لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمنظور پشتین په ګاډي مانسهره کې برید،منظور وایي ډزې اؤ بریدونه زمونږ دامن غږ نه شي غلی کولی


په ټولنیزو رسنیو د پي ټي ایم ګڼو فعالانو د پښتون ژغورنې غورځنګ دمشر منظور پشتین په ګاډي دخیبر پښتونخوا مانسهره سیمه کې شوی برید په سختو ټکو غندلی اؤ دا یې په سپینه جامه کې د ریاستي ادارو دمامورینو کار بللی دی.

منظور پشتین وایي د تېرو دوؤ اوونیو پر مهال پرې دا پینځم برید دی چې د ریاستي خلکو له لوري کیږي خو پي‌ ټي ایم به په داسې ناوړه عملونو دپښتنو دژوند اؤ حقونو دپاره دخپلې سوله ییزې مبارزې څخه نه لاس پسر کیږي.

داتوار په ورځ وي او ای ډیوه سره خبرو کې منظور پشتین ویلي هغه دعثمان ککړ اؤ خپلو نورو ملګرو سره یوځائ بټګرام ته ځېنو فاتحو اؤ د ښادیو مبارکیو ته تللي وؤ چې د راستنیدو په مهال دمانسهرې انټرچینج سره دهغوئ لاره ونیول شوه.

هغه وایي دغو خلکو په نیمه شپه کې وړومبی هغوئ ته سړک بند کړو، بیا یې ورته کنځاوې پیل کړې اؤ وروسته یې ډزې پیل کړې.

په سوشل میډیا ځېنو خلکو دعوه کړې دي چې سیمه ییزو خلکو دمنظور پشتین دګاډي مخې ته احتجاجي نعرې وهلي دي خو د منظور پشتین ملګرو په هغوئ ډزې کړې دي.

خو منظور پشتین دا دعوې دروغ بلي اؤ وایي "مونږ چې درې کاله کومه سوله ییزه مبارزه وکړه هغه ټولې نړۍ ته معلومه ده ، مونږ په ډزو نه په امن باور لرو اؤ د ډزو خلاف خو راپورته شوي یو"

دمنظور پښتین په وینا "مونږ خو دعدم تشدد منونکي یو،دوئ د ډزو خلک دي، دوئ پخوا هم ډزې کړې دي،اوس یې هم کوي اؤ په مونږ بېګاه هم د این ایل سي د نزدې چوکۍ نه دکلاشنکوفو ډزې شوې دي"

هغه زیاته کړه "دوئ تل دشر جوړولو لاره غوره کړې ده،مونږ انساني حقوق غواړو،ائیني حقوق غواړو،مونږ په دې خاوره ژوند غواړو، مونږ له جنګونو ستړي یو، له ډزو ستړي یو"

منظور پشتین وایي "شل کاله په مونږ هوایي بمبارۍ وشوې، دتوپو،ټانکونو،کلاشنکوفو اؤ هر رقم وسلو ډزې راباندې وشوې، مونږ نور له جنګه ستړي یو پخپله خاوره امن غواړو، دوئ دې نور مونږ معاف کړي اؤ پخپله خاوره مو دې پرامن ژوند ته پریږدي"

هغه وویل ده اؤ ملګرو یې په تیرو دوو اوونیو کې "دا څلورم برید دی خو وایي دا ډزې، تشدد اؤ لارې نیونې زمونږ دپرامنه تحریک لاره نه شي نیولی ،مونږ به دعدم تشدد دلارې ددې ظلمونو مقابله کوؤ اؤ دصبر، زغم اؤ امن لمنه به نه پریږو"

منظور پشتین وویل "دا خو د شپې برید ؤ، په مونږ خو د ورځې هم بریدونه کیږي، تیره اوونۍ کې مومندو ته دتګ په وخت ډپټي کمشنر پخپله زمونږ مخې ته ودریدو اؤ زمونږ ملګرو ته یې دیکې ورکړې حالانکې د یو ډي کار یوازې امر جاري کول وي نو چې پخپله لاسونه ولګوي "

دهغه په وینا "زمونږ مرام دخپل قام اتفاق اؤ اتحاد ته رابلل اؤ دامن دپاره مبارزه کول دي،مونږ به دشپې هم خپل قام ته ځان رسوؤ اؤ د ورځې هم تحفظ راکول د ریاست کار دی خو که نه یې راکوي نو مونږ به دخپلې مبارزې نه کله هم نه لاس پسر کیږو"

منظور پشتین وایي "زمونږ پیغام نړۍ ته دی چې تاسو خو دوئ ته په اربونو ډالر مرستې ورکوئ اؤ ځانته د امن علمبردار هم وایئ بیا باید دوئ سره دا حساب هم وکړئ چې ستاسو مرستې زمونږ د بېګناه خلکو په ځورولو ولې مصرفیږي؟"

داحتشام افغان په نوم دپښتون ژغورنې غورځنګ فعال په ټوئټر ددې پېښې یوه لنډه ویډیو هم خوره کړې ده اؤ هغې ته یې لیکلي دي” دشپې ناوخته په سپینو جامو کې یوشمیر کسانو اؤ ټول پلازې مامورینو دمنظور پشتین په ګاډی کاڼی ورولي دي،دهغه ملګرو ته یې دیکې ورکړي دي اؤ هوایي ډزې یې کړي دي خو منظور پشتین اؤ ملګري یې خوندي دي”

وتلی سیاسي مشر اؤ دبشري حقونو فعال افراسیاب خټک وایي د منظور پشتین په ګاډی برید دپښتنو زلمو دپرامنه سیاسي مبارزې تشدد ته دګرځولو یوه ناوړه هڅه ده .

په ټوټیر هغه لیکلي د نو ابادیاتي غلامانو په ضد د پښتنو لخوا دیوې پیړۍ نه دعدم تشدد په اساس روان قامي تحریک به پخپله سیاسي پختګي دا پارونې همداسې شنډوي.

دپي‌ ټي ایم یو بل مشر عبدالله ننګیال په دې برید خپل غبرګون کې ویلي دي په منظور پشتین اؤ دهغه په ملګرو کاڼې ورؤل اؤ ډزې کول یو شرمناک عمل دی اؤ دا د ریاست وارخطایي په ګوته کوي

خو بیا یو شمیر فعالینو دا ادعا بې ځایه بللې او په ټوئټر یې لیکلي چې د منظور پشتین کسانو په عامو احتجاج کوونکو خلکو ډزې کړې دي اؤ نن دمانسهرې پریس کلب مخې ته ددې ډزو په ضد دسیمې خلکو داجتجاج کولو تابیا هم کړې ده.

دپېښې دجذئیاتو معلومولو دپاره وي او ای ډیوه دمانسهرې ضلعې دپولیسو مشر یا ډي پي او اسد بهادر سره دټيلي فون اؤ واټس اپ دلارې دتماس نیولو پرله پسې هڅې وکړې خو هغه د ډيوه کال اؤ پیغام ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

دشمالي وزیرستان څخه دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي میرکلام وزیر دا برید په سختو ټکو غندلی اؤ په ټوئټر یې لیکلي

دمدینې ریاست دومره پریوتی دی چې په سیاسي مشرانو اؤ فعالینو سول یا غیر پوځی جامو کې دخلکو دلارې بریدونه کوي اؤ دانساني حقونو دپاره دغږ پورته کوونکو ژوند یې په لړزان کړی دی.

هغه وایي دپښتون ژغورنې غورځنګ به مشر منظور پشتین دمانسهرې انټرچینج سره شوی برید د سختې غندنې وړ دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG