لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نایله شمال ساپۍ: په واده کې زر او پیسې هر څوک غواړي خو ما کتابونه وغوښتل


پښتنې لوستې نايله شمال ساپۍ په واده کې په حق مهر کې د خاوند څخه د يو لک روپو کتابونه غوښتي دي، وايي د دغه غوښتنې دوه بنيادي اهداف يې وو، يو دا چې حق مهر اسان شي د خاوند په کور يې بوج رانشي، ټولنې ته د دغه لارې پېغام ورکړي او بل دا چې د کتابونو نه يې څوک ګټه هم ترلاسه کړي.

نايله شمال ساپۍ د خېبرپښتونخوا د چارسدې سره تعلق لري، واده يې د رستم علاقې د سجاد ژوندون سره کړی دی.

په 14 مارچ ترسره شوي دغه واده کې ساپۍ په خپله د نکاح په وخت په حق مهر کې د يو لک روپو کتابونه غوښتي او په نکاح نامه کې د کتابونو غوښتل ثبت کړی شوي دي.

وي او اې ډيوه په خبرو کې ساپۍ وويل، "په حق مهر کې سره زر، کالي (ګېڼه) پېسې غوښتل نه يواځې دا چې دا يو عام مهر دی بلکې دا د جينۍ دکور دپاره او هلک د کور دپاره عذاب دی يو هلک د خپلې ښځې د راتګ، هرکلي يا د هغې د خوشالۍ په ځای خپل واده يو بوج محسوسوي هغه سره غم وي چې څو لکه روپۍ به ورکوم کومې غوښتنې به ترې کيږي کور به ترې ليکلي کيږي او نور... ".

هغې وویل "کور خپلېدل د جينۍ پورې تړلې خبره په خپلو اخلاقو په خپل کړه وړه هر څه خپلولی شي او دغه څيزونه چې زما د خاوند د کور دي هغه هسې هم زما دي نو ولې نه چې داسې مهر وغواړم چې د راتلونکي نسل دپاره د خوشالۍ او ګټې سبب وګرځي او دلته په دواړو کورنيو دا واده د عذاب په ځای د خوشالو شي".

نايله شمال ساپۍ د سجاد ژوندون سره واده کړی دی، وايي د کتابونو غوښتو يو هدف يې د کتاب قدر او اهميت هم په ډاګه کول وو.

ساپۍ دا وخت د چارسدې په پوسټ ګرېجوېټ کالج کې استازه (لکچراره) ده په پښتو کې يې پي اېچ ډي روانه ده او سجاد ژوندون چې په وروستيو کې په پښتو کې پي ډي اېچ وکړه د پېښور په اسلاميه کالج پوهنتون کې د پښتو استاز (لېکچرار) دی.

ژوندون وايي هغه او نايلي يو ځای زده کړې ترلاسه کړي او زياتوي واده یې په خوښه او يو بل سره په مشوره کړی دی.

هغه وويل د حق مهر نه علاوه يې په واده د يو نيم لک روپو پورې خرڅ راغلی دی، او ښځې له یې د کور سامان د هغې مور پلار کړی دی، هغه خپل خپلوانو او ملګرو ته يواځې د واده ډوډۍ ورکړې ده نور خرڅ پرې نه دی راغلی.

نايله او ژوندون وايي دوی پوهه دي چې واده په ډېره ګڼه ګوڼه او ډېرو تاوانونو ښايسته کيږي خو دوی د خپلو ملګرو او شاګردانو په راتګ خوشاله وو چې په واده کې يې ګډون وکړو.

ژوندون وايي عموما داسې کيږي چې نکاح کوم ملا وتړي هغه ته د هلک کور والا پېسې ورکوي، خو وايي مفتي معاذ همدرد چې د دوی شاعر ملګری دی نکاح يې هغه تړلې او چې څنګه يې نکاح وتړله د نکاح تړلو سره يې په خپله 500 روپۍ ناوې ته مبارکي ورکړې ده.

معاذ همدرد په خپله په فېس بک پوسټ کړی او د نايله او ژوندون نکاح نامه يې شريکه کړې ده.

"ﺯار شم دنيشنليانو نه. نن مي د سجاد ژوندون او نائله شمال صافى نکاح تړله .حيران هغه وخت شوم چى دسجاد ژوندون کور وداني په حق مهر کښى کالى ﺯمکه کور جائيداد په ځاے پوره ديو لاکھ روپو کتابونه غوښتل . کمال دے..... الله دى اوکړى چى داسى دکتاب سره مينه دټولو پښتنو عام شى . الله دى د سجاد ژوندون او نائله شمال ژوند دمينى او خوشحالو نه ډک کړى. او دقام په خير دى راولى".

په ټولنيزو رسنیو د نايله او ژوندن په واده کې په حق مهر کې د کتابونو غوښتنه ستايل شوې او اديب شاعر قېصر افريدي په فېس بک ليکلي دي،

"جدت او مثبت روایتونه قایمول یوازې د فنکار او فنپارې دنده نۀ ده بلکې روښان فکره خلق په هر کار کښې جدت او د مثبتو روایاتو خپل کردار ته متوجه وي. نایله شمال صافۍ د خپل خاوند سجاد ژوندون څخه په نکاح نامه کښې د یو لک کتابونو لایبرېري غوښتې ده، دواړه لیکوالان دي، دواړه مېرمن او څښتن دې ښاد او اباد وي".

نايله وايي داسې هم نه ده چې د غريبۍ د لاسه يې سره زر يا کالي نه دي غوښتي بلکې د پلار د کوره يې هم د کور په سامان کې د سرو زرو غوښتنه نه ده کړې.

هغې وویل که څوک کولی شي توان لري په ودونو کې دې ډېر خرڅونه وکړي که څوک کالي کوي ودې کړي کورونه دې جوړ کړي خور لور له دې خلک ډېر څه وکړي خو که کوم مور پلار يا کورنۍ د يو څيز وس نه لري بيا پکار ده چې د خوشالۍ او واده نه عذاب جوړ نه شي په کمو خرڅونو کورونه راجوړ شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG