لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړونکي وایي پاکستان کې دکرونا وایرس دریمه څپه یو خطرناک صورتحال رامنځته کولی شي


څيړونکي وايي پاکستان کې دکرونا درېمه څپه شروع شوې او د برطانيه څخه راغلی وایرس هم اوس دلته په ناروغانو کې موندل کيږي خو د حکومت لخوا د کرونا ضد ويکسينو اخستو پلان په نزديو کې په نظر نه راځي کوم چې يو خطرناک صورتحال جوړولی شي.

دخېبر پښتونخوا د ډاکټرانو دصوبائي اتحاديې مشر ډاکټر زبېر وايي د برطانيه څخه د راغلي وائرس شکل د کرونا د زوړ وایرس نه بدل دی او د هغې مقابله کې په تيزۍ سره خوريږي.

دپاکستان ډان ورځ پاڼې د مارچ په پينځمه نېټه په خپور شوي يو رپورټ کې ویلي وؤ پاکستان په روان کال کې په نزدې وختونو کې د کرونا ضد ويکسين د اخستو څه پلان نه لري.

د پبلک اکاؤنټ کميټۍ د غونډې په اړه ورځپاڼې ليکلي وؤ پاکستان ته د يو ميلين ويړيا ويکسين ورکولو ژمنه چائنه کړې ده اؤ شپاړس ميلیونه به د ګلوبل ايلائنس فار وېکسين اېنډ ايمونائزېشن لخوا ورکړل کيږي.

رپورټ کې ویل شوي چې پاکستان پخپله د ويکيسن اخستو په نزدې کې کوم پلان نه لري او ټوله اړتيا يي د نړيوالو ادارو لخوا ويړيا ورکړل کيدونکو ويکسینونو باندې ده.

کميټۍ ته ويل شوي په چائنه کې دجوړيدونکي يو ويکسین نرخ ۱۳ ډالره جوړيږي او د پاکستان ابادي دا وخت د دوه سوه میلیونو څخه زياته ده.

ډاکټر زبېر ظاهر وايي که حکومت د ويکسین په اخستو کې بېړه ونه کړي نو ددې وبا مخنيوی به ورته ګران شي.

پبلک اکاونټ کميټۍ ته ويل شوي چې ويړيا ورکړل کيدونکي ويکسين د پاکستان د ابادۍ ۲۰ فيصده برخې ته رسېدی شي او ددغې کمېټۍ يو غړي اقبال علي خان وويل په نزديو کې د دوئ د ويکسين اخستونکو ذمه وارو کسانو سره خبرې شوي دي، او پاکستان پلان لري چې زر پخپله د ويکسين اخستو پلان واضحه کړی.

حکومتي چارواکو د کرونا دريمې څپې شروع کيدو دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړی چې په ملک کي شپږو لکو نه زيات کسان په کرونا وایرس اخته شوي او نزدې ديارلس زره او شپږ سوه تنان د دې وبا نه مړه شوي دي.

د پاکستان دسرکاري شمېرو ترمخه په تېرو څلېریشتو ساعتو کې۲۵۱۱ نوې پېښې مخې ته راغلي اؤ ۵۸ تنان په دې وایرس مړه شوي دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG