لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دچا خوشحالولو دپاره ائین اؤ قانون څخه نه شو تېریدلی،دعمران خان نېوکو ته دالیکشن کمیشن ځواب


دپاکستان دټولټاکنو کمیشن دسینیټ ترسره شوؤ ټاکنو نه وروسته د وزیراعظم عمران خان اؤ نورو حکومتي وزیرانو نېوکو باندې خفګان ښکاره کړی اؤ ویلي یې دي چې دټولټاکنو کمیشن دچا دخوشحالولو دپاره ائین اؤ قانون له پامه نه شي غورځولی.

تیره شپه وزیراعظم عمران خان قام ته خپله وینا کې دټولټاکنو په کمیشن کلکې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې دسینیټ ټاکنو کې د درغلیو دمخې نیولو دپاره یې خپل کردار نه دی ترسره کړی چې دا دجمهوریت په ضد عمل دی.

دعمران خان په دغو څرګندؤنو د غور کولو دپاره دجمعې په ورځ دټولټاکنو دکمیشن غونډه ددغه کمیشن دمشر یا چیف الیکشن کمشنر په مشرۍ شوې ده.

له غونډې وروسته کمیشن پخپله اعلامیه کې ویلي چې دسینیټ دټاکنو دپائیلو مخې ته له راتلو وروسته چې وزیراعظم اؤ دکابینې نورو غړو کومې څرګندونې کړي دهغې په اوریدو الیکشن کمیشن ته درد رسېدلی دی.

اعلامیه کې راغلي چې الیکشن کمیشن یوه خپلواکه ائیني اداره اؤ ائین اؤ قانون چې دڅه اجازه ورکوي هم هغه ددې ادارې معیار دی.

اعلامیه کې په ډاګه ویل شوي چې چې دچا خوشحالولو دپاره دټولټاکنو کمیشن ائین اؤ قانون له پامه نه شي غورځولی اؤ نه پکې بدلون کولی شي.

اعلامیه زیاتوي چې دټولټاکنو کمیشن دهر رقم فشار پرته دائین اؤ قانون په اساس خپلې پرېکړې کوي ترڅو پاکستان کې ولسي جمهوریت وده ومومي.

کمیشن ویلي دا خبره دحیرانۍ وړ ده چې په یوه ورځ هم د یو چت لاندې په یو ایوان کې هم دیوې عملې یا پرسونل په موچودیت کې چې کومه ټاکنه بائیلل شوې هغه نامنظوره ده اؤ چې کومه ګټل شوې هغه منظور ده ایا دا ډاګیز تضاد نه دی؟

اعلامیه کې ټینګار شوی چې هر ګوند اؤ فرد کې د ماتې منلو جذبه پکار ده اؤ که هم داسې د ادارو سپکاوی کولی شي نو دا به ددغو خلکو کمزوري وي نه چې دالیکشن کمیشن .

وزیراعظم اؤ حکومتي مشرانو وروسته له هغې دپاکستان د ټولټاکنو دکمیشن په کردار نیوکې کړې دي چې په سینیټ کې یې داسلام اباد تر ټولو مهمه څوکۍ وبائیلله.

خو بل لوري ته داپوزیشن ګوندونو مشرانو دحکومت لخوا دټولټاکنو په کمیشن کېدونکې نېوکې بې ځایه بلل شوي اؤ تېره ورځ دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې میرمن نواز اسلام اباد کې مطبوعاتو ته ویلي دا هم هغه دټولټاکنو کمیشن دی چې دحکومتي ګوند له لوري بهر نه د پنګو ترلاسه کولو قضیه پکې پرته ده.

مریم نواز حکومت ته پکار دي چې خپلې سترګې وغړوي اؤ په واز کومي خپله ماتې ومني.

دسینیټ الیکشن کې د اسلام اباد له څوکۍ بائیللو وروسته تیره شپه وزیراعظم عمران خان قام ته پخپله وینا کې اعلان کړی چې دخالي په ورځ به یو ځل بیا دقامي اسمبلۍ څخه دباور رایه ترلاسه کوي.

خو دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د زیارت په ورځ یومطبوعاتي کانفرنس کې ویلي اوس به هغوئ وزیراعظم ته وایي چې باید کله اؤ چرته سر دوباره د باور رایه ترلاسه کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG