لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان اؤ ترکي ترمنځ دمال وړونکي رېل رابطې روانه اوونۍ بیا پیل کیږي


پاکستان ویلي د ترکي او پاکستان د ترمنځ د ایران د لارې د مال وړونکي رېل ګاډي تګ راتګ به نهه کاله وروسته روانه اوونۍ بیا پیل شي.

د پاکستان او ترکي ترمنځ لومړی ازماېښي رېل په کال ۲۰۰۹ کې چلېدلی ؤ چې هدف یې د دواړو ملکونو ترمنځ تجارت او مواصلاتو ته وده ور کول وو.

د لاجسټېک، د بنیادي اسانتیاو پرمختګ او د امنیت په اړه د اندېښنو له امله د ترکي او پاکستان دغه رېل په کال ۲۰۱۱ کې وځنډول شو خو د ځنډیدو نه مخکې د دواړو ملکونو ترمنځ د ۱۴ؤ مال ګاډو تبادله شوي وه.

دپاکسان دوزیراعظم عمران خان د تجارت او سرمایه کارۍ سلاحکار عبدالرزاق داود د ترکي او پاکستان د رېل ګاډي د بحالېدو د اعلان په لړ کې وویل د استنبول-تهران-اسلام اباد رېل به د یوې مخې سفر په ۱۲ ورځو کې پوره کوي او ۷۵۰ مېټرک ټن تجارتي سامان به وړي.

داود په ټوېټر خپل پېغام کې ویلي د ترکي، ایران او پاکستان ترمنځ دغه رېل د دریوؤ واړو هیوادونو د ملګرتیا ثبوت دی او د دریوؤ واړو هیوادونو ترمنځ د تجارتي سامان په انتقال کې به اسانتیا پېدا کوي.

تاجران او ماهرین د ترکي او پاکستان د رېل رابطې د بحالېدو هرکلی کوي او وايي ۶۵۰۰ کلومېټر اوږدې د رېل کرښې د لارې به په تجارت کې د وخت او پېسې بچت کېږي او تجارتي سامان به په لږ وخت کې انتقالېزي.

دکوټې دسوداګري او دصعنتونو دسازمان پخوانی مرستيال مشر بدرالدين کاکړ ددې هرکلی کوي او وايي پاکستان او ترکې چي کومې ژمنې کړې وې هغه نه دي بشپړه شوې.

په موجوده وخت کې د سمندر دلارې یورپ نه پاکستان ته تجارتي شیان په ۴۵ ورځو کې ورسېږي.

د وي او ای رپورټ وايي په بلوچستان کې د چین او پاکستان د اقتصادي همکارۍ سي پېک لویې منصوبې هم شته او چین د بلوچستان د ګوادر په ساحل د ژورو اوبو بندر هم جوړ کړی او د کار دپاره پرانیستل شوی دی.

د پاکستان نه ترکي ته تلونکی رېل به ایران ته د داخلېدو نه وړاندې د بلوچستان صوبې نه تېرېږي چېرته چې د وي او ای رپورټ وايي حکومتي مامورین په بېلتون خوښو بلوڅ وسله والو د حکومت په ضد او په حکومتي اسانتیاو د حملو الزام پورې کوي.

داعش وسله والې ډلې هم په بلوچستان کې د حملو مسولېت منلی دی.

د وي او ای رپورټ وايي په بلوچستان کې د وسله والو خلاف د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتېجه کې د امنیت صورتحال غوره شوی دی.

چارواکي دا هم وايي د ایران سره په ۹۰۰ کلومېټره پوله په ازغن تار د شروع کېدو وروسته هم حالات ښه شوي دي،

وړاندې به په سرحد غیر قانون تګ راتګ په اسان کېدلو.

د پاکستان پوځ ویلي د ایران سره د پولې په ۴۵مه برخه ازغن تار لګول شوی او پاتې کار به د سږ کال تر اخېره پورې بشپړ کړل شي.

د وي او ای رپورټ وايي پاکستاني مامورین ګڼي چې د ایران سره په پوله د ازغن تار د لګېدو سره به د دواړو ملکونو ترمنځ د غېرقانوني تجارتي توکو د قاچاق او د خلکو د غېر قانونو حرکت مخه ونیول شي.

د پاکستان د رېل مرکزي کرښه چې د انګریزانو په وخت کې جوړه شوي وه د بحالۍ دپاره به یې چین او پاکستان کار شروع کوي. اندازه ده چې په دغه منصوبه به شپږ اشاریه اته ارب ډالر لګښت کېږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG