لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصحت دنړېوالې ادارې 850 نه زیات دپولیو ورکران اسلام اباد کې په احتجاج بوخت دي


د صحت د نړیوالې ادارې ډبليو اېچ او شاوخوا 8500 دپوليو ضد کارکونکو احتجاج نن په درېمه ورځ هم په اسلام اباد کې ددغه ادارې مخې ته روان دی.

احتجاج کوونکي د ډبليو اېچ او څخه په خپلو نوکرو بحالي غواړي او وایي تر هغې به احتجاج ته دوام ورکوي تر څو چې یې غوښتنې نه وي منل شوې.

ډبليو اېچ او وايي دوئ چا ته هم پخه نوکري نه ورکوي او هڅه به کوي دغه کارکونکي بل چرته ځاې کړي.

دصحت دنړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او شاوخوا 8500 دپولیو ضد څاڅکو ورکوونکو کارمندان دتېرو درېوؤ ورځو راهسې اسلام اباد کې د ډبلیو ایچ او ددفتر مخې ته په احتجاج ناست دي.

دا احتجاج کوونکي د صحت دنړېوالې ادارې هغه کارمندان دي چې په ګرد هیواد کې یې د یونین کونسلونو په کچه دپولیو ضد کمپائن کې برخه لرله اؤ اوس ډبلیو ایچ او دا کارمندان د نوکریو څخه ګوښه کړي دي.

په احتجاج کې شریک د لکي مروت سیمې یو تن کارمند یاسر وي او ای ډیو سره خبرو کې وایي په احتجاج بوختو دې کارمندانو ددې قام دبچیو دپولیو په څېر خطرناکې ناغاروغۍ نه ژغورلو دپاره خپل ځانونه وقف کړي دي .

هغه وایي زمونږ ډیرو کارمندانو په دې دنده کې حتی خپل ژوند دلاسه ورکړی دی خو د ډبلیو ایچ او لخوا تر اوسه یوه روپۍ هم هغوئ ته نه ده ورکړل شوې.

ښاغلي یاسر زیاته کړه" زمونږ د دومره ډیرو قربانیو درناوی اؤ ستائنه پکار وه خو برعکس نن ډبلیو ایچ او مونږ له نوکریو ګوښه کوي چې دا زیاتی دی"

احتجاج کوونکي وایي چې دپولیو ضد کمپائن کې دوئ مهم کردار لوبولی اؤ باید دې کردار ته د درناوي په توګه دوئ ونازول شي نه چې له نوکریو ویستل شي.

هغوئ دریځ لري چې اوس هم دپاکستان څخه دپولیو وایرس په بشپړ ډول لا نه دی ختم شوي خو مطبوعات د صحت دنړیوالې ادارې دچارواکیو له خولې لیکي چې دوئ سره په پاکستان کې کارکوونکي عارضي دي اؤ چاته هم پخه نوکري نه ورکوي.

د ادارې چارواکي وایي ډبلیو ایچ او به هڅه کوي چې دغو کسانو ته په نورو څوکیو نوکري ورکړي.

د ژوب څخه ددې احتجاج یو بل برخه وال جاوید ډیوه ته وایي هغه دیادې دپاره ځپل ژوند په خطر کې اچولی اؤ خپله دنده یې ترسره کړې خو نن هغه هم له نوکرۍ ویستل شوی دی.

هغه وایي "دا نوکرۍ هیچا نه کولې،ما ورته غاړه کېښوده،هلته مې کار کولو ، زه بارډر نه هم واوړم ،قمردین بارډر کې زمونږ کسان کار کوي،قلعه سیف الله سره هم زمونږ دالبندین پوله لګیږي هلته هم زمونږ کسان کار کوي، هلته مونږ په ډیره سخته کې کار کړی دی"

دنوموړي به وینا هلته چا پولیو بیخي پېژنده هم نه اؤ هغه په په خلکو د پولیو ناروغي پېژندلې ده خو وایي نن چې هغه له نوکرۍ ویستل شوی نو پوښتنه کوي چې په کوم اساس ترې نوکري اخستل شوې ده؟

تر دې دمه دصحت دنړیوالې ادارې د چارواکیو اؤ په احتجاج د بوختو کسانو ترمنځ څو کرته مذاکرات شوي دي خو لا تر دې دمه یې کومه نتیجه ده ورکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG