لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان تر ټولو ستره صوبه بلوچستان کې 60 فیصدي ماشومان له اسکولونو بهر دي


دبیلابیلو رپورټونو اؤ نظر پوښتنو په اساس مخې ته د راغلو شمیرو له مخې د رقبې په لحاظ دپاکستان تر ټولو سترې صوبې بلوچستان کې دا مهال د تعلیم کچه یوازې 40 فیصدي ده چې دا دهیواد د نورو ټولو صوبو په پرتله ټيټه ده.

په ګرد پاکستان کې د پینځوؤ کالو نه نیولې تر 16ؤ کالو عمر لرونکو هاغو ماشومانو کچه 30 فیصدي ده چې د اسکولونو څخه بهر دي خو په بلوچستان کې بیا دا کچه 60 فيصدي ښودل کیږي.

دبلوچستان دتعلیم دڅا نګې سکتر شیرخان بازی وايي په دغه ایالت کې 60ؤ فیصدو پورې ماشومان له سکولونو څخه بهر دي چي زيات شمېر پکې انجونه دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي په صوبه کې په اوسط ډول له 30 کلومیتره وروسته یو پرایمري اسکول، له 260 کلومیتره وروسته یو مډل اسکول او د 360 کلومیتره په واټن یو هایي اسکول دی.

د تعلیم سیکرټري شیرخان بازی هم وایي په صوبه کې نزدې 14,000 سکولونه دي چې پکې 10 لکه زده کونکي خپلې زدکړي کوي او تر دې زیات 12 لکه ماشومان له سکولونو څخه دباندې دي.

سرکاري شمیرې ښایي چې بلوچستان کې داسکولونو څخه دبهر ماشومانو شمیره د۲۵ؤ لکو څخه زیاته ده چې په دې کې ۶۷فیصده جینکۍ دي.

په دغه وروسته پاتې ایالت کې یوازې نهه فیصدي جینکۍ تر لسم پورې زده کړې کوي

کال ۲۰۱۷م کې پاکستان کې دشوې سر شمیرنې له مخې دبلوچستان ټوله ابادي یو کروړ ،23 لکه،44زره اؤ 408 ښودل شوې وه خو په دغه سرشمیرنه زیاتې نېوکې هم شوې وې اؤ دبلوچستان ګڼو سیاسي اؤ مدني مشرانو دعوه کړې وه چې دې سرشمیرنه کې دبلوچستان هرې سیمې ته لاس رسی نه دی شوی اؤ ددې صوبې ابادي کمه ښودل شودې ده.

دبلوچستان دتعلیم سکتر وویل بلوچستان دومره مالي سرچینې نه لري چې هر ماشوم ته د زدکړو چارې برابرې کړي خو زیاتوي حکومت په بېلا بېلو پلانونو کار شورو کړی دی چې په سکولونو کې دماشومانو او استادانو شمېر زیات کړي.

هغه وايي په بلوچستان کې له سکولونو څخه په زیات شمېر ماشومان ځکه دباندې دي چې هلته د سکول او د کورونو یا کلیو ترمنځ واټن ډېر زیات دی.

نوموړی زیاتوي په صوبه کې د نجونو تعلیمي وضعیت د هلکانو تر تعلیم هم خراب دی چیرې چې 78 فیصده نجونه له سکولونو څخه بې برخې دي. او ډېری بیا له پرایمري ورسته د زدکړو چارو ته مخه ښه وایي.

په بلوچستان کې تر 8000 زیات مکتبونه د څښلو اوبه، تشنابونه او نوري اسانتیا نه لري او دا ډول تر 2500 زیات سکولونه یوازې یو استاد لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG