لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داستعفا غوښتنه کې زور،عمران خان وایي بزدل نه یم مقابله به کووم


دسینیټ دټاکنو نه وروسته دپاکستان په وزیراعظم دمخالفو ګوندونو لخوا اقتدار نه دلاس پسر کېدو غوښتنې زور نیولی خو وزیراعظم عمران خان وایي هغه بزدله نه دی اؤ دمقابلې په چل پوهیږي.

د زیارت په ورځ پاکستان کې د سینیټ په ۳۷ څوکیو شوؤ ټاکنو کې دقامي اسمبلۍ په ووټونو جوړیدونکې داسلام اباد څخه تر ټولو مهمه څوکۍ دمخالفو ګوندونو دائتلاف پي‌ ډي ایم کاندید پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني ګټلې وه.

د واکمن ګوند لخوا په دې څوکۍ له ماتې وروسته دحکومت مخالفه ګوندونو مشران د وزیراعظم عمران خان نه غوښتنې کوي چې هغه سره اوس اقتدار کې دپاتې کیدو جواز ختم شوی نو ځکه باید واک پریږدي خو عمران خان پرېکړه کړې ده چې دقامي اسمبلۍ څخه به یو ځل بیا د باور رایه ترلاسه کوي.

د جمعې په ورځ دحکومتي مشرانو اؤ سنیټرانو یوې غوندې ته خپله وینا کې عمران خان ویلي “زه بزدل نه یم ،په مقابله کولو پوهیږم اؤ داقتدار له خاطره به کله هم غلی نه کښینم “

دپاکستاني رسنیو له مخې وزیراعظم ویلي هغه کله هم د عهدې دپاره خپل مقصد نه شي بدلولی ځکه چې نظام بدلول دهغه مقصد دی داپوزیشن لخوا کیدونکی دپیسو سیاست به خلکو ته بربنډوي.

هغه پخپل یو بل ویډیوي بیان کې ویلي که څوک یې دحکومت غورځېدو په خبرونو دبلیک میل کولو هڅه کوي نو بیا به هم دغلو اؤ ډاکوان رانیولو اؤ هغوئ ته دسزاګانو ورکولو نه لاس نه اخلي.

عمران خان دغلو اؤ ډاکوانو نسبت خپلو سیاسي مخالفو مشرانو ته کوي خو دغه مخالف مشران تور لګوي په تیرو ټولټاکنو کې دعمران اقتدار ته د رسؤلو دپاره پخپله د ولس اصل رایې غلا کړل شوي دي.

د زیارت په ورځ د واکمن ګوند لخوا اسلام اباد څخه دسینیټ دمهمې څوکۍ بائیلو وروسته دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري. دمسلم لیګ نواز ډلې مرستیالې مشرې مریم نواز، دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان، دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي اؤ یو شمیر نورو مشرانو په عمران خان غږ کړی چې په اقتدار کې دپاتې کیدو جواز یې دلاسه ورکړی اؤ نور باید د اقتدار څخه کوز شي.

د اپوزیشن ګوندونو ددې غوښتنې سره سم دهیواد خارجه وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې وزیراعظم عمران خان قامي اسمبلۍ څخه سر دوباره د باور د رایې ترلاسه کولو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان په ۱۰۰ کسیزه سېنټ کې دا وخت د مخالفو ګوندونو د غړو شمېر دا وخت ۵۳ او د واکمن ګوند او پلویانو شمېر یې ۴۷ څوکۍ په لاس کې دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG