عوامي ګوند بریالي ګرځول شوي.

سندهـ

په سندهـ ایالت کې په ۱۱ څوکیو کې په شوؤ ټاکنو کې د اوو نتیجې مخې ته راغلي چې دهغې له مخې دپیپلز ګوند سلیم مانډوي،شیري رحمان،تاج حیدر،پلوشه خان،فاروق ایچ نائیک،د ایم کیو ایم خالده اطیب اؤ دپي‌ ټي ایي سیف الله ابرو دغو ټاکنو کې ګټه ترلاسه کړې ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG