لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فضل الرحمان:دحکومت پرضد د پي ډي اېم قافلې په 30م مارچ اسلام اباد ته غونډيږي


د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه 11 ګوندونو جوړ غورځنګ (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم) وايي په 26 مارچ به د ټول ملک څخه قافلې د اسلام اباد په لور روانيږي او 30 مارچ ته به اسلام اباد ته غونډيږي.

د پي ډي اېم مشرانو پرون د ګل/دوشنبې په ورځ (اتم مارچ) په اسلام اباد کې غونډه کړې چې پکې د مسلم ليګ ن ګوند مشر نوازشریف او د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د ويډيو لنک د لارې ګډون کړی دی.

د غونډې وروسته د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان په غونډه کې شوې پرېکړې د مطبوعاتو سره شریکې کړې.

هغه وويل، د پي ډي اېم د اعلان ترمخه چې په 26 مارچ به لاريون کوي، په ننۍ غونډه کې د لاريون نېټه تکرار شوه چې د ټول ملک څخه به قافلې روانيږي او په ټول قوم غږ وشو چې د دې غېراييني او غېرجمهوري حکومت پرضد قوم خپل رول ولوبوي، او د 30 مارچ پورې به د ټول ملک څخه قافلې خپل منزل ته رسېدل پېل شي.

نوموړي زياته کړه په اسلام اباد کې به د لاريون د ګډون والو د پړاو او راتلونکې په اړه په 15 مارچ د پي ډي اېم د مشرانو غونډه بيا کیږي.

د وزيراعظم عمران خان د اعتماد د ووټ اخستو په اړه مولانا فضل الرحمان وويل، د اعتماد د ووټ دپاره غونډه صدر رابللی شي خو د دغه غونډې دپاره وزیراعظم په خپله سمري لېږلې ده کومه خبره چې په ايين کې نشته، دغه اجلاس په غېراييني توګه راغوښتل شوی او هيڅ اييني بڼه نه لري.

وزيراعظم عمران خان په شپږم مارچ د قومي اسمبلۍ څخه د اعتماد ووټ اخستی او 178 رایې يې ترلاسه کړې وې.

عمران خان وروسته له هغې د اعتماد د راېو ترلاسه کولو ویلي وو چې په درېم مارچ د سینیټ په 37 څوکیو شوو ټاکنو کې د قامي اسمبلۍ په ووټونو جوړیدونکې د اسلام اباد څخه تر ټولو مهمه څوکۍ دمخالفو ګوندونو داېتلاف پي‌ ډي ایم کاندید پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني ګټلې وه.

مولانا فضل الرحمان وويل د پي ډي اېم په غونډه کې د پيپلز ګوند د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني د سېنېټ د چيرمېن دپاره د کانديد په توګه ونومول شو.

نوموړي وويل د پي ډي اېم مشرانو د سېنېټ د اوسنيو ټاکنو په تفصيل سره جاج واخستو او تور یې ولګوو چې شواهد موجود دي چې د الېکشن کمېشن اف پاکستان د قاعدو ښکاره سرغړونه پکې شوې ده او انټيليجنس (استخباراتي) ادارو ووټرانو ته د دهړکو او په هغوی د اثرانداز کېدو غېر قانوني او غېراييني هڅې کړي دي، غونډې د استخباراتي ادارو د لاسوهنې غندنه کړې ده.

هغه وویل د سېنېټ د چيرمېن او مرستیال چيرمېن په ټاکنو کې هم دغه عمل وشو پي ډي اېم به مجبوره وي چې ټول رښتيا مخې ته راوړي.

د پي ډي اېم وړانديني نظر ته د حکومت او پوځ ځواب

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د تېر کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټي او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د پي ډي اېم مشران تور لګوي د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت دی او د دې حکومت لرې کولو اعلان يې کړی، وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې به مبارزه جاري ساتي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او وړاندې يې هم ویلي، سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي وو د ايين ترمخه د منتخب حکومت ملاتړ به کوي.

د تحريک انصاف حکومت وايي مخالفه ډلو د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو د پټولو دپاره پي ډي اېم جوړ کړی او په حکومت فشار اچوي.

د پي ډي اېم په جلسو او غونډو کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر جنرل فېض حميد نومونه اخستل شوي، او پخواني وزيراعظم نوازشريف ويلي وو جنرل باجوه او جنرل فېض حميد هغه د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کړی وو.

پي ډي اېم په څلورمه فرورۍ اعلان کړی چې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد به په 26م مارچ اسلام اباد ته لاريون (لانګ مارچ) کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG