لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دنړۍ هره څلورمه ښځه دخپل نزدې ملګري یا خپلوان دلاسه دبدني اؤ جنسي ځورؤنې سره مخ ده،ډبلیو ایچ او


د روغتیا نړیواله اداره (ډبلیو ایچ او) وایي دنړۍ په هرو څلورو کې یوه میرمن دخپل ملګري یا نزدې خپلوان دلاسه د بدني اؤ جنسي تشدد سره مخ ده اؤ په نړۍ کې دداسې میرمنو شمیره شاوخوا ۷۳ کروړو ته رسیږي.

د روغتیا نړیوالې ادرې دکال ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۲۰م پورې په ښځو د بدني اؤ جنسي تشدد دشوؤ پېښو په اساس خپل یو تجزیاتي رپورټ‌ کې ویلي چې دمیرمنو په ضد تشدد په عامه توګه په کم عمرۍ کې پیل کیږي اؤ د ۱۵ؤ کالو نه نیولې تر ۲۴ کالو په هرو څلورو کې یوه میرمن د کوم نزدې،بې تکلفه ملګري یا پېژندګلو تن دلاسه د تشدد سره مخ شوې ده.

رپورټ کې ویل شوي چې میرمنو سره ددې ناوړه چلند له امله دهغوئ په جسماني اؤ ذهني صحت د لنډې اؤ اوږدې مودې اغېزې کیږي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې دجنسي اؤ افزائشي صحت دڅانګې مشرې کلاډيا ګارشیا مورینو دا رپورټ ترتیب کړی دی ، هغې امریکا غږ ته ویلي دي چې میرمنو ته په پېښو ستونزو کې د دنامطلوبه حمل اؤ جنسي اختلاط له امله دپیدا شوؤ ناروغیو ستره کچه هم شامله ده.

هغې ویلي ډیرې میرمنې د ذهني ناروغیو سره مخ کیږي اؤ هغوئ د ډیپریشن له امله د خطرناکو روئیو په لوري تللی شي،

ګارشیا مورینو زیاتوي چې داسې ستونزې میرمنې دځان وژنې په لوري هم روانولی شي .

نوموړي وایي دمطالعې نه ورته معلومه شوېد ه چې ۳۸فیصدي اؤ یا هم له دې زیاتې میرمنې دخپلو نزدې کسانو دلاسه وژل کیږي.

د ډبلیو ایچ او لخوا راجمع کړل شوي معلومات ښایي چې په بې وزله هیوادونو کې په ښځو دبدني اؤ جنسي تشدد کچه لوړه ده اؤ په بې کچه غریبو هیوادونو کې ۳۷فیصدي میرمنې دخپلو نزدې خلکو په لاس د بدني اؤ جنسي تشدد نه تیریږي.

ګارشیا مورینو وایي داسې سیمې چې پکې دټولنیزې اؤ اقتصادي پراختیا کچه ټيټه ده هلته دتکلف څخه پاکو اړېکو کې دتشدد ګڼ شمیر علتونه موندل شوي.

هغه وایي د میرمنو پرضد صنفي توپیر اؤ داسې قوانین چې دطلاق،بچو پالنه اؤ د وراثت معاملو کې مرسته نه شي کولی، دښځو په ضد دتشدد ستر علتونه جوړیږي.

په رپورټ کې راغلي چې دصنفي توپیر معیار،اقتصادي اؤ ټولنیز عدم مساوات نه وتل ،تعلیم ته لاس رسی،په خوندي ځائ کې نوکري کول اؤ نور ګامونه ددې تشدد په مخنیوي کې لاس امداد کولی شي

XS
SM
MD
LG