لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دپاکستاني درملو په پرتله دهند جوړو درملو زیات مارکیټ پیدا کړی


دپاکستان دتجارت وزارت چارواکیو ویلي چې په تېرو څو کلونو کې د بېلا بېلو علتونو له کبله دهند دوایانو جوړونکو کمپنيانو د پاکستان په پرتله د افغانستان په مارکېټ خپلې منګولې کلکې کړي دي.

دیاد وزارت چارواکي وایي اوس د هندوستان د دوایانو جوړونکو کمپنيانو برامدات 46 فيصدي زيات شوي او د پاکستان د دوایانو جوړونکو کمپنيانو برامدات 40 فيصدي ته محدود شوې دي.

د پاکستان دتجارت د وزارت چارواکو د پاکستان اؤ افغانستان د تجارتي چارو پارلېماني کمېټې ته ویلي چې کال 2019م کې افغانستان د هند څخه د76.08 ميلينه ډالرو دوایانې درامد کړې وې او پاکستان نه یې د 67.11 ميلينه ډالرو دوایانې درامد کړې دي.

دپاکستان دتجارت د وزارت چارواکو دپاکستان اؤ افغانستان د تجارتي چارو کمېټۍ ته په وړاندې کړل شوؤ دستاویزاتو کې ويلي چې افغانستان کال 2015م کې د پاکستان څخه د 73.90 ميلينه ډالرو دوایانې درامد کړې وې.

دغه راز کال 2016م کې یې د 75.42 ميلينه ډالرو، 2017 کې د 74.49 ميلينه ډالرو، کال 2018 کې یې د 65.48 ميلينه ډالرو او کال 2019 کې د 67.11 ميلينه ډالرو دوایانې درامد کړې دي.

دا شمېرې ښايي چې کال 2019 کې افغانستان د هند نه د 67.08 ميلينه ډالرو دوایانې درامد کړي او هم دغه کال یې د پاکستان څخه د 67.11 ميلينه ډالرو دارو درمل درامد کړې دي.

همدا شان دهندوستان د دوایانو جوړونکو کمپنيانو افغانستان ته برامد کې 46 فيصدي زياتوالی راغلی او دپاکستان د درملو جوړونکو کمپنيانو برامدات 40 فيصدي ته محدود شوي دي.

د پاکستان د تجارت د وزارت چارواکو پارليماني کمېټۍ ته ددې کمي په علتونو کې د پاکستان ډرګز رېګولېټري اتهارټې د مستقل مشر نشتوالی ښودلی دی.

د تجارت د وزارت چارواکي کمېټۍ ته ویلي چې د تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په مارکېټ کې د پاکستان درمل جوړونکو کمپنیو خپل نفوذ بېللی او د هند د دوایانو جوړونکې کمپنۍ خپل اثر زياتوي.

هغه وايي په تېرو دريوؤ کلونو کې افغانستان ته دپاکستان د دوابانو په برامداتو کې په زیاته کچه کمی راغلی دی.

د پاکستان په لاهور ښار کې د درمل جوړونکې کمپنۍ نيوټرو فارما چې افغانستان ته د دوایانو برامد هم کوي مشر حامد رضا ډيوه ته وايي په پولو باندې د هغوئ د دوایانو سټاک د مودو مودو ايسار وي.

هغه زیاتوي د افغانستان د صحت وزارت دوئ ته یوه پرو فارمه ورکوي چې اکثره پرې ډېر وخت اخلي او داسې د دوایانو رسول اغېزمن کیږي او پاکستاني برامد کونکي زړه بایلي.

حامد رضا ددې بل علت د افغان حکومت د هند اړخ ته په تجارت کې ترجيحي چلند هم ښايي.

د پاکستان د تجارت د وزارت چارواکو د پارليمان کمېټۍ ته ویلي چې دپاکستان يوه دوا سازه کمپني هم دا مهال د صحت د نړیوالې ادارې ډبليو اېچ او سره رجسټرډ نه ده او دا وخت د هېواد لس درمل جوړونکې کارخانې د ډبليو اېچ او سره د اندراج د عمل څخه تېرېږي.

چارواکي وايي د ډرګز رېګولېټري اتهارټې د لېول تهري اندراج تر دې دمه د ډبليو اېچ او سره نه دی شوی او هم ددې له کبله دوا جوړونکې کمپنۍ نړیوال مارکیټونو او په ځانګړې توګه د افغانستان مارکیټ ته لاس رسي نه لري او داسې د افغانستان مارکیټ د پاکستان د لاسه ووځي.

د پاکستان افغانستان د ګډ چېمبر اف کامرس پخوانی مشر او تاجر انجينير دارو خان ډيوه ته وايي اوس افغان ناروغان په پولو د ستونزو او د وېزې په ترلاسه کولو کې د پرتو خنډانو له کبله پاکستان ته نه راځي او هغوئ د هندوستان مخه کوي.

دی وايي مخکې به چې کوم افغان مريضان پاکستان ته راتلل نو هغوئ به په کوټه، کراچۍ او پېښور کې معائنه کوله او پاکستاني ډاکټرانو به هغوئ ته د پاکستان دوایانې تجویز کولې. اوس چې کله په نوي ډیلي کې د مريضانو تشخیص کېږي نو ښکاره ده چې د هند ډاکټران به هغوئ ته د هندوستان جوړ داروګان لیکي.

د پاکستان اؤ افغانستان د ګډې تجارتي خونې مشر او افغان تاجر جان خان الکوزی ډيوه ته وايي تېر کال د کرونا واېروس د وبا له امله د افغانستان تجارت د ګردې نړۍ سره اغېزمن او کم شوی دی او د وبا له امله د پولو د تړل کیدو او د قرنطين د شرایطو له وجې د افغانستان تجارت د پاکستان سره هم اغېز من شوی دی.

جان خان وايي د پاکستان څخه د دوایانو د درامد د کمى علت دا نه دی چې ګنې د افغانستان اړېکې د هند سره سیوا شوي او یا د هلته نه د دارو درملو راتګ زيات شوی دی. بلکې د مرکزى اېشيا او په ځانګړي ډول د ازبکستان نه او د ترکيې نه افغانستان ته زياتې دوایانې راځې.

هغه وایي ددې بل علت د پاکستان د جوړو دوایانو خراب معیار هم دی ولې چې د پاکستان دوایانې چې متاسفانه په باړه کې جوړېږي او بيا افغانستان ته قاچاق کېږي او داسې د افغانستان په مارکیټ کې خپل ارزښت د لاسه ورکوي.

د پاکستان د تجارت چارواکي وايي د افغانستان طبيعي ماهرينو کې زياترو د پاکستان نه تعلیم ترلاسه کړی او هغوئ خپلو مريضانو ته د پاکستان داروګان تجویز کوي خو د بده مرغه پاکستان د افغانستان مارکیټ ته په خپلو دوایانو رسولو کې پاتې راغلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG