لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنې هنرمندې وایي موجوده حالاتو دخپل هنر بقاء ته فکرمندې کړي دي


پښتنې سندرغاړې او هنرمندانې وایي چې دا وخت کومو ستونزو سره مخ دي نور کله ورسره داسې نه وې مخ شوې.

د تیرو څو کلونو راهسې یو شمیر سندغاړې وژل شوې او په ځینو بریدونه شوي دي. چې له امله یې ډیرې په فن پریښودو مجبوره شوې.

مشهوره سندرغاړې نازیه اقبال چې دتېرو څو کالو راهسې دپېښور نه لندن ته دخپلو اولادونو سره په کډه تللې اؤ هلته ژوند کوي،وایي ښځینه هنرمندانې یقیناً چې په موجوده حالاتو کې تر ټولو زیاتې ځپل شوي ځکه یو دپښتنې ټولنې عمومي ذهنیت اؤ بل په دې خاوره پیدا شوؤ حالاتو دهغوئ دپرمختګ مخه نیولې ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغې ویلي "که مونږ وګورو زمونږ ډیرې پښتنې سندرغاړې په نزدې وختونو کې وژل شوي،ډیرو د هنر نه لاس واخستو اؤ چې کومې دهنر په میدان کې دي هغوئ ته هم اوس هغه شان موقعې نشته چې پخپلو صلاحیتونو ځان په وړاندې بوځي"

نازیه اقبال وایي دپښتنو په خاوره روانو جنګونو یو خو هسې هم هنري فعالیتونو ته سخت زیان رسولی ؤ خو بیا ډیجټیل ایزیشن سره زمونږ وتلي هنرمندان نور هم وځپل شول

دهغې په وینا اوس خو هر څه په موبائیل اؤ کمپیوټر دي،کیسټې لاړې،دسټیج پروګرامونه نه کیږي،په ودونو ،ښادونو کې هم د ژوندۍ موسیقۍ پځائ اکثر خلک د ډي جی نه کار اخلي نو په داسې حال کې ګرانه ده چې یو فنکار دخپلې بقاء لارې ولټوي.

هغه وایي دکمپیوټر ټیکنالوجۍ زمونږ مشران فنکاران زیات اغیزمن کړي ځکه چې هغوئ سره هنر شته خو د ډيجټيل فورمونو په استعمال پکې زیاتره نه پوهیږي اؤ اوس خو چې یو هنرمند یا هنرمنده خپله نوې سندره جوړه کړي نو په ډيجیټل فورمونو یې ریلیز کوي.

هغې پخپلو خبرو کې د نوي کول په هنرمندانو هم غږ وکړو چې باید که سندرغاړي وي نو ځانونه دې تر سندرو محدود وساتي اؤ د سندرو سره دې ګډیدل پریږدي ځکه چې ګډیدل دسندرغاړي کار نه دی.

پېغلې پښتنې سندرغاړې دل راج ډیوه سره د خبرو په وخت وویل د زنانه و سندرغاړو ستونزې دنارینه و نه ځکه زیاتې دي چې هغوي ته خو بیا هم د موسیقۍ د تربیت زمینه برابر وي خو ښځینه سندرغاړو ته داسې موقعې کمې ترلاسه دي.

پېښور کې دښځینه هنرمندانو د اتحادیې مشره سعیده خان وایي موجوده وختونو کې زنانه هنرمندانې معاشي ستونزو سره مخ دي حکومت له پکار دي چې دوي سره مالي مرسته وکړي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغې ویلي که چرته حکومت دخیبر پښتونخوا هنرمندانو ته د هنري فعالیتونو موقعې برابر کړي،د استوګنې ستونزې یې ورهوارې کړي نو دوئ کولی شي چې دخپل کلتور په وده کې پراخه برخه واخلي.

پېغله سندرغاړې پري شهزاد هم وایي چې په موجوده حالاتو کې دپښتونخوا دننه د هنرمندانو په ځانګړي ډول دښځینه هنرمندانو ستونزو ته حکومت هیڅ پام نه دی ورګرځولی.

ډیوه سره خبرو کې هغې وویل دلته چې کوم حالات دي په هغې کې یوې ښځینه هنرمندې ته ډيره ګرانه ده چې خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دپري شهزاد په وینا ګوره دا خو هر چاته معلومه ده چې اوس هنرمندان یوازې دیوټیوب ګټې ته ناست دي، دسټیج ،ټي وي اؤ ریډیو پروګرامونه نشته ،سړي هنرمندان خو بیا هم هر واده اؤ محفل ته پروګرام له تللی شي خو جینۍ فنکارانې خو هر محفل ته نه شي تللی نو ښځې فنکارانې د ټولو نه زیاتې متاثره دي.

هغې وویل پکار ده چې حکومت دنوي کول فنکارانو د روزنې دپاره فني اکیډمۍ پرانزي،دکلتوري فعالیتونو تابیا وکړي ، سټیج ژوندی کړي اؤ نورو ملکونو ، صوبو اؤ ښارونو ته د فنکارانو د وفدونو دلیږلو پروګرام شروع کړي چې داشان ښځینه فنکارانو ته دخپل هنر دبقاء موقعې په لاس ورشي،

دخیبر پښتونخوا حکومت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د صوبې د هنرمندانو د ښیګړې لپاره به د شلو کروړو روپو انډومنټ فنډ پرانیزي.

دصوبې د لتور وزیر شوکت یوسفزۍ په دې وروستیو کې ویلي هېله ښکاره کړې وه چې ډیر زر به دا فنډ پرانیستی شي.

صوبایي حکومت دا اعلان وروسته له هغې کړی ؤ چې تېرکال د دسمبر میاشت کې دخیبر پښتونخوا هنرمندانو دپېښور پریس کلب مخې ته احتجاجي کمپ ولګولو اؤ وئ ویل هغوئ بې روزګارۍ اؤ دحکومت نه پاملرنې اجتماعي ځان وژنې ته اړ کړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG