لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوسف رضا ګیلاني ناکام،حکومتي کاندید صادق سنجراني دسینیټ چئیرمین غوره کړل شو


پاکستان کې دسنیټ دچئیرمین په څوکۍ په داسې حال کې دواکمن ګوند دکاندید صادق سنجراني دکامیابۍ اعلان شوی چې دمخالفو ګوندونو ائتلاف وایي د مخالف کاندید یوسف رضاګیلاني په پلوۍ اچول شوې اووه رایې په بې ځایه ډول باطلې ګرځول شوې دي.

دجمعې په ورځ ۱۰۰څوکیو په لرونکي برني ایوان کې دسینیټ دنوي چئیرمین د ټاکنې دپاره ۹۸سینیټرانو خپلې رایې د پریزائيډنګ افسر مظفرحسین دڅارنې لاندې اچولې دي.

دجمعې په ماذیګر د اچول شوؤ رایې له شمیرې وروسته پریزائيډنګ افسر مظفر حسین د سینیټ دچئیرمین په توګه د حکومتي ائتلاف دکاندید صادق سنجراني دکامیابۍ اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې صادق سنجراني ۴۸رایې اخستي اؤ په مقابل کاندید سید یوسف رضا ګیلاني بیا ۴۲ رایې ترلاسه کړي دي.

پریزائیډنګ افسر د یوسف رضا ګیلاني په پلوۍ اچول شوې اووه رایې باطلې ګرځولې دي.

ټاکنه کې د یوسف رضا ګیلاني استازي فاروق ایچ نائیک سینیټ کې دخپلو دلیلونو ورکولو په مهال ویلي چې د رایې ورکولو په طریقه کې یوازې دومره ویل شوي چې هر تن به دخپلې رایې مهر د کاندید په خانه کې لګوي ،

هغې ویلي دا خبره بیخي نه ده شوې چې ګنې یو تن به د خانې په کومه برخه کې مهر لګوي خو د حکومتي کاندید استازي محسن عزیز بیا ویلي د ووټ اچونې په طریقه کار کې واضحه لیکل شوي چې هر تن به د کاندید د نوم مخې ته په جوړه خانه کې مهر لګوي.

د دواړو خواؤ د دلایلونو اوریدو وروسته پریزائيډنګ افسر مظفر حسین د یوسف رضا ګیلاني په پلوۍ دپریوتو اوو رائیو د مسترد ګڼلو اعلان وکړو اؤ دې ټاکنه کې یې صادق سنجرانی بریالی وګرځولو.

ددې اعلان سره سم حکومتي غړو‌ په جشن اؤ دمخالفو ډلو سینیټرانو په احتجاج لاس پورې کړی خو داحتجاج اؤ جشن په نعرو کې صادق سنجراني دسینیټ دچئیرمین په توګه دخپلې عهدې لوړه کړې ده اؤ تر هغې وروسته د مرستیال مشر یا ډپټي چئیرمین دټاکنې دپاره د رایې ورکولو عمل پیل شو.

خبریال حامد میر په ټوئټر لیکل کوم خلک چې د صادق سنجراني دفتحې جشن نمانځي هغوئ ته دې فتحه مبارک وي خو باید په یاد ولري چې سینیټ کې دپي‌ډي ایم اکثریت ثابت شوی دی ،دهغوئ ۴۹ ووټونه دي نو په ۴۸ووټونو به حکومت قانون څنګه منظوروي؟

هغه زیاته کړې ده چې اوس به په هرقانون جنجال راپیدا کیږي اؤ سیاست کې به هم تاؤ تریخوالی زیاتیږي

دمسلم لیګ نواز ګوند یو مهم مشر احسن اقبال ویلي د پي ډي ایم کاندید یوسف رضا ګیلاني ۴۹ رایې ګټلي اؤ سرکاري کاندید صادق سنجراني ۴۸ رایې اخستي دي خو بیا هم ګټه د سرکاري امیدوار اعلان کړل شوې ده.

هغه په ټوئټر تور لګولی چې د یوسف رضا ګیلاني اووه رایې په زوره باطلې ګرځول شوي اؤ د بائیللي کاندید د ګټې اعلان شوی دی

د ټاکنو پیل نه وړاندې مخالفو ګوندونو دهیواد په استخباراتي شبکو دې ټاکنه کې د لاسوهنې تورونه لګولي وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دخفیه ادارو لخوا د مخالفو ګوندونو سینیټرانو ته ټيلي فونونه شوي دي چې خپلې رایې به حکومتي کاندید ته ورکوئ.

خو حکومت دا تورونه بې ځایه بللي دي اؤ پوځ لا په دې هکله هیڅ سپیناوی نه دی کړی خو له دې وړاندې یې دغسې تورونو ته مدام پخپل غبرګون کې ویلي چې پوځ سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG