لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې کرونا وايرس نور 64 تنه مړه کړي، حکومت په بندېزونو کې نرمي کوي


په پاکستان کې د تيرو دوه ورځو راهسې د کرونا څخه د مړو شمېره په داسې حال کې سېوا شوې چې په ملک کې تعليمي ادارې ټولې پرانستل شوي او حکومت وايي د 15 مارچ څخه د روزګار ځايونو ته د ټولو خلک تګ، سنېماګانې او نور بند کړی شوي ځايونه پرانيزي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تير شوا روز (درېم مارچ) په ملک کې د کرونا څخه نور 64 کسان مړه شوي او په نورو 1519 کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

په ملک کې د کرونا څخه د مړو ټوله شمېره 13زره 76 ته رسېدلې او په پينځه لکه85زره 435 کسانو کې دکرونا وايرس مالوم شوي خو ورسره ويل شوي چې پينځه لکه 55زره 242 ترې ښه شوي هم دي.

په دوېم مارچ په ملک کې د کرونا څخه 75 کسان مړه شوي وو.

حکومتي چارواکي وايي په ملک کې د کرونا شمېرې په کمېدو شوي ځکه اعلان شوی چې د 15 مارچ څخه به د کرونا له امله په لګېدلو بندېزونو کې نوره نرمي وکړی شي.

خو د مردان په ضلعي روغتون کې ډاکټر فهد اقبال وايي، کال 2021 د کرونا ضدويکسينو لګولو کال دی بايد خلکو ته ويکسين وشي او که يو کېس هم په ملک کې موجود وي نو خطره به شتون لري.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، که خلکو ته ويکسين ولګي نو دا خطر کمېدی شي خو که داسې ونه شي نو بيا هغه خلک چې د کرونا څخه زیات اغېزمندی شي د هغو دپاره خطر زيات دی.

هغه زياته کړه که د ويکسينو لګولو وروسته که ټول بندېزونه ختم کړی شي نو خطر به يو څه کم وي.

خو بل لور ته در ې ورځې وړاندې په لاهور کې د صحت په دوه کار کوونکو کې له هغې وروسته کرونا وايرس مالوم شوي چې د چين څخه راغلي ساينو فام ويکسينو لومړی ډوز ورته شوی وو.

په پاکستان کې د ډاکټرانو د اتحاديې جنرل سيکرټري ډاکټر قېصر سجاد ويلي ، که د کرونا ضد هر ويکسين ولګول شي د هغې دا مطلب نه دی چې بيا به چاته کرونا نه کيږي يا دې دغه تن احتياط کول پرېږدي.

د حکومت لخوا په بندېزونو کې د نرمۍ په اړه ډاکټر قېصر سجاد وي او اې ډيوه ته ويلي وو د هغه په نظر حکومت لږه تادي کړې ده ځکه چې د کرونا د لومړۍ څپې په مهال چې په ملک کې د کرونا وايرس نه د اغېزمنو شمېرې لږې راکمې شوې وې بيا په بندېزونو کې نرمي شوې وه خو سمدست بيا د کرونا پېښې ډېرې زياتې شوې وې.

ډاکټر کومل وايي بايد خلک اوس هم د کرونا څخه احتياط کوي، که څه هم د کرونا پېښې کمې شوي دي خو کرونا وایرس شتون لري او خلک يې ښکار کيږي.

هغې وويل پکار ده چې د صحت د نړیوالې ادارې په لارښوونو عمل وکړی شي خلک ځان او نور د دې وبا څخه وژغوري.

د پاکستان مرکزي حکومت د کرونا څخه سکولونو ته د ماشومانو د تلو په اړه اعلان کړی چې د لومړي مارچ نه به ټول ماشومان سکولونو ته ځي خو په څلورو واړو صوبو کې سيند صوبې ويلي وو په صوبه کې به 50 فيصده ماشومان د ورځې په سر سکولونو ته ځي خو په نورو صوبو کې د 100 فيصده ماشومانو سکولونو ته تلو لړۍ پېل شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG