لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترکیې دهیلي کاپټرو په پاکستان دنه خرڅون وروسته پاکستان سره څه لاره په لاس کې پاتې شوې ده؟


ددفاعي چارو څېړونکي وایي د امریکې لخوا دترکیي دهیلي کاپټرو په پاکستان دخرڅون دمخې نیول کیدو وروسته پاکستان سره په لاس کې دوهمه لاره دچین د جوړو زیډ-۱۰ هیلي کاپټرو داخستو په شکل کې موجوده ده.

دپاکستان اؤ ترکي ترمنځ جولایي کال ۲۰۱۸م کې دیو نیم اربه ډالرو یو تړون شوی ؤ چې له مخې به یې دترکي لخوا پاکستان ته دیرش ای ټي ای کی ټی -۱۲۹ جنګې هیلي کاپترې پاکستان ته ورکول وؤ.

ددفاعي چارو څېړونکي وایي ددې تړون د اغېزمن کیدو له امله به پاکستان ته زیان رسیږي .

دامریکایي خبري شبکې بلومبرګ له مخې د ترکیې دصدر ویاند ابراهیم کلن د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلی وؤ چې امریکې په پاکستان د ترکي دهیلي کاپټرو دپلورل کیدو مخه نیولې ده چې اوس به اسلام اباد د چین څخه هیلي کاپټرې اخلي.

دترکي د ایرو اسپیس کی ټي-۱۲۹ هیلي کاپټرو په پاکستان دپلورل کیدو مخې ته د امریکایي خنډانو راولاړؤلو اساسي علت ددغو هیلي کاپټرو انجنې ښودل کیږي چې هغه امریکا جوړې کړې دي.

د رپورټ له مخې امریکې د ایل ایچ ټي ای سي ۸۰۰ انجنو د راغوښتو اجازت نامه ایساره کړې ده اؤ په ټي ۱۲۹ هیلي کاپټرو کې هم دغه ټیکنالوجي کارول شوې ده چې له امله یې اوس ترکي په پاکستان دا هیلي کاپټرې نه شي پلورلی.

وي او ای دتړون باجود په پاکستان دهیلي کاپټرو د نه پلورل کیدو په اړوند دپاکستان دغبرګون معلومولو دپاره دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر اؤ د پوځ مطبوعاتي څانګې سره اړېکې نیولي خو پاکستان تر اوسه په دې اړوند په سرکاري کچه کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.

کی ټي ۱۲۹ هیلي کاپټر ۷۶ راکټونه اؤ بیلابیل میزائیل په ځان کې ځائیولی شي اؤ د بې کچه لوړ الوت توان لري.

دا هیلي کاپټرې په هر شان موسم کې د شپې اؤ ورځې دالوځولو دپاره غوره ګڼل کیږي.

دپاکستان دپوځ پخوانی جنرال اؤ ددفاعي چارو څېړونکي لیفټننټ جنرل ریټائرډ طلعت مسعود وایي پاکستان له ډيرې مودې راهسې ددې هیلي کاپټرو اخستو کې خوښي لرله اؤ په دې لړ کې په په وړومي ځل کال ۲۰۱۴م کې په یوه پروژه کار پیل کړل شوی ؤ چې له هغې وروسته دترکي اؤ پاکستان ترمنځ کال ۲۰۱۸م کې ددې هیلي کاپټرو په پاکستان د خرڅون تړون ترسره شوی ؤ.

وي او ای سره خبرو کې هغه ویلي امریکې ددې هیلي کاپټرو دانجنونو د راغوښتو داجازتنامې په ایسارؤلو سره پاکستان ته دیادو هیلي کاپټرو د ورکولو مخې نیولې ده اؤ او اوس به به په دې لړ کې پاکستان ته نیغ په نیغه دا مریکې سره خبره کول وي.

طلعت مسعود وایي دا خبره سمه ده چې په دې وروستیو کې دافغانستان په معامله امریکې په پاکستان خپله تکیه سیوا کړې ده اؤ اوس هم دافغان سولې دخبرو بریالي کولو دپاره امریکا پاکستان ته اړتیا لري.

نوموړي ویلي پاکستان د روسیې سره هم په دې اړوند خبره کولی شي خو دپاکستان بد اقتصادي وضعیت کیدای شي فعلاً ددې خبرې اجازه ورنه کړي.

دپاکستان دپوځ یو بل پخوانی جنرال اؤ ددفاعي چارو څېړونکی لیفټننټ جنرال ریټائرډ امجد شعیب وایي ترکيه امریکا سره دخپلو تړونونو له امله که وغواړي نو هم پاکستان ته ددې هیلي کاپټرو په نه ورکولو مجبور ده.

هغه وایي چه چرې ترکي پاکستان ته دا هیلي کاپټرې ورهم کړي نو د واشنګټن سره به دې دفاعي تړون اغېزمن کیږي.

وي او ای ته ښاغلي امجد شعیب ویلي په تیرو وختونو کې هم امریکې پاکستان سره ددفاعي معاملو مخې ته یو شمیر خنډان راولاړ کړي دي.

دهغه په وینا” د ایف ۱۶الوتکو معامله دهرچا د سترګو وړاندې ده په دغه معامله کې دپاکستان لخوا دپیسو ورکول کیدو باوجود امریکې پاکستان ته دغه جهازونه ورنکړل”

هغه ویلي “پاکستان ترکیې سره خپلې دفاعي اړیکې غځول غواړي اؤ بیلابیل رقم الوتکې پاکستان ترکیې ته ورکوي ،دا مهال دپاکستان ددفاعي اړتیاؤ زیاته تکیه په چین ده اؤ خو پاکستان په دې کې دترکي دمرستې ترلاسه کولو خواهش هم لري”

هغه وایي پاکستان ته نه ده پکار چې ددې هیلي کاپټرو اخستو دپاره واشنګټن سره خبره وکړي بلکې دخپلو اړتیاؤ پوره کولو دپاره دچین جوړې زیډ-۱۰ هیلي کاپټرې اخستل پکار دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG