لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوټه:د زهرژن ګیس له امله دکولې درنګ کې دمړو شوؤ شپږو مزدورانو مړي راویستل شوي


د بلوچستان په مارواړ کې دکولې درنګ یا کان کې دمړو شوؤ دشپږو  مزدورانو مړي دشلو ساعتو فعالیتونو وروسته ددغه کان څخه راویستل شوي دي.

د بلوچستان په مارواړ کې دکولې درنګ یا کان کې دمړو شوؤ دشپږو مزدورانو مړي دشلو ساعتو فعالیتونو وروسته ددغه کان څخه راویستل شوي دي.

دا مزدوران تیره ورځ دکولې کان کې دکار کولو په وخت ددغه کان دننه د زهرژن ګیس جمع کیدو له امله بې هوشه شوي وؤ.

پاکستان کې په تېرو دوؤ میاشتو کې د کولې د مزدورانو د مړو شمېر ۴۹ ته رسېدلی دی.

د معدنيات د محکمې انسپکټر عبدالرشيد ابړو وي او اې ډيوه ته وويل چې دکولې په کان کې دګیرو شوؤ شپږو مزدورانو جسدونه يې له شل ساعتونو هلوځلو وروسته راويستلي او له ضروري کاغذي کاروايۍ وروسته يې دا مړي دهغوئ پلرنیو سيمو ته لیږلي دي.

ابړو وايي د پنجشنبې په سهار له کوټې ښار څخه شا وخوا څلويښت کلو ميټره ليرې پرته سيمه مارواړ کې د کرد کول ماينز په نامه دکولې یو کان کې د زهرژن ګېس کاربن مونو اکسايډ د جمع کېدو له کبله په کان کې پنځه کارکونکي بې هوشه شوي اوهلته بند پاتې شوي وو،

هغه زياته کړه چې د عبدالرحيم په نامه يو ځوان د مزدورانو د را ويستلو لپاره کان ته ښکته شوی ؤ چې هغه هم هلته دجمع ګېس له امله مړ شوی ؤ.

ابړو وايي مړه شوي مزدوران دبلوچستان له قلعه عبدالله او مسلم باغ سيمې سره تعلق لري۔

د کولې د مزدورانو د اتحاديې (پاکستان سينټرل ماينز لېبر فيډيرېشن) سيکرېټري جنرل سلطان "لالا" د مارواړ په کوله کان کې د مرګونې پېښې ذمه واره ځايي ټېکدار او حکومتي ذمه واران بللي دي.

دسلطان لالا په خبره په تېرو دوؤ مياشتو کې د بلوچستان په شمول په ټول پاکستان کي ۴۹ د کولې مزدوران د کولې کانونو کې مړه شوي دي.

هغه وي او ای ډيوه ته ویلي د مزدوارانو د ژوند د خوندي ساتلو لپاره ټېکدار او حکومتي ذمه واران خپلۍ ذمه وارۍ نه تر سره کوي چې له امله يې داسي پېښې را منځ ته کېږي.

خو د معدنياتو د محکمې اسپکټر عبدالرشيد وايي چې پاکستان هم په دريمه نړۍ کې اباد يو ملک دی دلته هغه اسانتیاوې نشته چې د نړی په نورو پر مخ تللو هیوادونو کې مزدورانو ته ورکول کېږي.

ابړو زياته کړه چې دوئ د خپل وس مطابق خپلې هڅې کوي خو ټيکدار او د کولې مزدوران په خپله هم دداسي پېښو ځکه ذمه واره دي چې هغوئ بې احتياطي کوي

د کولې د مزدورانو د اتحاديې (پاکستان سينټرل ماينز لېبر فيډيرېشن) سيکرېټري جنرل سلطان "لالا" وايي په بلوچستان ايالت کې د کولې د کانونو په ګډون د بېلا بېلو معدنياتو شپږو زرو ته نيزدې کانونه دي چې پکې تر يو لک زيات مزدوران کار کوي.

د هغه په خبره چې په دې مزدوروانو کې يوازې شپږ زره مزدوران رجسټرډ دي او نور مزدوران رجسټرډ نه دي.

نوموړی وایي دکولې او نورو کانونو کې چې مزدوران مړه شي حکومت ورته د هیواد د نورو ايالتونو په څېر زياتې پېسې نه ورکوي بلکې تر هغوئ هم کمې ورکوي.

د پاکستان سېنټرل ماينز لېبر فېديرېشن رپورټ دی چې ۲۰۲۰م کال کې بلوچستان ايالت کې يو سل پنځه او په ټول پاکستان کې دوه سوه پنځه د کولې مزدوران په بېلا بېلو پېښو کې مړه شوي دي ، په مړو کې زيات شمېر د افغانستان او خېبر پښتونخوا د مزدورانو دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG