لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ډي اېم د پيپلز ګوند د ځواب پورې د 26 مارچ اسلام اباد ته د لاريون پرېکړه ځنډولې


د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد جوړ د 11 مخالفه ګوندونو غورځنګ (پي ډي اېم) اعلان کړی چې پيپلز ګوند د اسمبليانو څخه د استعفا ورکولو د ځواب پورې پي ډي اېم د 26 مارچ اسلام اباد پله د لاريون پرېکړه ځنډوي.

د پي ډي اېم د مشرانو غونډه پرون په 16 مارچ په اسلام اباد کې شوې ده.

د غونډې وروسته د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان وویل، په غونډه کې پيپلز ګوند غوښتنه وکړه چې د اسمبليانو څخه د استعفا په خبره دې دوی ته موقع ورکړی شي چې د ګوند مرکزي غونډه وکړي په هغې کې به خپله پرېکړه اعلان کړي.

نوموړي وویل په غورځنګ کې نهه ګوندونه د استعفاګانو ورکولو په حق کې وو خو پيپلز ګوند وخت غوښتی ځکه په سمدستي ډول دوی د 26 مارچ اسلام اباد پله د لاريون کولو پرېکړه ځنډوي.

پي ډي اېم په څلورمه فرورۍ اسلام اباد ته د لاريون کولو اعلان کړی وو.

په اتم مارچ مولانا فضل الرحمان د پي ډي اېم د مشرانو سره د غونډې وروسته ویلي وو چې په 26 مارچ به د ټول ملک نه قافلې اسلام اباد ته روانيږي او په 30 مارچ به اسلام اباد ته غونډيږي.

د مولانا فضل الرحمان په خبره په پرونۍ غونډه کې د مسلم ليګ ن ګوند نواز شریف، اصف علي زرداري او بلاول بټو زرداري د ويډيو لنک د لارې ګډون کړی دی.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مرکزي وزير فواد چودري ویلي، سياسي ثبات د ملک دپاره اړين دی، ښه خبره ده چې مخالفه ګوندونه د لاريون څخه په شا شوي دي. پارلیمان دې يو قدم وړاندې شي او د انتخابي اصلاحاتو د خبرو پېل دې وکړي، د انتخاباتو دپاره دې نوي قوانين او الېکشن کمېشن وټاکي، عدالتي او انتظامي اصلاحات د وخت ضرورت دی اپوزيشن دې وړانديزونه وکړي.

د پي ډي اېم وړانديني نظر، د حکومت او پوځ ځواب

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د تېر کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټي او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د پي ډي اېم مشران تور لګوي د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت دی او د دې حکومت لرې کولو اعلان يې کړی، وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې به مبارزه جاري ساتي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او وړاندې يې هم ویلي، سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي وو د ايين ترمخه د منتخب حکومت ملاتړ به کوي.

د تحريک انصاف حکومت وايي مخالفه ډلو د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو د پټولو دپاره پي ډي اېم جوړ کړی او په حکومت فشار اچوي.

د پي ډي اېم په جلسو او غونډو کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر جنرل فېض حميد نومونه اخستل شوي، او پخواني وزيراعظم نوازشريف ويلي وو جنرل باجوه او جنرل فېض حميد هغه د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کړی وو.

پي ډي اېم په څلورمه فرورۍ اعلان کړی چې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد به په 26م مارچ اسلام اباد ته لاريون (لانګ مارچ) کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG