لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ولي خان بابر په وژنه تورنو ته اورل شوې سزاګانې غېرقانونه ګرځول شوې


په کراچۍ کې د وژل شوي خبريال ولي خان بابر په وژنه تورنو کسانو ته اورول شوې سزاګانې د سيند هايکورټ لاړکانې څانګې لاقانونه ګرځولي دي.

د سيند هايکورټ د لاړکانې څانګې په فېصله کې ویلي د تورنو کسانو بيان او پېښه د يو بل سره يو شان والی نه لري او استعاثه وکيل په ثبوتونو وړاندې کولو کې پاتې راغلی ځکه تورنو کسانو ته اورول شوې سزا لاقانونه ګرځوي.

د سيند هايکورټ د لاړکانې څانګې دوه کسيزه ججانو جسټس محمد کريم اغا خان او جسټس ذوالفقار سانګي د زيارت په ورځ (څلورم مارچ) دغه فېصله اورولې ده.

د ولي خان بابر په وژنه کې تورنو دوه کسانو فېصل موټا او کامران (ذيشان) ته د مرګ او نورو څلورو فېصل نفسياتي ، نويد پولکا، محمدعلي رضوي او شاه رخ عرف ماني ته د عمربند سزاګانې اورول شوې وې، دوی بيا د سيند هايکورټ لاړکانې څانګې ته د سزاګانو پرضد اپيل کړی وو.

د ولي خان بابر ورور مرتضی بابر وايي دوی انصاف ته په تمه وو خو عدالت فېصله واوروله او تورن کسان یې بري کړه.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل عدالت دا نه دي ويلي چې دغه کسان د ولي بابر په وژنه کې ککړ نه وو خو دوی د کمزوري تفتيش له امله بري کړی شوي دي.

هغه وويل مبارزه به جاري ساتي او د خپلو وکيلانو سره به مشوره کوي او دا مقدمه به مخ په وړاندې بوځي.

د جيو ټيلي ويژن خبريال ولي خان بابرد کال 2011 د جنورۍ په13 نېټه د کراچۍ ناظم اباد په سيمه کې نامعلومه وسله والوپه ډزو وژلی وو.

وروسته پولیس ويلي د ولي بابر په وژنه کې تورن نيولو شوو کسانو ویلي وو چې د تعلق يې د متحده قومي مومنټ ډلې سره دی او په دغه پېښه کې مرکزی تورن تن فېصل محمود موټا په کال 2015 کې د اېم کیواېم ډلې د هغه وخت د مرکز ناين زيرو څخه نيول شوی وو کله چې رېنجرز په ناین زيرو عملیات کړي وو.

د اېم کيو اېم ډلې د هغه وخت وياند واسع جليل د ولي خان بابر په وژنه کې د ګوند لاس لرل رد کړي وو.

د هایکورټ د لاړکانې بنچ په فېصله د جرنلېسټانو تنظیمونو د افسوس څرګندونه کړې ده.

د کراچۍ پرېس کلب جنرل سيکرټري رضوان بټي وايي، د ولي خان بابر په قضيه کې ډېر کسان وژل شوي او ځينې بيا د عدالتونو نه بري شوي او چې انصاف نه ترلاسه کيږي بيا د خلکو حوصلې ماتيږي.

هغه وويل که د صحافي په وژنه کې انصاف نه ترلاسه کیږي نو ظاهره ده د صحافيانو حوصلې به ماتیږي او په کار کولو کې به ويريږي، هغه وويل په پاکستان کې په هر ځای کې صحافت کول ګران دي او په کراچۍ کې اوس هم صحافيانو ته دهړکې ورکړل کيږي.

بټي زياته کړه په پاکستان کې په وړومبي ځل د کوم جرنلېسټ په وژنه کې تورنو کسانو ته سزا اورول شوې خو هغه هم عدالت لاقانونه وګرځوله.

په پاکستان کې ځايي او نړيوال تنظیمونه ټکونه کوي چې په پاکستان کې مطبوعات د فشار لاندې ساتل کیږي جرنلېسټانو ته ګواښونه کيږي او جرنلېسټانو ته ګواښونه کوونکو او د هغو په وژنه تورنو ته سزاګانې هم نه ورکول کيږي.

د ولي خان بابر د وژنې په کېس کې د تفتيش په مهال اووه کسان چې د دې قضيې سره یې تړاو درلود ، چې پکې د کېس يو اشتهاري مفرور لياقت او د کېس يو وکيل نعمت علي رنداوا شامل وو وژل شوي وو.

په نورو وژل شوؤ کسانو کې يو د کېس د تفتيشي پوليس افسر شفيق تنولي ورور ، دوه نور پوليس والا او دوه ګواهان هم شامل وو.

د ولي خان بابر د وژنې په کېس کې د سيند حکومت لخوا سيند هايکورټ ته خواست شوی وو، چې په کراچۍ ښار کې د امنيت د خرابې وضعې او د کېس د ګواهانو د تحفظ له کبله دې دا قضيه بل د کراچۍ نه بهر عدالت ته منتقل کړي.

او د 2013 د نومبر په مياشت کې د سيند هايکورټ په امر دغه قضيه د سیند صوبې داخلي سيمې کندکوټ ته منتقل کړی شوی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG