پېښور کې دماشومانو دحقونو دتحفظ محکمې یا چائلډ پروټیکشن کورټ په یوه اته کلنه ماشومه جینۍ دجنسي تیري کولو په جرم کې د جومات یو ملا قاري سعید ته د تیزندۍ د سزا ورکولو امر کړی دی.
دجومات په ملا قاري سعید تیرکال په ۱۴ممارچ دپېښور انقلاب تاڼه کې مقدمه درج کړل شوې وه چې دجومات په یوه کوټه کې یې اته کلنې ماشومې جینۍ باندې جنسي تیری کړی دی.
له مقدمې درج کیدو وروسته قاري سعید پولیسو نیولی اؤ بیا زندان ته اچول شوی ؤ
خیبر پښتونخوا کې دماشومانو دحقونو دتحفظ دپاره جوړې کړل شوې قضایي محکمې چې دچائلډ پروټیکشن کورټ په نوم نومیږي،د جرم په ثابتیدو قاري سعید ته د تیزندۍ اؤ یو لک روپو دجرمانې سزا اورولې ده اؤ ددې ترڅنګ یې امر کړی دی چې مجرم قاري سعید به اغېزمنې ماشومې ته هم درې لکه روپۍ ورکوي.
دقاري سعید په ضد درج مقدمه څو میاشتې وړاندې دغه محکمې ته وړل شوې وه اؤ دیادې محکمې لخوا ماشومانو سره په جنسي تیري کې ککړ کوم مجرم ته دا وړومبۍ ستره سزا اورول شوې ده.
دمحکمې په پرېکړه کې راغلي چې مجرم قاري سعید یو لوستی تن دی اؤ هغه په اسلامیاتو کې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده ده.
پرېکړه کې ویل شوي چې قاري سعید اته کلنه ماشومانه جومات ته رابللې وه اؤ دجومات په کوټه کې یې پرې جنسي تیری کړی چې دا جرم پرې ثابت شوی دی.
تیره میاشت د کورنيو چارو د پاره د پاکستان دسینيټ قايمه کمېټۍ جنسي تیریو کې دککړو مجرمانو په ښکاره دتیزندي کولو قانوني مسوده منظور کړې وه.
د کمېتې يو شمیر غړو په دې اتفاق کړی ؤ چې د سختو سزاګانو له امله به دداسې رقم جرمونو مخه نیول ممکن شي خو واکمن ګوندپاکستان تحریک انصاف ددې قانوني مسودې مخالفت کړى ؤ.
خيبر پښتونخوا کې د ماشومانو حقونو د پاره کارکونکى عمران ټکر هم وایي چې په ښکاره د تیزندي کولو سزا باندې به عمل په دې هم ګران وي چې پاکستان د بشري حقونو په هکله يو شمیر نړيوالو معاهدو کښې شامل دى اؤ بله دا چې يوه قضیه کښې د داسې سزا مخالفت د پاکستان سترې محکمې هم کړى دى.
عمران ټکر وي او ای سره خبرو کې ویلي دماشومانو په ضد دجنسي تیریو ټولې قضیې باید چائلډ پروټیکشن کورټ کورټ ته ولیږل شي ترڅو دغه محکمه په چټکتیا سره ددې مقدمو پرېکړې وکړي.