لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د قومي اسمبلۍ نه د اعتماد په ووټونو کې کاميابي ترلاسه کړه


د پاکستان تحریک انصاف د حکومت وزيراعظم عمران خان د قومي اسمبلۍ نه 178 رايې ترلاسه کړې او د اعتماد په ووټونو اخستو کې کامياب شو.

د عمران خان د وزيراعظم د اعتماد ووټ دپاره نن د خالي په ورځ (شپږم مارچ) د قومي اسمبلۍ اسپيکر اسد قېصر په مشرۍ غونډه کې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د اعتماد د ووټ دپاره قرارداد وړاندې کړو.

د اعتماد د رايې اخستو د عمل وروسته اسد قېصر اعلان وکړه چې عمران خان 178 ووټونه واخسته او وې ويل هغه به د وزيراعظم په څوکۍ وي.

د 342 غړو په ايوان کې وزير اعظم عمران خان له د اعتماد د تحريک د کامیابۍ لپاره 172 ووټونه پکار وو.

د حکومت مخالف سیاسي ګوندونو اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم، نن د اسمبلۍ نه غونډې نه بايکاټ کړی وو.

په پي ډي اېم کې شامل د 11 سياسي ګوندونو اتحاد مشر مولانا فضل الرحمان د جمعې په ماښام ويلي وو چې د پي ډي اېم غړي به د قومي اسمبلۍ په غونډه کې شرکت نه کوي.

صدر عارف علوي د جمعې په ورځ د عمران خان د دې اعلان نه وروسته د قومي اسمبلۍ غوڼده رابللې چې هغه به د قومي اسمبلۍ نه د اعتماد ووټ اخلي.

پاکستاني مطبوعاتو ويلي وو د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ کې شوې د تحريک انصاف او د حکومت د اتحادي ډلو په غونډه کې 180 غړو وزیر اعظم ته د خپل ملاتړ باور ورکړی دی.

عمران خان وروسته له هغې د اعتماد د راېو ترلاسه کولو ویلي وو چې د زیارت په ورځ د سینیټ په ۳۷ څوکیو شوو ټاکنو کې د قامي اسمبلۍ په ووټونو جوړیدونکې د اسلام اباد څخه تر ټولو مهمه څوکۍ دمخالفو ګوندونو داېتلاف پي‌ ډي ایم کاندید پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني ګټلې وه.

د واکمن ګوند لخوا په دې څوکۍ له ماتې وروسته د حکومت مخالفه ګوندونو مشران د وزیراعظم عمران خان نه غوښتنه کړې وه چې د هغه سره اوس په اقتدار کې د پاتې کېدو جواز ختم شوی نو ځکه باید واک پریږدي.

خو عمران خان ويلي وو د قامي اسمبلۍ څخه به یو ځل بیا د باور رایې ترلاسه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG