لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف: که په مريم نواز څه وشو ذمه وار به يې دعمران خان ترڅنګ پوځي مشرتابه وي


د پاکستان پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن مشر نوازشریف ويلي، "که مريم نواز ته څه قسمه تاوان ورسېدو زمه وار به يې د عمران خان نه علاوه، جنرل قمر جاوېد باجوه، جنرل فېض حميد او جنرل عرفان ملک وي".

پوځ په سمدستي ډول د نوازشريف دغه بيان ته کوم ځواب نه دی ويلی.

نواز شريف په ټويټر خپره کړې ویډيو کې د عمران خان د نوم اخستو پرته ويلي، يو نااهله تن په ملک باندې مسلط کړی شوی دی.

هغه ويلي "د سېنېټ په انتخاباتو کې د حکومتي امېدوار د ماتې سمدست وروسته چې څنګه تاسو د اعتماد په ووټ کې د سلېکټډ (خوښ کړی شوي) مرسته کړې، ايا هغه د چا نه پټه ده؟".

په درېم مارچ د سېنېټ په ټاکنو د حکومت مخالفه غورځنګ (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم) د امېدوار يوسف رضا ګېلاني د حکومت امېدوار حفيظ شېخ ته ماتې ورکړې وه او بيا وزيراعظم عمران خان د قومي اسمبلۍ نه د اعتماد يا باور ووټ اخستی وو.

په شپږم مارچ عمران خان د قومي اسمبلۍ نه د اعتماد ووټ اخستی او 178 رايې يې ترلاسه کړې وې.

نوازشريف په پنجاب کې د ډسکه په حلقه د ضمني انتخاباتو حواله ورکړې او تور يې لګولی چې هلته د درغلۍ ريکارډ مات کړی شوی دی او زياته کړې يې ده چې بيا ويل کيږي چې په سياست کې دې رانه ښکل شي.

د پاکستان پوځ په وروستيو کې د مخالفه ګوندونو لخوا تورونو ته په ځواب کې ویلي وو پوځ په سياست کې لاسوهنه نه کوي پوځ دې په سياست کې رانه ښکل شي.

نوازشریف ویلي "د پاکستان جمهوري نظام او اخلاقيات د پښو لاندې کړی شوي دي په کراچۍ کې د شپې په مهال د مريم نواز د هوټل د کمرې دروازه ماته کړی شوې او اوس ورته ګواښ کيږي چې که هغه قلاره نه شوه ختمه به کړی شي".

نوموړي زياته کړې "په خدایي انداز کې چې دهړکه ورکوي هغو ته خبرداری ورکوم که څه قسمه ناوړه حرکت يې وکړو نو د هغې زمه وار به د عمران خان نه علاوه جنرل قمر جاوېد باجوه (د پوځ مشر)، جنرل فېض حميد (د ايي اېس ايي مشر) او جنرل عرفان ملک وي".

هغه ویلي "چې څه مو کړي او کوئ يې دا غټ جرم دی زر به یې جواب ورکوئ".

د پاکستان پوځي وياند د فرورۍ په مياشت کې د مخالفه ګوندونو لخوا په پوځ په سياست کې د لاسوهنې د تورونو په ځواب کې ویلي وو، "دا وخت د سياست سره د پوځ هيڅ تعلق نشه او د چا سره یې هم په پټه خبرې نه دي روانې او څوک چې اندازې لګوي ما وړاندې هم خواست کړی او اوس هم وايم چې پوځ په سياست کې مه راکاږئ".

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار په (اتمه فرورۍ) ويلي وو، "پوځ منځنی او بهرنی امنیت ګوري، بې د کوم ثبوته خبره کول د چا سره هم ښه نه ښکاري اندازې يا اټکلونه کول پرېښودل پکار دي او که د چا سره څه ثبوت وي راوړاندې دې کړي چې څوک چاته ټيليفون کوي، داسې هيڅ خبره نشته".

هغه وويل "يو ځل بيا خواست کوم چې مهربانۍ وکړئ ادارې دې خبرو ته مه راکاږئ".

د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند بل مشر او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم پرون په يوه خبري غونډه کې تور لګولی وو چې د سېنېټ د چيرمېن د ټاکنو دپاره يې د ګوند غړو ته ټيليفونونه شوي چې پکې ورته ويل شوي د سېنېټ په ټاکنو کې صادق سنجراني ته ووټ ورکړي.

شاهد خاقان عباسي د مسلم ليګ ن د نورو غړو سره په شريکه دغه خبري غونډه په داسې حال کې کړې چې نن د جمعې په ورځ (12 مارچ) د سېنېټ د چیرمېن او مرستيال چيرمېن د ټاکنې دپاره رایې ورکول کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG