لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان دپورونو بار نور هم سیوا شوی دی،دولتي بینک


دپاکستان مرکزی بینک وائي د روان مالي کال ۲۰۲۱ وړومبیو اوؤ میاشتو کې په حکومتي پورونو کې ۱۱ فیصدي اضافه شوې ده اؤ د ملکی بینکونو څخه اخستل شوي پورونه ۱۲.۴ فیصدي او غیر ملکي قرضې ۷۰۴۲ فیصدي لوړې شوې دي.

داقتصاد پوهان وائي د پاکستان تجارتي خساره کمه شوې او دبهر هیوادونو څخه پرله پسې غیر ملکی زرمبادله هم زیاتیږي او بیا هم په قرضونو کې اضافه کیږي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وائي حکومت د مالی خساری پوره کولو د پاره قرضونه اخلي او علت یې دادی چې د ملکي مالیې او لګښتونو تر منځه توپیر زیات شوی دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي څومره چې قرض یا پور زیاتیږی هغه هومره د سود بوج هم سيوا کیږي د امدن نیمایي برخه دپورونو په ستنولو کې لاړه شي او د پورونو پوره کولو لپاره حکومت نیوي پورونه اخلي.

دسجاد احمد په وینا"زمونږ مجموعي قرضې سيوا کیږي چې کوم پور بېرته ګرځول کیږي هغه تر هغې څه معنا نه لري تر څو چې مونږ نورې قرضې اخستل ودرولې نه وي"

دپاکستان حکومت هم دریځ لري چې کومي قرضې اخستل شوي د هغی زیاته برخه دمخکنیو پورونو په بېرته ستنولو کې تللې ده.

اسټیټ بینک وائي د روان مالي کال ۲۰۲۱ په اوو میاشتو کې حکومتي قرضې ۳۶۵۳۷ اربه روپو ته زیاتې شوې دي.

بینک وائي تیر مالی کال په دغه موده کی حکومتي قرضه ۳۲۹۹۷ اربه روپۍ وه چې پکې د۳۵۰۰ اربه روپو یعني ۱۱ فیصدي اضافه شوې ده.

پوهان وائي په ملک کې دبهرنۍ پانګونې کمی دی او برآمدات هم نه زیاتیږي.

داقتصاد پوهانو په وینا هرڅو که د بهرنیو هیوادونو څخه راتلونکې غیر ملکي زرمبادله کې پرله پسی اضافه کیږي خو بیا هم د پورونو کچه لوړه ده .

اقتصادی کار پوهه مهتاب حیدر وائي حکومتي زیات لګښتونه په ملکي او غیر ملکي پورونو کیږي او بیا د بجټ زیاته برخه په دفاع مصرف شي او د هغې له امله پر مختيائي کارونه ،صحت او د تعلیم څانګې اغېزمنې کیږي.

هغه وایي کرنټ اکاونټ خساره کمه شوې وه خو اوس بیا په زیاتېدو ده.

اسټیټ بینک بیا وايي په ملکي کچه د بینکونو څخه اخستل شوې قرضې ۲۴۵۰۰ ته زیاتې شوې دي او په دې کې ۱۲ فيصده اضافه شوې ده او غیر ملکي قرضونو کې ۷۰۴ فیصده اضافي سره دا پورونه ۱۲۰۳۵ اربه روپو ته لوړ شوي.

دا وخت په پاکستان ټوله قرضه ۴۵۰۰۰ اربه روپۍ ده او په دې کې ۱۱۵ اربه ډالره غیر ملکي قرضه ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG