لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې کرونا نور 54 تنه مړه کړي


په پاکستان کې په تيرو 24 ساعتونو کې د کرونا وايرس څخه نور 54 تنه مړه شوي او نور 1353 کسان په دې رنځ اخته شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 13زره 281 ته رسېدلې ده.

بل لور ته په ملک کې د 60 کلونو څخه د زيات عمر کسانو د کرونا ويکسين لګولو په لړ کې د رجسټرېشن عمل هم روان دی.

د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزارت ويلي، د 60 کالو نه د زيات عمر کسانو د شناختي کارډ نمبر دې په 1166ولېږل شي او رجسټرېشن دې وکړی شي.

د کرونا په اړه په سرکاري وېب پاڼه د ورکړی شوو مالوماتو ترمخه د تير کال اپرېل د لومړۍ نېټې څخه تراوسه پورې په ملک کې د کرونا مالومولو دپاره 92 لکه 78زره 613 ټېسټونه يا معاينې شوي دي.

ويل شوي په ملک کې تراوسه پورې پينځه لکه 93زره 453 کسان په کرونا اخته شوي او ويل شوي پينځه لکه 63زره823 ترې ښه شوي هم دي.

د سرکاري وېب پاڼې ترمخه دا وخت په کرونا وايرس اخته 1644 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

ویل شوي په پاکستان کې تراوسه پورې په ملک کې د کرونا څخه تر ټولو زيات کسان په پنجاب کې مړه شوي چې شمېره 5600 ده.

په سيند صوبه کې د کرونا څخه 4436 کسان مړه شوي او په خېبرپښتونخوا کې 2118 کسان د کرونا ښکار شوي دي.

په اسلام اباد کې 511 او بلوچستان صوبه کې 201 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

د امریکا د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د کرونا څخه د نړۍ په 192 ملکونو کې د مړینو شمېره د 26 لکه نه سېوا شوې ده.

په نړۍ کې د کرونا څخه زياتې مړينې پينځه لکه 25 زره 725 کسان يواځې په امریکا کې مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG