لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داسفندیار ولي خان ناروغتیا،اشرف غني،حامد کرزي اؤ ګڼو نورو مشرانو پرې خفګان ښودلی


دافغانستان ولسمشر اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، دخیبر پښتونخوا حکومت اؤ یو شمیر نورو سیاسي مشرانو د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان په کرونا وایرس د ناروغه کېدو خفګان څرګند کړی دی.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني لیډر سردار حسین بابک وي او ای ډیوه سره داسفندیار ولي خان د روغتیایي حالت په اړوند خبرو کې ویلی د اسفندیار ولي خان صحت د وړاندې نه ښه نه ؤ اؤ د وینې جګ فشار یا هائي بلډ پریشر یې په روغتیایي حالت ناوړه اغېزې کړې وې .

هغه وایي د اسفندیار ولي خان د وینې د فشار لیول په یو ځائ نه ودریږي ، کله جګ شي اؤ کله بیا راښکته شي خو په کرونا وایرس دهغه اخته کیدو یقیناً چې ټول پښتانه پریشانه کړي دي.

ښاغلی بابک وایي دا مهال د اسفندیار ولي خان علاج د هغه د کور دننه روان دی اؤ صحت یې هم ورځ تر بلې ښه کیږي خو هغه بیا هم دټولو خلکو څخه دهغه د روغتیا دپاره ددعا هېله کړې ده.

په عین حال کې دافغانستان ولسمشر اشرف غني اؤ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پخپلو بیلابیلو بیانونو کې د اسفندیار ولي خان په ناروغتیا دخفګان څرګنډونه کړې اؤ هغه ته یې د روغ صحت دعا ګانې کړې دي.

هغوئ دپښتنو دحقونو دپاره د اسفندیار ولي خان مبارزه هم ستائیلې ده.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم د اسفندیار ولي خان د پوښتنې دپاره دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا دصدر ایمل ولي خان سره ټيلي فوني تماس نیولی اؤ دهغه د روغتیا دعاګانې یې کړې دي.

داطلاعاتو دپاره دخیبر پښتونخوا د وزیراعلي ځانګړي معاون کامران بنګش هم په ټوئټر داسفندیار ولي خان په ناروغتیا خفګان ښودلی اؤ د روغې څټې دعاګانې یې ورته کړې دي.

دوه اویا کلن اسفندیار ولي خان د تیرې ډېرې مودې راهسې دبلډ پریشر اؤ‌ ځېنو نورو ناروغیو له امله خپل سیاسي فعالیتونه راکم کړي اؤ یوازې دخپلو بیانونو دلارې دهیواد اؤ سیمې په سیاسي موضوعاتو خپلې تبصرې اؤ نظر ښکاره کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG