لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په خېبرپښتونخوا کې د صحت د محکمې څومره کارکوونکي د کرونا ويکسين لګوي؟


په پاکستان کې د کرونا ضد ويکسينو لګولو لړۍ د روان کال د فرورۍ د دريمې نېټې نه پېل شوې چې پکې په لومړي پړاو کې د صحت کار کوونکو ته ويکسين لګول کيږي او په دويم پړاو کې ويل شوي د 60 کالو نه سېوا د پاخه عمر کسانو ته به ويکسين لګول کيږي.

خو د مردان د مرکزي روغتون ډاکټر فهد خان وايي د حکومت لخوا ورته د ورځې په حساب 115 د صحت کارکوونکو ته د ويکسين لګولو هدف ورکړل شوی خو دوي ته د 25 نه د 30 پورې د صحت د محکمې کارکوونکي ويکسينو لګولو له راځي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د ويکسينو د کمو لګېدو څو علتونه دي چې يو پکې د رجسټرېشن پېچلی عمل او بل يې د ويکسينو په اړه خورې شوې ناسمې اوازې يا افواګانې دي.

پاکستان ته د فرورۍ په لومړۍ نېټه چين پينځه لکه ويکسين ورکړي وو پاکستاني چارواکو ويلي وو چين ورته ويکسين ډالۍ کړي او ويل شوي وو.

خو پوهان وايي په ولسي کچ د پوليو ويکسينو په څېر د کرونا ويکسينو په اړه هم د خلکو ويکسينو لګولو ته تيارول،د بې اولادۍ او نورو بې بنياده معلوماتو خورېدو مخه نيول به ورته يو غټ چېلنج وي.

خو چې کومو د صحت کارکونکو ويکسين لګولي هغوی وايي دا يو محفوظ عمل دی او د دوی په بدن يي هيڅ قسمه اثرات نه دي ښکاره کړي.

د چارسدې روغتون ډاکټر اشفاق اتمانزی وايي هغه ته ويکسين لګېدلي او وايي خوشاله دی وايي که چاته ويکسين ولګي هم، بايد د کرونا څخه احتياط وکړي.

پوهان وايي په نړۍ کې ويکسين جوړوونکو ځينو د دې ويکسينو په اړه ويلي چې 90 فيصده کار کوي ځينو د 80 فیصده او ځينو نورې دعوې کړي دي، خو اصل مالومات به هغه وخت کيږي چې ويکسين ډېر ولګي او ډېر مالومات يې ترلاسه شي خو دا خبره په پام کې ساتل پکار دي چې ويکسين که د هرې کمپنۍ وي بايد چې ولګول شي.

څو ورځې وړاندې په لاهور کې د صحت په دوه کار کوونکو کې له هغې وروسته کرونا وايرس مالوم شوي چې د چين څخه راغلي ساينو فام ويکسينو لومړی ډوز ورته شوی وو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG