لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: ماين چاودنې اته کلن ماشوم ژوبل کړی


په جنوبي وزيرستان کې يوې بلې ماين چاودنې اته کلن ماشوم ژوبل کړی، دا چاودنه په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان پوځ وايي په قبايلي علاقو کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی.

پولیس وايي، دا پېښه په سراروغه تحصيل مرغي بند کې شوې ده. او اته کلن ماشوم حبیب الله پکې ټپې شوې دی.

په جنوبی وزیرستان کې د تيرې اوږدې مودې راهسې د ماین چاودونو پیښې تر سره کیږی او له دې وړاندې وروستۍ پېښه د مارچ په لومړۍ د مکین په سیمه کې شوې وه او تنکي ماشومان خور او ورور پکې وژل شوي وو.

د مرغي بند سیمې نه رحمت شاه وي او او اې د تازه پېښې په اړه ووپل، حبيب الله ماشوم بیزې/اوزې څرولې چې ماین پرې چاودلی، هغه وویل په سیمه کې د صحت د بنیادی اسنتیاو د نشتوالي له عمله ماشوم اول د ټانک روغتون ته او بیا ډیره اسماعیل خان کې پوځي روغتون ته منتقل کړی شوی او د هغه وېنا ماشوم په يو لاس معذوره شوی دی.

رحمت شاه وويل د راه نحات پوځي عملیاتو څخه را په دېخوا دوی په کال 2010 کې بیرته خپلو علاقو ته واپس شوي او د واپسۍ پرمهال دويي ته ویل شوي وو چې علاقې پاکې کړې شوي دي.

هغه زیاته کړه په علاقه کې په زیات شمیر ماینونه خواره دي هره ورځ په علاقه کې د ماین چاودونو دا رقم چاودنې کیږی چې په سلګونه شمیره ځايي خلک يې ښکار شوي او پکې ځینې مړه شوي هم دي او زیاتره يې معذوره کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په لومړو غوښتنو کې د ماینونو پاکولو غوښتنه شامله وه او اوس هم د ماينونو پاکولو غوښتنه کوي.

ندیم عوام دوست نومې تن چې د (يو مسيد جرګې) غړی دی وايي په علاقه کې خواره ماینونه ځایې خلکو لپاره لویې خطر دی او د دې د پاکولو لپاره له حکومتي چارواکو څخه د احتجاجونو د لارې غوښتنه کوي خو د دویې په غوښتنه تر اوسه څه عمل نه دی شوی.

هغه وویل لویې خنډ دغه دی چې دويې انتظامیه او پولیس ته اووايي هغه وايي چې دا د پوځ کار دی او پوځ وايي چې دا د پولیس کار دی.

نديم تور لګوي چې په سیمه کې تر اوسه په ماین پاکۍ کار نه دی شوی.

د جنوبي وزیرستان پوليس مشر شوکت علي مني چې په علاقه کې د ماين چاودنو پېښې کيږي او نه يواځې عام خلک بلکې پوځي سرتيري هم پکې په خپله په هدف کيږي.

نوموړی وايي په علاقه کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی او چې چرته هم چاؤدنه کيږي هلته بيا د پوځ او ملېشې ټيمونه رسي او علاقه د ماینونو څخه پاکوي.

د پاکستان پوځ وايي په قبايلي علاقو کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی.

په 22 فرورۍ د پاکستان د پوځ وياند مېجرجنرل بابر افتخار يوې خبري غونډې ته په وېنا کې وويل، په قبايلو علاقو کې په ردالفساد عملیاتو کې د ماين پاکولو په کار کې د 72 کلوميټره نه زياته علاقه پاکه کړی شوې ده چې پکې دو سرتیري وژل شوي او 119 ژوبل شوي دي په دغه لړ کې ډېر کار شوی دی او په 42 فيصده علاقه کې اوس هم کار روان دی. او تراوسه پورې 48زره ماينونه ترلاسه کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG