لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سپرليګ شپږم د کرونا له امله ودرول شو


د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړو چې د پاکستان سپر ليګ شپږم سيالۍ د کرونا وبا له امله ودرول شوې ځکه چې د لوبغاړو په ګډون اووه تنه په کرونا وايرس اخته شوي دي.

د پاکستان سپر ليګ شپږم په وېب پاڼه نن د زيارت/پنجشنبې په ورځ (څلورم مارچ) خپور شوي خبر کې ويل شوي چې د پاکستان کرکټ بورډ چارواکو او د لوبډلو مالکانوان لاين ناسته کړې او په سمدستي ډول يې د پي اېس اېل شپږم ودرولو اعلان وکړو.

ويل شوي دا پرېکړه د کرونا د پېښو مخې ته راتلو وروسته وشوه خو دا چې په کرونا وايرس څوک څوک اخته شوي په سمدستي ډول دغه تفصيل نه دی ويل شوی.

په بل خبر کې ویل شوي چې پاکستان کرکټ بورډ تاييدوي چې د دوه لوبډلو په نورو درېو لوبغاړو کې کرونا وايرس مالوم شوي دي او دا درې واړه لوبغاړي د لسو ورځو دپاره جدا کړی شوي دي.

چارواکو ویلي د پي اېس اېل د راتلونکې او د کرکټ بورډ د نورو پرېکړو په اړه نن په درې بجې خبري غونډه کوي.

پاکستان سپرليګ شپږم په 20 فرورۍ پېل شوي چې تراوسه پورې پکې 14 سيالۍ ترسره شوي دي.

د ګل په ورځ د اسلام اباد يونايټډ او کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلو ترمنځ سيالۍ په يو لوبغاړي کې د کرونا مالومېدو له امله ځنډول شوې وه.

په پي اېس اېل شپږم کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډي اېټرز، اسلام اباد يونايټډ، لاهور قلندرز، ملتان سلطان او کراچۍ کنګز لوبډلې برخه اخلي.

په پي اېس اېل کې د پاکستاني لوبغاړو سره بهرني لوبغاړي هم لوبيږي چې پکې د افغانستان لوبغاړي هم شامل دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG