لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې عامو خلکو ته د کرونا ضد ویکسین لګولو عمل پیل شو


په خیبر پښتونخوا کې عام ولس ته د کرونا ضد ویکسین لګول پیل شوي اؤ دپېښور دلیډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم وایي په لمړي پړاؤ کې دشپیتوؤ کالو کالو نه دبره عمر وګړو ته دا ویکسین لګول کیږي.

په خیبر پښتونخوا کې عام ولس ته د کرونا ضد ویکسین لګول پیل شوي اؤ دپېښور دلیډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم وایي په لمړي پړاؤ کې دشپیتوؤ کالو کالو نه دبره عمر وګړو ته دا ویکسین لګول کیږي.

تر دې دمخه پاکستان کې د کرونا ضد ویکسین دلګولو په وړومبي پړاؤ کې دپاکستان دننه یوازې ډاکټرانو اؤ هغو طبي مامورینو ته دا ویکسین لګول شوي وؤ چې د کرونا په ضد مبارزه کې یې په لمړي کتار کې خدمات ترسره کول.

دخیبر پښتونخوا د تر ټولو ستر سرکاري روغتون لیډي ریډنګ هسپتال ویاند محمد عاصم وایي اوس د کرونا ضد ویکسین عام ولس ته د لګولو دوهم پړاؤ پیل شوی اؤ په دې پړاؤ کې د شپیتوؤ کالو نه بره مشرانو ته دا ویکسین لګول کیږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې محمد عاصم وایي چې عام ولس ته دکرونا ضد ویکسین لګولو دپاره دپېښور په لیډي ریډنګ روغتون کې دصوبې تر ټولو ستر د ویکسین لګولو مرکز پرانستل شوی دی اؤ نن د چهارشنبې په ورځ په دې مرکز کې دشپیتوؤ کالو نه زیات عمر لرونکو وګړو ته ویکسین لګول پیل شوي دي.

هغه وایي د سحر د اتوؤ بجو نه تر ماسپښین درېوؤ بجو نن په ایل ار ایل ایچ کې ۱۰۷کسانو ته ویکسین لګول شوي چې په هغې کې ۱۰۰ سړي اؤ اووه میرمنې شامل دي.

هغه وایي چونکې لیډي ریډنګ هسپتال د صوبې تر ټولو لویې روغتون دی نو د ویکسین لګولو عمل ددې نه پیل کړل شوی خو دا به دصوبې په ټولو ضلعو کې خلکو ته لګول کیږي.

نورو ضلعو کې خلک دا ویکسین څنګه لګولی شي؟

هغه وایي حکومت دپېښور نه بهر د نورو ضلعو په روغتونونو کې هم عام ولس ته د ویکسین لګولو دپاره انتظامات سرته رسولي دي اؤ په دې لړ کې په ټوله پښتونخوا کې د درېوؤ سوؤ نه زیات مرکزونه جوړ کړل شوي دي.

هغه زیاته کړه دا مرکزونه د ضلعو په کچه جوړ کړل شوي دي اؤ خلک ډیر په اسانۍ دغلته ورتللی اؤ د کرونا ضد ویکسین لګولی شي.

محمد عاصم وایي داسې نه ده چې خلک بې پوښتنې دغو مرکزونو ته د ویکسین لګولو دپاره ورشي ، بلکې یوازې هغه کسان دغلته د ویکسین لګولو جوګه دي چې دحکومت دپاره ورته دموبائیل دلارې د ویکسین لګولو پیغام لیږل شوی وي.

ویکسین دپاره د رجسټریشن عمل باید څنګه ترسره شي؟

د کرونا ضد ویکسین لګولو دپاره د رجسټریشن دعمل واضحه کولو په ترڅ کې هغه وویل څوک چې هم د کرونا ضد ویکسین لګولو دپاره ځان رجسټرډ کول وغواړي هغوئ کولی شي چې په 1166نمبر دخپل موبائیل څخه دخپل شناختي کارډ نمبر ولیږي.

محمدعاصم وایي “د نمبر لیږل کیدو نه وروسته هرچاته دهغه په موبائیل دوه رقمه پیغامات ترلاسه کیږي، یا خو ورته وویل شي چې ستا رجسټریشن شوی دی اؤ کولی شئ چې فلاني مرکز نه کرونا ضد ویکسین ولګوې اؤ یا هم ورته ویل کیږي چې باید تاسو انتظار وکړئ اؤ زر به احوال درکړل شي”

هغه وایي کله چې یو تن د ویکسین لګولو دپاره رجسټرډ شي نو بیا ورته د موبائیل دلارې پیغام استول کیږي اؤ د ویکسین اخستو مرکز اؤ‌ نېټه په ګوته کړل کیږي.

دپاکستان دننه عامو خلکو ته د کرونا ضد ویکسین لګولو دا لړۍ په داسې حال کې پیل کړل شوې چې په دغه هیواد کې په دې وروستیو کې د کرونا پېښې یو ځل بیا سیوا شوي اؤ حکومت وړاندې نه پرځائ کړل شوؤ بندیزونو کې د نرمښت له اعلانه وروسته یو ځل بیا ځېنې بندیزونه اعلان کړي دي.

شخصي څانګې نه به هم خلک دا ویکسین لګولی شي

دپاکستان حکومت وړاندې نه واضحه کړې ده چې دسرکاري څانګې ترڅنګ به دشخصي څانګې نه هم خلک کرونا ضد ویکسین ترلاسه کولی شي اؤ ددې غرض دپاره به شخصي کمپنیو ته د کرونا ضد ویکسینو دبهر نه د راغوښتو اجازه ورکول کیږي خو په عام مارکیټ کې لا ددې ویکسین نرخ نه دی ټاکل شوی.

په عین کال کې سرکاري شمیرې ښایي چې دپاکستان دننه په تیر یو شواروز کې د1800 نه زیات کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 43 تنه پرې مړه شوي هم دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG