لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان: د سنګ مرمر ډک ټرک په موټر ور اوړېدلی د يوې کورنۍ څلور تنه پکې مړه شوي


د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د سنګ مرمرو د ګټو ډک ټرک په سړک دپاسه په يو موټر ور اوړېدلی، موټر ترې د لاندې راغلی چې پکې د د دوه ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

په مردان کې د ژغورنې ادارې (رېسکيو 1122) ترمخه په بونېر روډ د سنګ مرمرو د ګټو ډک ټرک چې مردان ته په لار روان وو تيره شپه ناوخته په سړک دپاسه په موټر د پاسه ور اوړېدلی دی.

د ادارې وياند بلال جلال وي او اې ډيوه ته ويلي، موټر چې بونېر ته روان وو شپږ تنه پکې سواره وو، په پېښه کې د يوې کورنۍ ښځه، خاوند او دوه کم عمره ماشومان مړه او دوه نور تنه سخت ژوبل شوي دي.

نوموړي ويلي د ژغورنې د ادارې ګاډي ورغلي ټرک او موټر يې په اره کټ کړي او مړي او ژوبل يې ترې راويستي دي.

د مردان د رستم تاڼې يو پوليس چارواکي جميل وي او اې ډيوه سره په خبرو کې پېښه تاييد کړه چې څلور تنه پکې مړه شوي دي.

هغه وويل ټرک په موړ کې راتاوېدو او په موټر د پاسه اوړېدلی دی، هغه وويل د ټرک ډرايور تښتېدلی او مقدمه پرې درج کړی شوې پلټنې پېل کړی شوي دي.

په بونیر کې د سنګ مرمرو يا ماربلو د کارخانو د اتحاديې مشر ګل روز خان وايي د بونېر نه په 24 ساعتونو کې د 300 نه تر 350 پورې د ماربلو ټول ګاډي مردان او نورو علاقو ته ځي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دا چې په دغو ګاډو کې به د څومره وزن ګټې بار کولی شي دا مقدار نه دی مالوم.

د پېښې په اړه نوموړي وويل د وزن له امله ګاډی نه اوړي خو سړکونه تنګ دي يا ډرايور غلطي وکړي په موړ کې زر راتاو شي يا تيز لاړ شي ځکه پېښه رامنځته شي.

د خېبرپښتونخوا د وزیراعلی د مواصلاتو او تعميراتو ځانګړی مشاور رياض خان چې تعلق يې د بونېر سره دی، وايي په ګاډو کې د وزن مسله د اوږدې مودې نه راروانه ده او هغه دغه مسله په کابينه کې هم راپورته کړې ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل ډېر زر به په دغه اړه پرېکړه وکړي او په ټرکونو کې د سنګ مرمرو د وزن مقدار به وټاکي.

هغه دا هم وويل چې د ډېر وزن سره سړکونه هم خرابيږي او په ټرکونو کې د ګټو اېښودو کوم حفاظت هم نه کيږي دوی به په دغه اړه هم ګام پورته کړي

نوموړي د سړکونو د تنګوالي هم وویل او زياته يې کړه پوليس ته یې لارښوونه کړې چې د يادې پېښې پلټنې وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG